ګناهونه

کبیره ګناهونه

کبیره ګناهونه:

د عالمانو د یوې ډلي قول دا دی چي هر ګناه کبیره ده، هیڅ صغیره ګناه وجود نه لري ولي چي د الله جل جلاله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امر مخالفت دی او د الله جل جلاله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخالفت چي څومره لږ وي هغه هم سخت دی او غټه ګناه ده، له دې امله دې ته کوچنی نه سي ویل کېدلای. بیا چي د صغیره او کبیره (کوچنی او لوی) کوم تقسیم دی هغه نسبتي دی، یعني ځني ګناوي د نورو په مقابل کي کوچنی دي.

خو د جمهورو علماؤ په اند ځني کبیره ګناهونه داسي دي چي کونکی يې فاسق او مردود الشهاده ګرځي او بعضي ګناهونه بیا داسي دي چي کونکی يې فاسق نه بلل کیږي او د هغه شهادت نه ردیږي.

د اور یوه سکروټه چي څومره ورانونکې وي، دغه ډول کوچنی سکروټه هم ورانونکې وي. که لړم وړوکی وي که غټ وي د انسان لپاره دواړه غم دی. امام رافعي (رح) فرمايې: (کومي ګناه ته چي صغیر یا کوچنی ویل کیږی، دا تر هغه وخته صغیره ده چي تر څو دوام او همېشه والی پر ونه سي، کله کله وسي، څوک چي پر کوچنۍ ګناه همېشه توب وکړي هغه په کبیره بدلیږي).

لوی ګناهونه دادي:

۱: د الله جل جلاله سره شریک نیول

۲: بې ګناه قتل

۳: جادوګري کول

۴: لمونځ نه کول

۵: زکوة نه ورکول

۶: بېله عذره روژه نه نیول

۷: له وس سره سم حج نه کول

۸: د مور او پلار امر نه منل

۹: له خپلوانو سره ناوړه چلند کول

۱۰: د ښځي سره بدکاري (زنا) کول

۱۱: لواطت کول

۱۲: د سود خوړل

۱۳: په ظلم د یتیم مال خوړل

۱۴: په الله جل جلاله او رسول الله صلي الله علیه وسلم درواغ تړل

۱۵: د جهاد د میدان څخه تښتېدل

۱۶: پر اولس د چارواکو ظلم

۱۷: تکبر کول

۱۸: د درواغو شاهدي ورکول

۱۹: شراب څښل (او هم چرس څکول)

۲۰: قمار کول (خمار)

۲۱: پر پاک لمنو ښځو د زنا تهمت لګول

۲۲: د غنیمت په مال کي خیانت کول

۲۳: غلا کول

۲۴: لار وهل

۲۵: په درواغو قسم اخیستل

۲۶: ظلم کول

۲۷: د (ناجایزه) محصول اخیستل

۲۸: حرام خوړل

۲۹: ځان وژنه

۳۰: درواغ ویل

۳۱: غلطې فیصلې کول

۳۲: رشوت اخیستل

۳۳: له یو بل سره د ښځي او نارینه ورته والی (مشابهت)

۳۴: د مېرمني په زنا کولو نه خپه کېدل

۳۵: محلل او محلل له (۳ واره طلاقه ښځه حلالونکی او بیا په نکاح کونکی)

۳۶: د بولو د څاڅکو څخه ځان نه ساتل

۳۷: ریا کاري کول

۳۸: د دنیا لپاره دیني علم زده کول او پټول

۳۹: په امانت کي خیانت کول

۴۰: احسان اچول

۴۱: تقدیر درواغ ګڼل

۴۲: د نورو عیبونه پلټل

۴۳: شیطانت یا چغلي کول

۴۴: لعنت ویل

۴۵: وعده خلاقي کول

۴۶: د کاهن او نجومګر تصدیق کول

۴۷: د میړه امر نه منل

۴۸: پر مړه باندي بې اندازې ډیر فریاد او چغي کول…

۴۹: بغاوت او سرکښي کول

۵۰: پر کمزوز زیاتی کول

۵۱: همسایه ته تکلیف ورکول

۵۲: مسلمان ته تکلیف ورکول او بد ورته ویل

۵۳: له خپل بادار څخه د مریې تښتېدل

۵۴: د غیرالله په نامه حیوان حلالول

۵۵: په قصده غلط نسب ښودل

۵۶: جګړه کول

۵۷: له اړتیا پرته د زیاتو اوبو نه ورکول

۵۸: په کچه او تول کي کمي کول

۵۹: د الله جل جلاله له عذابه نه ورېدل

۶۰: د بل د مال غصبول

۶۱: د لمانځه قضا کول

۶۲: د صحابوو (رضي الله عنهم اجمعین) سپکاوی کول

۶۳: له وس سره سم امرباالمعروف او نهي عن المنکر نه کول

۶۴: د دلالۍ په وسیله ښځه بدکاری ته اماده کول

۶۵: تر یادولو وروسته قران کریم هیرول

۶۶: د مېرمني له حقوقو د هغه خاوند منع کول

۶۷: په اور د ژوندي شی سوځول

۶۸: د مسلمان پر خلاف جاسوسي کول

۶۹: عکسونه جوړول

۷۰: علماء او حافظانو بد ګڼل او هغوی بدنامول

۷۱: په وصیت کي بې انصافي کول

۷۲: دوکه بازي او چل کول

۷۳: شاهدي پټول (کله چي بل شاهد نه وي)

۷۴:  د الله جل جلاله د رحمته نا امیده کېدل

۷۵: د مردار سوی حیوان غوښي خوړول

۷۶: د خنزیر د غوښي خوړول

۷۷: د مسلمان غیبت کول

۷۸: په مال کي اسراف کول

۷۹: پر ګناهونو باندي د یو چاسره کومک کول یا يې ګناه کولو ته چمتو کول

۸۰: د خلکو په وړاندي خپل ستر لوڅول

۸۱: غزلي اورېدل او رقص ورسره کول

۸۲: پرتوګ، لنګ او نوري جامې د تکبر لپاره تر بجلکو کښته کول

۸۳: د ګمراهي لور ته خلک بلل یا د ناوړه رسم جوړول

۸۴: د جنګ او جګړي عادت اچول

۸۵: د خلګو پټ عیبونه لټول

۸۶: پر مسلمانانو باندي د شیانو د ګرانولو څخه خوشحاله کېدل

۸۷: د دین په مقابل کي دنیا ته ترجیح ورکول

۸۸: د خپلو ښځو په حقوقو کي برابري نه کول

۸۹: د حیوان سره جماع کول

۹۰: د عالم پر خپل علم عمل نه کول

۹۱: د احسان کونکي ناشکري کول

۹۲: ډوډۍ او خوراک ته بد ویل (د پخولو خرابي پکښي داخل نه دي)

۹۳: مسلمان ته کافر ویل (تر څو د اسلام څخه وتلی نه وي)

۹۴: د حائضې ښځي سره جماع کول.

۹۵: ورقي کول (هره لوبه چي حرمت يې د علماؤ په اتفاق وي، کبیره ګناه ده

۹۶: پخپل لاس سره شهوت پوره کول.

۹۷: غلام خصي کول، اندام ترې پرې کول او سخت وهل

۹۸: یو مسلمان ته په توره یا چاقو د وهلو اشاره کول.

۹۹: و لغړزني هلک ته په شهوت سره کتل

۱۰۰: د یو چا ور کور ته کتل، بې اجازې ور داخلېدل (یعني نامحرمو ښځو ته يې کتل)

ددې څخه پرته نور کبیره ګناهونه هم سته خو د مضمون د اوږدېدو بېره وه نو ځکه نور نسم لیکلای. الله جل جلاله دي په خپل بې سارې رحمت سره موږ ټول مؤمنان د هر قسم ګناهونو څخه وژغوري. آمین

د علامه حافظ شمس الدین محمد الذهبي (رح) د کتاب الکبایر او د مفسر القران مولانا مفتي محمد شفیع (رح) د کتاب (بې خونده ګناهونه) څخه په لنډیز سره.

 رالېږونکی: عبدالله عارف

 منبع:تعلیم الاسلام ولسي راډیو

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: