که خوب نه درځي؟ -دعا

حضرت زيد بن ثابت رضي الله عنه فرمايي: ما رسول الله صلى الله عليه وسلم ته شکايت وکړ، چې ما ته خوب نه راځي او خوب مې تښتي، هغه راته وفرمايل: دغه دعا وايه: :

« اللَّهُمَّ غَارَتِ النُّجُومُ ، وَهَدَأَتِ الْعُيُونُ ، وَأَنْتَ حَيٌّ قَيُّومٌ ، لا تَأْخُذُكَ سِنَةٌ وَلا نَوْمٌ ، يَا حَيُّ يَا قَيُّومُ أَهْدِئْ لَيْلِي ، وَأَنِمْ عَيْنِي »

اي الله ! ستوري پريوتل، سترګې آرامې شوې، او ته حي او قيوم ذات يې، پر تا خوب او پرکالي نه راځي، اي حي او قيوم ذاته! شپه مې آرامه کړئ، او سترګې مې ويدې کړئ.

دا حديث ابن السني روايت کړى دي.

حضرت خالد بن الوليد ته هم دغه ستونزه پيښه شوه، خوب نه ورته، رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته دا دعا وښودله:

your ads

اللَّهُمَّ رَبَّ السَّمَواتِ السَّبْعِ وَمَا أَظَلَّتْ ، وَرَبَّ الأَرْضِينَ وَمَا أَقَلَّتْ ، وَرَبَّ الشَّيَاطِينِ وَمَا أَضَلَّتْ ، كُنْ لي جَاراً مِنْ شَرِّ خَلْقِكَ كُلِّهِمْ جَمِيعاً أَنْ يَفْرُطَ عَلَىَّ أَحَدٌ مِنْهُمْ ، أَوْ أَنْ يَطْغَى ، عَزَّ جَارُكَ ، وَجَلَّ ثَنَاؤُكَ.

په بل روايت کې ورسره دا ټکي زيات ذکر شوي دي.« وَتَبَارَكَ اسْمُكَ وَلا إِلهَ إِلَّا أَنْتَ » .

ژباړه: اې الله! د اوه آسمانونو ربه او دهغه شيانو ربه چې آسمانونو پرې سيورى کړى دى، اې د ځمکو ربه او دهغه شيانو ربه چې ځمکو پورته کړي دي.او اي دشيطانانو ربه او دهغه شيانو ربه چې هغوى ګمراه کړي دي، ته راته د خپلو ټولو مخلوقاتو له شر څخه  د پناه ځاى شه، له دې چې له هغوى څخه کوم يو پر ما زياتى وکړي، يا راباندې تيرى وکړي، ستا پناه ډيره ستره ده او ستاينه دې لويه ده.

او په بل روايت کې دا هم راغلي دي: ستا نوم مبارک دى، او له تا پرته بل په حقه معبود نشته.

دا حديث ترمذي او طبراني روايت کړي دي.

مولوي محمد نعيم جليلي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب