کابل:۳مه برخه نارینه سګریټ څښي

د عامې روغتیا وزارت یوه نوې څېړنه ښيي،چې د کابل ښار درېیمه برخه نارینه استوګن سګریټ څښي.

د دغه وزارت د پلان جوړونې مرستیال احمد جان نعیم پرون له تنباکو سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل، نوې څېړنه یې ښيي،چې  په کابل کې ۳۵ سلنه نارینه،چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو څخه ډېردي،سګریټ څښي.

هغه تنباکو ته د خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو د زیاتې مخ اړونې په اړه اندیښنه وښوده.

سرچینې وویل:ناقنانونه سوداګرۍ تنباکو ته لاسرسی اسانه کړی.

د نړیوال روغتیایي سازمان استازي ریک پیپرکورن له افغانانو څخه وغوښتل،چې د تنباکو پروړاندې مبارزه پخپلو لومړیتوبونو کې راولي.

_ عابدالله عابد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

واسع ویب یوتیوب چینل

د ملاتړ لپاره چینل سبسکرایب او له نورو سره شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



پوهنتون ښوونیز یوتیوب چینل

پوهنتون چینل سبسکرایب او له زده کوونکو سره شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

Back to top button
واسع ویب