لنډه کیسه

کرونا جدي ونيسئ، په کور پاتې شئ- نا چارۍ لنډه کیسه

د کورونا او قرنطین اړوند لنډه کیسه

سبا ته څه چاره وکړه، مونږ خو يې زغملی شو، خو د دوی لوږه نور نشم زغملی.
خاوند: غرمه يې څه وخوړل؟
ميرمن: غرمه مې ورته هغه وچ کړي پالک جوش کړل.
خاوند: سبا ته چې هر څنګه کيږي، بازار ته ځم، تر څو مې چې څه نه وي پېدا کړي، نه راځم. که نور نه وي خپل ځان خو وژلی شم.
ميرمن: خدای دې نکړي، داسې مه وايه.
خاوند: څه وکړم؟ د مرستې څوک نشته او ښار يې بند کړو. ښارونه خو هغه خلک بندوي، چې ولس يې په خيټه موړ وي.
کرونا به مو وژني او يا نه، خو دا لوږه به مو خامخا وژني.
ته وګوره! دا لوږه څومره ځورونکې ده. زمونږ نه يې هغه مفت خوب هم تښتولی دی.
سهار تر لمر ختو وړاندې يې د کار کالي غوټه کړل او بازار ته پلی روان شو.
ښار ته په غځيدلی لاره کې هر ځای عسکر ولاړ وو. په بدلو لارو يې د مزدورانو د ودریدو تر ځايه ځان ورسولو.
دا ځای د ګرځبنديز وړاندې د ډېرو غريبکارو د ودريدو ځای وو، خو اوس پکې يواځې يو څو د ګوتو په شمار کسان ولاړ وو. خپل غوټه کړي کالي يې د ځان لاندې کړل او د نور مزدورانو تر څنګ د يو بند دوکان دروازې ته تکيه کړی کيناستو.
د څنګ ملګرو يې خپلو کې خبرې پېل کړې.
يو وويل: دا لا کم وو، دا هم راغی.
بل وويل: څه يې کوې؟ د کور نه يې ځان را پټ کړی دی. که نه، دا وخت مزدوري چېرته ده؟
دی لکه ګونګی غلی ناست وو. د ماشومانو لوږه او د ميرمنې بيګانۍ خبرې يې ذهن کې تاويدلې.
تر څو ساعته انتظار وروسته يو دوه سيټه سپين موټر د سرک هغه غاړې ته ودريدو. د ډريور سره مخکې سيټ کې ناست کس دوی ته د ورتګ اشاره وکړه. ده هم د نورو مزدورانو په څېر د موټر خوا ته منډه کړه. ټول د موټر نه چاپېره شول. مخکې سيټ کې ناست ماسک لرونکي سړي شيشه ټيټه کړه او د څه ويلو پرته يې دوی ته څه پاڼې ورکړې. بيا يې ډريور ته د تګ اشاره وکړه او هغه موټر په تيزۍ سره روان کړو.
ټول خوشاله معلوميدل. دا هم د نور مزدورانو په مينځ کې پاڼه په لاس ولاړ وو. په پاڼو باندې په غټو کلمو ليکل شوي وو، خو دوی ورباندې نه پوهېدل.
یو وويل: هغه بله کوڅه کې د خوراکي موادو يو دوکان خلاص دی. هغه ته به ورشو. هغه به يې راته ولولي.
ټول په ډله لاړل. د هغه دوکان مخې ته ودريدل. لومړی خو هغه ورټل چې ټول زما دوکان مخې ته مه ودريږئ. که پوليسو ولیدو، زما دوکان به راباندې بند کړي.
هغه د پاڼې دواړه مخونه وکتل او ويې ويل:
دلته يې يواځې همدومره ليکلي دي چې:
کرونا جدي ونیسئ.
ده زر خپل کاغذ وروړاندې کړو، چې دا ولوله.
هغه پاڼې ته وکتل او په زوره يې وويل:
په کور پاتې شئ
چې روغ پاتې شئ

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: