کامیابه او ناکامه جوړه کومه ده؟

څیړونکو موندلې، چې تر څو د خپل ژوند د ملګرې له سټایل مالومه کړي، چې یو له بل سره څومره کامیاب راتلونکی لري.

کامیابه جوړه: 

د برتانیا تازه څیړنې ښيي، چې که ستاسې د ژوند ملګری/ملګرې له لفظي شخړې، وروسته یو ډول جنسي خواهش او جذبه ولري، دې ډول سټایل ته شخړه حلوونکي یا له شخړو تیریدونکې جوړه ویل کیږي.

دا ډول جوړه یو له بل سره زیاته مینه لري، او یو د بل تکمیلوونکي دي. دوې له شخړې وروسته هم یو له بل سره پوره صمیمي وي، او دا امکان نه لري، چې یو له بله بیل شي.

دوهم سټایل هم پارتنر فوکس یا په مقابل لوري تمر کز دی. که تاسې د خپلې ملګري/ملګرې د خوښۍ او خوشبختۍ په فکر کې يې او هغوې هم همداسې وي، نو تاسې بختور يۍ. ډیر زیات مشترکات لرۍ. د خپل ژوند خوښي مو په ګډه ولمانځئ.

ناکامه جوړه: 

هغه جوړه چې زیات وخت کوښښ کوي، یو بل ملامت ثابت کړي، او یو د بل منفي نقاط په ډاګه کړي، په خپله اړیکه باور نه لري او زیات احتمال دی، چې سره بیل شي.

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب