که غواړئ خوشاله واوسئ فیسبوک بند کړئ

که غواړئ خوشاله واوسئ، نو فیسبوک بند کړئ.

ایا تاسو تل کړیږئ او سوزیږئ؟
ایا تاسو کوم ټولنیز ژوند نلرئ او په تمرکز کولو کښې مشکل لرئ؟

فیسبوک بند کړئ!

په کوپن هیګن د ریسرچ یا څیړنې یو انیستوت په یوه څیړنه کې وايي، چې یادې ستونزې د فیسبوک او ځیني نورو انټرنیټي پاڼو له امله دي.

د کوپن هیګن د هیپي نیسي ریسرچ انستيټیوټ د تحقیق پراساس له فیسبوک څخه تر اووه ورځو پورې ځان لرې ساتونکي کسان د نورو هغه خلکو په پرتله، چې فیسبوک ته نژدي وي، ډير خوشاله وي.

په ډنمارک کښې په دغه شوي تحقیق کښې یوزر پینځه نوي (۱۰۹۵)کسانو برخه اخیستي وه او هغوې په دوو ډلو ویشل شوې و.

په دغو کسانو کښې لومړۍ ډلې د فیسبوک اینټرنیټ سایټ استعمالول بند کړل او دوهمې ډلې د فیسبوک استعمالیدا ته دوام ورکړ.

د دغه تحقیق مسوول میک وایکینګ وویل مونږ په دغه تحقیق کښې په فیسبوک زیاته توجه وکړه ځکه چې د هر عمر کسان یې استعمالوي.

له یوې(۱) اونۍ وروسته له هغو کسانو چې فیسبوک یې نه استعمالوه پوښتنې وشوې او هغوې وویل چې دوې له خپل ژوند زیات مطمئن او ډاډمن دي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

واسع ویب یوتیوب چینل

د ملاتړ لپاره چینل سبسکرایب او له نورو سره شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



پوهنتون ښوونیز یوتیوب چینل

پوهنتون چینل سبسکرایب او له زده کوونکو سره شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

Back to top button
واسع ویب