که د زړه ناروغي لرئ ، هره ورځ پیاز وخورئ

ډاکټران وایي، د زړه او رګونو ناروغان دې هره ورځ د ډوډۍ خوړلو پرمهال په سبزیجاتو کې پیاز هم وخوري، څو روغ پاتې شي . د سبزیجاتو په ډله کې پیاز د انټي اکسیدانت لرونکو موادو غني منبع بلل کېږي او هغوی چې د سرطان او زړه له ناروغیو شکایت لري، ورته سالمه نسخه ده .

اکثریت ددې لپاره پیاز نه خوري چې خوله یې بیا بوی کوي، اما غلطي کوي، ځکه چې د خامو پیازو ګټه یې ددې بوی تر تاوان زیاته ده. پیاز وخورئ، خو د بوی ورکولو لپاره یې له ژاولو، کیلې، وچ چای، ګوړې ، کیوي او ځینو نورو جوهري غذاوو، استفاده وکړئ .

پیاز پریمانه سي ویټامین، فلاوونوید، منګنیزیم، بي شپږ ویټامین، تریپتوفان، فیرب، فسفر، مس، پوتاشیم او فولاد لري چې د وینې د خوږې یا شکر کموالي سربېره د کلسترول د ډېروالي مخه هم نیسي .

د پیازو یوه بله ځانګړنه دا هم ده چې د چاغوالي مخه نیسي، د زړه اود سرطان ناروغیو په مخنیوي کې یې هم رول ثابت دی . ډاکټران وایي، که چېرې د خام پیاز له نورو عیبونو هم وېره لرئ، نو بیا یې په پاخه ډول استعمال کړئ او پدې ډول مو د وینې د لخته کېدو یا پړن کېدو مخه ونیسئ .
له محور ورځپاڼي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب