خواړهروغتیايي ګټې

که کبان نه خورئ ګلپی وخوره !

ګلپی او ددی کورنی نباتات چی د ژمی په موسم کی پیداکیږی د انسانانو روغتیا لپاره دیره ګټوره سبزی ده چی په مشرقي کی د ګلپیانو د کښت له مخی ننګرهاراو کنړ ولایتونه دیر مشهور دی. علماو د ګلپی اصلی منشا دمدیترانی شمال شرقی سیمی په نښه کړی چی بیا له دغه ځایه د نړی نورو هیوادونو ته د دغه نبات کرکیله غځیدلی ده چی اوسهمال ګلپیانو څخه اکثره خلک په مختلف ډول استفاده کوی لکه د اچارو، سوپ په جوړلو او همدارنګه یو شمیریی د کتغ په غرض پخوی دخامو ګلپیانو خوړل نسبت پاخه شوی ګلپیانوته دیره ګټه لری اوسنیو څیړنو ثابته کړی ده چی ګلپی او ددی کورنی نباتات د انیدول3-کاربینول، سولفورافان او گلوکوزینولات مادو په درلودو سره د سینی سرطان او همدارنګه یو شمیر نور سرطانونه چی په ښځو کی پیداکیږی په مخنیوی کی دیر موثر دی.
که څوک د زړه د ناروغي څخه رنځ وړی نو ګلپي Allicinماده لری او د زړه حملی کچه راټیټوی ګلپی اومګا ۳ چی عموماّ په کبانو کی دغه ماده دیره موندل کیږی په ګلپیانو کی هم شتون لری چی په بدن کی د مرضونو د پیداکیدو مخنیوی کوی ګلپی دیر وزن لرونکو کسانو لپاره د وزن په کمولو کی مرسته کوی نو ورته پکار ده چی د خوړو په ورځینی مهالویش کی دغه سبزی باید اضافه کړی همدارنګه اوسنی تجربو داهم ثابته کړی چی ګلپی د حافظی په قوی کولو کی هډوکو دجوړنو ددرد ، اود قبض ورکولوکی کی مرسته کوی ګلپی د بدن ورځینی اړتیا وړ ویټامینونه لکه د B کورنی ویټآمینونه او A ، Cویټامینونه او د ضرورت وړ کاربوهایدریت او منرالونه پوره کوي .
د ګلپیانو دطبعی ګټو ترڅنګه هغه کسانو ته مضر دی چی د بډوډو تیږی ولری او هغی د شدت څخه رنځ وړی .ګلپی زیات خرابیدونکې یا فاسدیدونکې سبزي ده او د ډیر وخت لپاره نشۍ ساتل کیدي نو پکار چی په کور کی ګلپیان باید په یخچال او یا یخ ځای کی د ۳ څخه تر ۴ ورځو زیات ونه ساتل شی او پوخ شوی گلپی هم باید د یوی ورځی زیات ونه ساتل شی ګلپی باید د هغه سبزیجاتو او میوو سره يو ځای ونه ساتل شی لکه مڼې، کیلې، خټکې یا رومیان ځکه دوی د ایتایلین ګاز تولیدوي چی په پایله کی ګلپی خرابیږی د ګلپی اخستلو وخت کی باید پاملرنه وشی چی بی رنګه،ژیړ او تور شوی نه وی او د کوچنی ګلانو لرونکی ګلپی لرونکی نه اوسی

امرالله کامه وال

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: