که سړی وي چا پسې نه غږیږي! | لنډه کیسه

خبر شوم چې له میرمنې جلا کیږي په یوه میلمستیا کې مې ولید ترې ومې پوښتل:  ولې میرمنې ته طلاق ورکوې؟

تندی یې تریو شو وه یې ویل: سړی په خپله میرمن پسې نه غږیږي.

څه موده وروسته یې طلاق ورکړ، بیا مې ولید دا ځل مې ورته وویل ښه نو اوس خو دې میرمن نه ده ولې دې طلاق ورکړ؟

وه یې ویل: سړی د خلکو په خور لور پسې نه غږیږي.

څه موده وروسته پخوانۍ میرمنې یې بل واده وکړ دا ځل مې چې ولید،

ترې ومې پوښتل:  اوس نو هرو مرو راته واویه څه خبره وه ولې د طلاق ورکړ؟

وه یې ویل: سړی د چا په میرمن پسې نه غږیږي. زه پوه شوم چې سړی که سړی وي نو په چا پسې نه غږیږې.

غـاوِر

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ