کار اهل کار ته سپارل- حدیث

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا ضُيِّعَتْ الْأَمَانَةُ فَانْتَظِرْ السَّاعَةَ قَالَ كَيْفَ إِضَاعَتُهَا يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ إِذَا أُسْنِدَ الْأَمْرُ إِلَى غَيْرِ أَهْلِهِ فَانْتَظِرْ السَّاعَةَ.[صحیح البخاری6015]

ژباړه: د ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دئ چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چی امانت ضایع سو نو دقیامت انتظار کوه چا پوښتنه وکړه چی امانت څنګه ضایع کیږی یارسول الله ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چی کار نا اهله ته وسپارل سی نو دقیامت انتظار کوه.

توضیح: حکومت، امارت، ریاست، علم، فتوی، امامت، مشرتوب اوهره سرپرستی هغه امانتونه دی چی تل باید اهل اومستحقو إنسانانو ته وسپارل سی داسی انسانان باید ورباندی مقرر سی چی بیله کوم خیانته، ډګۍ اوسستۍ څخه یې سرته ورسوی.
کله چی ددې اصل خلاف عمل شروع سو او پورته امانت مسئولیتونه نا اهلو إنسانانو ته وسپارل سوه نوپدې باندی پوه سئ چی قیامت را نیژدې سوئ دئ ځکه چی نا اهل ته د مسئولیت سپارلو سره په مځکه کی  هرج او مرج، ګډوډۍ او فساد راپورته کیږی چی دایوه لویه علامه دقیامت ده بالآخره د ښو خلګو کمئ رامینځ ته کیږی او دقیامت راتګ ته زمینه مساعده کیږی.

نوتل باید عموما ټول انسانان دې اصل ته پوره پاملرنه وکړی او دخپلو ټولو چارو لپاره داسی مشران او رئیسان انتخاب کړی چی اهلیت دمسئولیت ولری خائنان، فاسقان او ناکاره خلګ نوی بلکی ریښتینی، معتقد، متعهد او پوه مسلمانان وسی.
پدې کښې ټول مسئولیتونه داخل دی د باچا او امیر څخه شروع بیا تر کښته رتبه رئیس او مدیر پوری ټوله باید ښه خلګ وی.
د بدو خلګو انتخاب او ګمارل د دنیوی او ټولنیزو مفاسدو ترڅنګ د الله پاک قهر اوغضب هم دځانه سره لری.
مولوی نورالحق مظهری

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب