کله چې امریکا اړ شوه، اسلامي خلافت ته جزیه ورکړي

لومړۍ برخه.
دا امت به باور ونکړي چې په مونږ داسې ښکلی وخت هم تېر شوی، چې امریکا به اسلامي هېوادونو ولس مشرانو ته جزیه ورکوله.
۱۸۰۱ نه تر ۱۸۰۴ په دې کلونو کې د عثماني خلافت او امریکا تر منځ کلک جنګونه شوي، په دې جنګونو کې به د مسلمانانو ځواکونو مشري یوسف پاشا کوله، د یوسف کورنۍ د ترکیې قونیه ښار په جنوب کرمان کې مېشت ول.
له همدې امله هغه قرمانلي یادېدو په ۱۷۹۳ کې یوسف پاشا واکمن شو، او د هغه ورور احمد پاشا له هغه ځایه ولاړ بیا وروسته د مصر واکمن شو.

په هغه وخت کې په بحر متوسط کې د مغربۍ بحري بېړیو ساتنې دنده د طرابلس، الجزائر او تیونس جنګي کښتیو کوله. امریکا، برطانیه او نور مغربي هېوادونو د تجارتي کښتیو د بحري شوکمارانو نه وېره درلوده، چې لوټ به یې کړي، همدې لپاره، دوئ مسلمانانو د دې ساتنې په بدل کې حزیه ورکوله. دا هغه وخت وو، چې برطانیه عثماني خلافت ته ۶۰۰ اشرفۍ ورکولې، هالېنډ، ۶۰۰ اشرفۍ ورکولې او ډنمارک ۴ زره اشرفۍ توکي او وسله ورکوله.
سسلي حکومت ۴ زره ریال، د سرډېنیاحکومت ۶ زره اشرفۍ متحده امریکا د ۴ زره ریالو جنګي توکي او وسله، او لس زره ریال ورکول. او دې سره به یې هر کال مسلمانانو واکمنو ته ګرانې او قیمتي ډالۍ هم ورکولې، فرانسویانو به خپل نوي سفیر ټاکلو سره خورا ګران قیمتي ډالۍ مسلمانانو واکمنو ته استولې، د پرتګال حکومت به اعلی او معیاري ډالۍ وړاندې کولې، سويډن او ناروې به هم قیمتي ډالۍ هر کار او پیسې ورکولې؛ د جرمني ښار هانوور او برلن هم ۶۰۰ اشرفۍ ورکولې، د سپین حکومت هم هر کال قیمتي ډالۍ وراستولې.

یو وخت داسې وو، په نړۍ د برطانیه استعمار واک وو، تر دې ځایه، چې امریکا هم د دې ضد وو؛ امریکا چې کله له برطانیه خپلواکي ترلاسه کړه، امریکا حکومت خپلې بحري کښتۍ په آزاده بحر کې تلو راتلو اجازه ورکړه، د الجزائر کښتیو د امریکا کښتیو مخنوی وکړ،او یوه بحري کښتۍ یې ترې ونیوه. دا پېښه جولایي ۱۷۸۵ کې شوې وه. بیا الجزائر بحري ځواکونو دامریکا یوولس کښتۍ ونیوې او خپلې وچې سیمې ته یې راوستې، امریکایانو د خپلو کښتیو د خلاصون لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې خو عثماني خلافت بحري ځواکونو هغوئ ته ماته ورکړه.
امریکایانو فکر وکړ د عثمانۍ خلافت بېړۍ سیالۍ لپاره باید دوئ جنګي بېړۍ ولري، او په هغې جوړلو باندې کلونه به تېر شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب