که غواړئ خپل شکر کنټرول کړئ

د روغتیايي کارپوهانو په وینا د شکر کنترولولو لپاره تر ټولو غوره طریقه د ګټورو غذايي موادو استعمال دی. که غواړئ خپل شکر کنټرول کړئ نو لاندې خواړه خپل د ژوند اړینه برخه وګرځوئ.

۱- خرما: د ډیرو خلکو لپاره دا به د حیرانۍ خبره وي چې خرما هم د شکر ناروغۍ لپاره ډیر زیات ګټور دی ځکه چې خلک په دې باور دي چې خرما کې شته خواږه موادو له امله د شکر ناروغان يي نشي استعمالولی. خرما زیاته اندازه فایبر (Fiber) او اکسیډنټ ضد (Antioxidant) خاصیت لري چې دغه مواد په انګور، باراکولي او شمله مرچو کې هم پیدا کیږي او شکر په کنټرولولو کې ځانګړي اهمیت لري. د لا غوره نتایجو لپاره خرما له چارمغز سره استعمال کړئ.

۲- شیدې: شیدې زیاته اندازه کلسیم او ویټامین ډي لري چې ډیره لږه موده کې هضمیږي او د شکر ناروغۍ لپاره ډیر ګټور دی. د شیدې زیات استعمال د وینې ګلوکوز کنټرولوي. د وینې ګلوکوز کنټرولولو لپاره لږ غوړ لرونکی ماسته هم ډیره زیاته ګټه لري. سهار له شیدو څخه جوړه شوې فرني د شکر ناروغانو لپاره ډیر زیات ګټور ثابتیږي.

۳- د کتان زړي: دغه خواړه کې زیاته اندازه فایبر او الفا لاینولینک اسید (alpha-Linolenic acid) شتون لري چې دغه مواد په بدن کې بیا په اومیګا تري (Omega-3) بدلیږي. دغه خواړه په وینه کې د کولیسټرول او شکر اندازه کموي او له دې سربیره د زړه او یو شمیر نورو ناروغیو مخه نیسی. روغتیايي کارپوهانو په وینا د دې خواړه استعمال د سهار لخوا د انسان پر روغتیا ډیر مثبت اثر کوي.

۴- سیج (Sage): دا یو ځانګړی طبیعي بوټۍ دی چې په بدن کې انسولین جذبوي او په بدن کې د شته انسولین فعالیت زیاتوي. دغه خواړه د شکر ناروغۍ خطر له منځه وړي او دوهم ډول شکر هم کنټرولوي. له دې سربیره د ځیګر فعالیت زیاتوي او د بدن دفاعي نظام پیاوړی کوی. جرمني کې شوې څیړنه ښيي چې په خالې ګیډه د دې خواړه استعمال په وینه کې د ګلوکوز اندازه کموي.

your ads

۵- لوبیا: لوبیا د فایبر نومې موادو تر ټولو غوره منبع ده. د لوبیا استعمال په وینه کې د قندي موادو اندازه کموي چې له دې سره د کولیسټرول زیاتیدو مخه هم نیسي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب