ښې نمرې او بایسکل- لنډه کیسه

نجلۍ ډېره خوشاله کورته راغله او خپلې مور ته یې وویل : (( مورې زه بایسکل غواړمه ،کېدای شي یو راته واخلۍ ؟)) .د مور زړه یې مات شو ، خپه شوه خو په مهربانۍ سره یې وویل : (( خامخا ګرانې .یو دانه درته اخلم چې وکولای شې خپلو دوستانو سره ولوبېږې .)) .نیمه شپه هغه وخت چې ټول ویده و ؤ مور د خپل ناروغه مېړه د کټ سره څنګ ته ژړل : (( ولې موږ دومره بېوزلي یو چې نشو کولای ان یو دانه هغه څه چې زموږ لور یې غواړي ، ورته واخلو ؟)).
بېوزلي پلار چې پخوا لا نور هم ناسوبه شوی و ، ژړل .یوه ورځ وروسته نجلۍ غلې خو په خوشالۍ سره یې خپل سبا ناری خوړه .مور یې وړاندې ورغله،وېښتان یې ورته ونازول.موسکا یې وکړه او ویې وی:((ما ټوله شپه فکر وکړ او هوډ مې وکړ چې یو څه وکړم .)).نجلۍ وویل : (( څه ؟)).
مور وویل : (( راځه دواړه ژمنه وکړو .ته ژمنه وکړه چې ښوونځي کې به ښې لس نمرې اخلې ، هغه وخت نو بیا زه هم ژمنه کوم چې درته به بایسکل اخلم .سمه ده ؟)). نجلۍ خوشاله شوه او ویې ومله .
هره شپه به مور د نجلۍ پاڼې کتلې .نجلۍ ‌ېره ښه وړاندې تله .له څو ورځو وروسته د مور پام شو چې وړه لور یې یوازې پوره اته نمرې لري .ډېره خپه شوه چې کوچنۍ نجلۍ یې لکه چې خپله هیله له لاسه ورکړې او نور نو د مور په خبره باور نه لري .دهغې ورځې په سبا مور لاړه چې کور ته سودا واخلي .کله یې چې غوښتل لږې مڼې واخلي ، نو ویې لیدل چې میوه خرڅوونکی د میوو د ښه پر ځای کولو لپاره له یو ډول کاغذ څخه کار اخلي .له دغو کاغذونو څخه یې یو کاغذ د لوستلو لپاره ورواخیست .یو ناڅاپه یې پام شو چې دا لیک د هغې د لور لیکنه ده .له خرڅوونکي څخه یې پوښتنه وکړه :(( تاسو دا کاغذونه له کومه پیدا کړي ؟ )) .خرڅوونکي وویل : (( اوو، مېرمنې .زه یوه کوچنۍ ملګرې لرمه ،هغې مور ته ویلي چې ورته یو بایسکل واخلي او مور یې ورڅخه غوښتي چې ښوونځي کې پوره لس نمرې به اخلي چې بیا ورته بایسکل واخلي .خو له دې کبله چې هغوی بېوزلي دي خپلې د ښو نمرو کاغذونه ما ته راکوي چې کورنۍ یې اړه نشي هغه کار چې نشي کولای ترسره کړي .
مینه ،پوهه،مهرباني او مسُولیت زموږ په عمر ،فرهنګ او زده کړو اړه نه لري .دا باید زموږ د زړونو په تل کې وی .

له انګلیسي منابعو
د یوسف هېواددوست ژباړه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب