که غواړې خوشاله کورنۍ ولرې!

د حیرانیدو ځای دی مور څومره په مینه او ناز د خپلو زامنو پالنه کوي، کله چې هلک زلمی شي نو مور یې د واده لپاره تر ټولو زیاته نا آرامه او بې قراره  اوسي، خپلو ځامنو ته د ناوی په لټه کې کور په کور ګرځي، په ډیره خوښۍ او هوس د زوی واده لمانځي او چې خپل زوی د واده پر مهال ګوري له ډیرې خوښی په جامو کې نه ځاییږی،… خو کله چی یوه نجلۍ د ناوې په توګه پلارګنۍ پریږدي او خپلې مور، پلار ، ورور، خور او نږدې خپلوانو نه جدا شي او خپلې خسرګنی کره قدم کیږدي، نو له هماغه پیله خواښې د خپلې نګور دښمنه شي او نګور سره په شخړو کې ښکیل شي، بی وسه خاوند د مور او ښځې په توده شخړه کې حیران دریان پاتې وي .

له یوې خوا د مور احساساتو او له بلې خوا د ښخی د محبت په جال کښې راګیر خاوند د مور او ښځی د شخړې دې حالت په کتلو د اور په تودو سکروټو کې سوځیږي او ددې لپاره دا ډیره ګرانه پریوځي. که چیرې هغه د خپلی مور ملاتړ وکړي نو د ښځی ژړا او فریاد د هغې طعنو او پلار کره د تللو اخطارونو سره مخ کیږي او که د ښځې په طرف داري کښې خبره وکړي نو د مور په چیغو او نارو ټول کور ګاونډ خبر شي او  په ټولو وګړو کښې د ښځې مرید (زن پرست) او غلام په نوم یادیږي. د داسې حالت په لیدو او زړه دردونکو طعنو په اوریدو د خاوند (سړي) زړه د غم له لاسه زخمي زخمي وي او د حل لپاره سرګردانه شپې سبا کوي.


یوه طبیعی مسئله

زمونږ په ټولنه کې د خواښې په هکله چې کومې غلطې انګیرنې او ناسم تصور د خلکو په ذهنو کښې خپور شوی، ددې تر شا څه عوامل شته. په خواښې پسې چې کومې خبرې کیږي ددې هم څه نا څه وجه شته، ښځه یا خاوند کوم چی خواښې سره یو ځای نه اوسیږي ددې هم څه سبب شته.
حقیقت دا دی کله چې یوه مور خپل د ژوند یوه مرحله تیره کړی او د عمر منځني دور ته ورسیږي او د درې یا څلورو زامنو مور شی نو د زامنو د واده کولو او کور ته د نګور راوستلو سره سره خپل ځان یواځې او سرګردانه احساسوی او دا فکر کوي چې دا یې اولادونو تنها پریښې، حال دا چی هغې د ژوند ټولې شیبې د اولادونو روزلو ته وقف کړې وې. کله چی یی ماشوم بچیان را لوی او زلمیان شول بیا هغوی هر یو جدا او پلرنی کور یی پریښود او ځانته ځانته کورونه یې جوړ کړه، پدې کار له مور سره داسې احساس پیدا شي چې ګواکې په اولادونو یې چې کومې خوارۍ کړې وې هسې ولاړې.
د ژوند پدې مرحله د خواښې کار کردار او مسولیت دا وي چې هغه دې د خپلو اولادونو او لمسیانو تربیه وکړي، هغوی ته دې نږدې وي او د هغوی او کورنیو په کارونو کی یې مرسته او مداخلت وکړي، چی دا کار په نګور ښه نه تمامیږی او د خواښی سره مخالفت کوي او هغې پسې خبرې او قصې جوړوي، مګر ددوی دا کار غلط او بلکې د خود خواهی نه خالي ندی. که لږ فکر وکړئ نو دې نتیجې ته به ورسیږئ چې هر مور غواړي د هغې اولاد او کورنۍ دې نیکبخته او خوشحاله وي، د هغی مداخلت په کارونو کې اصلا مداخلت ندی بلکی د هغی وظیفه ده تر څو د کور کارونه منظم کړي، ځکه هغه یوه تجربه کاره ښځه ده. ډیر داسی کارونه دي چې نوې نګور یې نشي تر سره کولای همدا خواښې ده چی د کورني مشکلاتو په وړاندې دریږي او مناسب حل ورته پیداکوی .

ګرم څوک دی؟

په دې کښې شک نشته چې د خواښې او نګور په تاوتریخوالي کې د خواښی، نګور او د زوی دری واړو څه نا څه ګناه ضرور وي، لیکن زما د کلونو تجربه داده چی دی جنګ کښی د ټولو نه ډیر زیات لاس د خواښی وي، حال دا چی هره خواښی خپله هم یو مهال نګور پاتی شوی ده، مګر هغه خپله د نګورتوب زمانه بالکل هیره وی او خپلی نګور سره ضرور شخړه کوی او ددی یوه خاصه وجه داده تر کومه چی د هلک واده نه وی شوی سل فیصده د زوی اړیکی د مور سره وی، زوی خپله ټوله ګټه او څه سامان چی راوړی هغه خپل د مور په لاس کس ورکوی، د هر څه د اړتیاو غوښتنه له مور څخه کوی او شپه او ورځ کښی په زرګونه ځله په هره خبره کی مور ته دمور مور ناری وهی، پدې مور خوشاله وي او پدی خیال کی اوسی چی زه د کور مالکه یمه او زما زوی زما تابعدار دی.
خو له واده نه وروسته کله چی د زوی محبت د ښځی په طرف واوړی او زوی څه نا څه شیان ښځی ته ورکوی او څه غوښتنی د هغی نه کوی، نو طبیعی ډول په مور باندی بد اثر لری چی ما خپل زوی وړوکی را لوی کړ اوس ما په نظر کی نه نیسی، د خپلې ښځی په لاس کښی پریوت اوس د مور مور ناری پر ځای د میرمن میرمن ناری وهی، خپله ګټه به یي ما ته راکوله اوس د هر څه ورکړه راکړه د ښځی لاس کښی ده، اوس زه د کور مالکه او واکداره نه یمه په همدی خیال په مور بد اثر پریوځوی او د نګور سره بغض او کینه او د هغی په وړاندی تاوتریخوالی پیل کوی او همدارنګه په نګور ډول ډول عیبونه راوباسی او په راز راز طعنو او په سپکو سپورو ویناو ورته پیل کوی.

نګور په لمړی وار کښی دا خیال کوی چی دا خو زما د خاوند مور ده تر څو ورځو پوری به دا حالت وی ښه به شی مګر کله چی خواښی له حد نه زیاته ووځی نو نګور هم په لمړی وار تری کرکه کوی بیا چی کله یو دم بی حوصلی شی نو د خواښی پر وړاندی طعنی او سپکی سپوری شروع کوی او بیا حالت وار په وار ددواړو لخوا د یو بل په واړاندی سوال او ځواب مقابله شروغ شی حتی تر کنځلو پوری خبره ورسیږی بیا ورو ورو ددې جګړې په اور کښی د خواښی او نګور کورنی داخل کیږی او ددواړو کورنیو تر مینځ لویه جکړه پیل کیږی.
دحل لاره
زما په نظر ددی تاوتریخوالی د ختمیدو غوره لار دا ده چی ددی جګړی دری واړه خواوې (زوی ،خواښی او نګور) خپل خپل حقوق او مسئولیتونه وپیژنی او په ښه توګه یي اجرا کړی نو انشاء الله د تل لپاره به دا جنګ په یقینی توګه خاتمه ومومی.

نګور ته څه کول پکار دي؟

د ښځی پر سر د خاوند د حقوقو له ډلې یو دا دی چی د خپل خاوند د مور، پلار، ورونو او خویندو درناوی وکړي او له هغوی سره ښه چلند ولري. که چیری هغوی بده رویه ورسره کوي نو هغه په ورین تندی وزغمی، په خاصه توګه د خپلې خواښی او خسر د تیری زغملو هڅه وکړی ځکه اور په اور سره نه بلکی په اوبو سړیږی او کله چی په کوم کار کی نرمی وشی نو په هغی کښی نیک بدلون پیداکیږی.
ښځی ته دا هم اړینه ده چی هغه خپل نفس، خپلواکی او خپلی جذبی په قابو کښی وساتی له دینه به د الله عزوجل رضایت خوشحالی لاس ته راشي او د هغه لخوا نه به ورته اجر ورکړل شی. سره لدې د نارینه په وړاندی به یی درناوی او عزت نور هم زیات شی.

د خواښې او خسر خوشالي

ښځه دی تل دا حقیقت په یاد وساتی چی ددی خسر او خواښی دنوموړې خاوند له وړوکوالی نه پاللی، کله چی هغه رالوی شو نو د هغه تعلیم او تربیه یي وکړه، نو ددی لپاره دخاوند لومړنی کار دادی چی لومړی دخپل مور او پلار دغه قرض اداء کړی او د ښځی فرض دادی چی ددغه سپیڅلی فرض د اداء کولو لپاره د خپل خاوند سره مرسته او ملاتړوکړي.
ښځې ته پدی پوهیدل پکار دي چی بدله ورکوونکی او حساب اخستونکی حاکم ذات هیڅکله نه مړ کیږی او هر څوک چی څنګه رویه د نورو سره کوی دی سره هم په هغه ډول رویه کیږی، ځکه نو که چیری نن ښځی د خپل خاوند له مور او پلار سره ښه رویه وکړه نو سبا به په زړښت کښی ددی نګور او لورانی همداسی ښه رویه دده سره کوی او د بنده اجر الله عزوجل هیڅکله نه ضایع کوی.
تر کومه پوری چی خواښی او خسر ژوندی وی ښځی لپاره ضروری ده چی ددوی تابعداری او خدمت وکړی او تر کومه حده چی امکان ولری دواړه دی راضی او خوشحاله وساتی او که نه پدې دې پوه شي چی خاوند یې د هغو دواړو زوی دی، که چیری دوی خپل زوی ته کوم شکایت وکړ نو خامخا به خاوند د ښځی نه خوابدی شی او د ښځی او خاوند نزدی اړیکه به له مینځه ولاړه شی، همدارنګه د لیورونو او د هغوی د ښځو او ایندرو سره تر خپلی وسی ښه اخلاق او رویه کوئ او ددوی ټولو زوړنه لاسته راوړئ او هیڅکله دوی مه خفه کوئ که نه نو له دغو کسانو سره د تاو تریخوالی نتیجه د ښځی او خاوند د اړیکو د خرابیدو نه سوا بل هیڅ څه لاس ته نه راځی.

ښځی ته په خسرګنۍ کښی د خواښی او خسر نه د بیل اوسیدو هڅه هیڅکله نده پکار، بلکه په یو ځای کی اوسیدو کښی یي ښیګڼه ده ځکه خواښی او خسر سره د تاو تریخوالی همدغه سبب دی او دا هم د فکر وړ خبره ده چی مور او پلار خپل زوی پاللی او روزلی او پدی هیله یې د نوموړي واده کړی چی په زړښت کښی مونږ ته د زوی او دده د ناوی څخه ملاټر او ارام ترلاسه شی، خو که ناوی په کور کښی د قدم ایښودو سره ددی خبری هڅه پیل کړه چی زوی یي د خپل مور او پلار څخه جدا شی نو ته خپله فکر وکړه چی د ناوی لدی حرکت څخه به مور او پلار ته څومره غصه ورشی او څومره تاو تریخوالی به پیداشی.

له همدی وجهی په کور کښی ډول ډول بدګمانی او راز راز فتنه او فساد پیل کیږی، حتی تردی چی د ښځی او خاوند په زړونو کښی د کینی ځای پیدا کیږی او پرلپسی د جګړو نوبت راځی او بیا به د ټولی کورنی ژوند تریخ او اړیکی به تیت او پرک شی. خلاصه ښیګڼه په همدی کی  ده چی د خواښی او خسر په ژوند کی هیڅکله ښځی ته د بیل اوسیدو فکر هم ندی پکار.

هو! که چیری خواښی او خسر په خپلی خوښی سره خپل زوی  له ځانه څخه بیل کړو نو بیا په بیل اوسیدو کښی کوم زیان نشته، لیکن د بیل اوسیدو په صورت کی هم د مینی او محبت او تګ راتګ ساتل ډیر زیات اړین دی تر څو په هره سختی کی په پوره وړتیا سره یو د بل مرسته او ملاتړ وکړی شي او په اتفاق او اتحاد سره ژوند له خوښیو ډک شي.

خواښی او خسر د مور او پلار په څیر

هرې نګور ته لازمه ده چی خپله خواښی د خپلی مور پر ځای وګڼی او تل د هغی درناوی، تابعداری او خدمت کول خپل مسولیت وګڼی. که چیری خواښی په کومه معامله کښی نوموړې ورټی نو په چوپتیا سره یي واوری او خبردار چی هیڅ کله هم خواښی ته مخ و نه ګرځوی او نه هم ځواب ورکړی بلکه صبر وکړی.
همدارنګه خسر هم د خپل پلار په ځای وګڼي، د هغه درناوی او خدمت په ځان لازمی کړی او دخواښی او خسر په ژوند د بیلیدو هیله ښکاره نکړي او خپلو لیورونو او د هغوی میندو سره د اړتیا وړ ښه رویه کوی او دا فکر وکړی چی زه به تل له دوی سره په هر حال کښی اوسم او ژوند به ورسره تیروم.

خواښی باید څه وکړی؟

د هری خواښی دا فرض ده چی هغه خپله نګور د خپلی لور په شان وګڼی او هغی سره په هره معامله کښی د ډیری مینی او شفقت نه ډکه رویه وکړی.
که چیری د نګور د کم عمری یا کم تجربی له وجهی کومه غلطی یا خطا وشی نو د طعنی ویلو او د سختی وینا پر ځای دی هغی ته په ښه    لهجه او ډیر محبت سره د کار سمه طریقه او چاره وښایی او تل دی ددی خیال وساتی چی دا کم عمره او بی تجربی جلی د خپل مور او پلار له کوره جدا شوی او زمونږ کور ته راغلی، ددی لپاره دا کور او چاپیریال نوی دی ددی دلته زمونږ نه سوا نور څوک دي؟ که چیری مونږ ددی زړه خفه کړو نو دیته تسلی ورکوونکی او ددی د اوښکو وچوونکی نور څوک دي؟
پس هره خواښی دی دا فکر وکړی چی زه به له خپلی نګور سره په هر حال کی شفقت او محبت کوم، که نګور ما هر ډول ګڼی مګر زه یی خپله لور ګڼم نو بیا پوه شی چی جګړه تر نیمایی هم زیاته ختمه شوه.

یوه بیلګه

د رسول الله صلی الله علیه وسلم ګرانی لور بی بی فاطمه (رضی الله تعالی عنها) د خپلی خواښی فاطمه بنت اسد (رضی الله تعالی عنها) داسی خدمت کاوه چی په دنیا کی یی مثال پریښود او ټولو مسلمانو ښځو ته یی دا وښوده چی د خواښی او نګور تر منځ اړیکی څه ډول وی.
فاطمه بنت اسد رضی الله تعالی عنها د علی کرم الله وجهه محترمه مور او د جنتی بی بی فاطمه الزهراء رضی الله تعالی عنها خواښې وه، کله به چی بی بی فاطمه الزهرا رضی الله تعالی عنها د کور له کارونو وزګاره شوه نو د خپلی خواښی اړتیاوو ته به یی پاملرنه کوله، هغه به یی ډیر کار ته نه پریښوده او د هغی د ارامتیا هڅه یي کوله، جامی به یې ورته وینځلی، ډوډی یې ورته تیاروله، دهغی بستر به یي هواروه او ټولولو او په کارونو کې به یي هم ورسره مرسته کوله.
د هغی خواښی د خپلې نګور بی بی فاطمه الزهرا رضی الله تعالی عنها په هکله داسی وایی: څو مره خدمت چی بی بی فاطمه الزهرا رضی الله تعالی عنها زما کړی دومره به شاید هیڅ نګور د خپلی خواښی نه وی کړی. زما نګور د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم لور ده، د مینی او محبت نه ډکه نمونه ده، د حد نه زیاته خدمت کاره ده او ما د خپلی سکه مور په شان ګڼی.

زوی د چا په لور؟

هر زوی ته لازمه ده چی کله د هغه ناوی کور ته راشی نو خپلی ناوی سره دی ددستور په مطابق ښه مینه او محبت وکړی، لیکن د مور او پلار په ادب او احترام او د هغوی په خدمت او طاعت کښی دی هیڅکله د ویښتو برابر کمی نه راولی، اوس دی هم د هر کار مشوره د خپلی مور سره کوی او په خپلی ناوی دی دا تاکید کوی چی بی زما د مور او پلار د خوښی نه هیڅکله کوم کار نه کوی او نه دی د دوی بی اجازی د کور کوم شی څخه استفاده کوی. په دی طریقی سره به د خواښی زړه په سکون او اطمنان کی شی چی اوس هم د کور مالکه ده او زوی او نګور دده تابعدار دی، بیا به هیڅکله هم هغه د خپلې نګور او زوی سره جګړه ونه کړی.

کوم هلک چی د واده څخه وروسته د خپلی مور سره بی پروایي اختیار کړی او خپله ناوی د کور مالکه جوړه کړی نو پدی وخت کور کی د خواښی او نګور تر مینځ جګړه پیل کیږی، لیکن په کومو کورونو کی چی خواښی، ننګور او زوی خپل خپل مسئولیت په سمه توګه درک اواجرا کړی نو پدی وخت کی ددوی تر مینځ هیځکله اختلاف نه را مینځته کیږی.
ددی لپاره اړینه ده چی ټول خپل خپل مسولیتونه او د نور د حقوقو لحاظ وساتی تر څو د هر مسلمان کور غړی په سکون او اطمنان کی ژوند تیر کړی او بی ځایه جګړی له کورنو څخه کډه وکړی.

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب