که سګریت په ساده کوتۍ کې بسته شي، خلک به يې پریږدي

تازه څیړنې ښيې، چې که سګریت په سپین ساده ډبي (کوتۍ) کې بند شي، یواځې د صحت ضد اخطاریه پرې ولکیل شي، ډیر خلک به سګریت څښل پریږدي.

څیړونکي باور لري، چې دا چاره به سګریت روږدي خلک له هغه فکره راوګرځوي، چې ګویا دا سګریت لږ ضررناک دي او هغه ډیر!

استرلیا لومړنی هیواد دی، چیرته چې سګریت په ساده کوتۍ کې بند وي، او هیڅ کمپنۍ نه شي کولای، چې خپله لوګو او نښه پرې ولګوي. کاناډا هم ورته کوښښونه پیل کړي دي.

څیړنه په کاناډا کې شوې او پکې معلومه شوې چې که سګریت په ساده کوتۍ کې بند شي او یواځې پرې د روعتیا ضد اخطاریه ولګول شي، نو د سګریت څښونکو شمیر به کم شي. دوې باور لري، چې ځوانان به دا ډول سګرتو ته هیڅ زړه ښه نه کړي او ۱۶.۵ سلنه هغه خلک به هم سګریت پریږدي، چې عمرونه يې تر ۳۵ کالونو لوړ دي.

د څیړونکو په باور، چې سګریت ټول په ساده او یو ډول کوتۍ کې بند شي، سګریت روږدي به يې یو ډول ضررناک او خطرناک وبولي او دا به نه وايې، چې دا کمپنۍ لږ ضررناک دې او هغه ډیر.

استرلیا او کانادا کې تر بل هر هیواد ډیر سګریت څښل کیږي، چې د څیړونکو په وینا دا چاره به په دغه هیوادونو کې د سګریت څکولو کچه د پام وړ کمه کړي.

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب