ښځه او اسلام

ښځه تر اسلام وړاندې او وروسته

ښځه تر اسلام وړاندې

تر اسلام وړاندې له ښځې سره ناوړه معامله کېده او د يوه بې ارزښته انسان په سترګه ورته کتل کېدل او منل شوی حق يې نه ورکول کېده، دا سمه ده چې د انسان په سترګه ورته کېدل، له نارينه وو سره په حقونو کې برابره نه بلل کېده .

يونانيانو به ښځه يوازې د خوند او ساتېري لپاره رانيوله، په دې اړه (ديموستين) وايي چې : ((موږ ځينې ښځې د خوند لپاره رانيسو، او له ښځينه وو سره يوازې د خپل ورځني ژوند د روغتيا او ساتيري په خاطر ملګرتيا کوو، خو ښځه بيا د شرعي زامنو د درلودلو لپاره رانيسو. ))

او روميانو بيا د ښځې پلار او مېړه ته دا حق ورکړی و، لکه د يوه څيز په شان خپله ښځه او لور هرچا ته خرڅولی شي، خو عربو د ښځې د لېور زوی ته د ميراث حق ورکړی و. فارسيان هندوان هم داسې درواخله .
خو ښځې سربېره پردې چې په هرڅه کې په سپکه سترګه ورته کتل کېدل، خپله چيغه نه شوای پورته کولای، نه چا دا جرات کولی شوای .
دا خو پرېږده چې تر دې ټولو لوی ظلم دا ورسره کېده چې د هرچا په کور کې به نجلۍ پيدا شوه، څو ورځې به بهر نه راوت، او له خلکو به شرمېده، خپلې لوڼې به يې ژوندۍ ښخولې .
خو کله چې اسلام راغی د ښځې مقام يې ارزښتمن کړ او له نارينه وو سره يې برابر حقونه ورکړل.

دا څنګه :

۱/ ټول بشر په اصل کې برابر دی
اسلام په غوڅ دريځ سره ټول بشر ته برابر حقونه ورکړي دي، په اړه يې ډېر اياتونه شته:

{ يا أيها النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً }{ يا أيها النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ } .

۲/ په مصير کې برابرښت
دا چې اسلام وايي ټول بشريت (نارينه او ښځينه) په پای کې خپل پيداکوونکي ته ورګرځېدونکی دی، او په دنيا کې د خپلو اعمالو په اندازه سزا او جزا ورکول کېږي، که نېکبخته ښه سزا که بدبخته و ناوړه سزا، { وَكُلُّهُمْ آتِيهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَرْدًا }{ وَأَنْ لَيْسَ لِلْإِنْسَانِ إِلَّا مَا سَعَى }{ وَأَنَّ سَعْيَهُ سَوْفَ يُرَى }{ ثُمَّ يُجْزَاهُ الْجَزَاءَ الْأَوْفَى }{ فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّي لَا أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِنْكُمْ مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى بَعْضُكُمْ مِنْ بَعْضٍ }{ مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ } .

۳/ د شرعي خطاب په وړتيا کې برابروالی
الله تعالی چې بشر ته خطاب کړی، ښځينه او نارينه دواړه په کې راګډېږي،
{ إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُمْ مَغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا }{ ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِلَّذِينَ كَفَرُوا اِمْرَأَةَ نُوحٍ وَامْرَأَةَ لُوطٍ كَانَتَا تَحْتَ عَبْدَيْنِ مِنْ عِبَادِنَا صَالِحَيْنِ فَخَانَتَاهُمَا فَلَمْ يُغْنِيَا عَنْهُمَا مِنَ اللَّهِ شَيْئًا وَقِيلَ ادْخُلَا النَّارَ مَعَ الدَّاخِلِينَ }

۴/ د قضا پروړاندې مساوات (برابرښت)
همدارنګه ښځه خپل ځانګړی قانوني حق لري د تېري او ظلم پروړاندې د خپلې چيغې پورته کولو حق لري، { يا أيها الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاءَ لِلَّهِ وَلَوْ عَلَى أَنْفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ إِنْ يَكُنْ غَنِيًّا أَوْ فَقِيرًا فَاللَّهُ أَوْلَى بِهِمَا }
رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ډېری داسې ښځې راغلې چې د خپلو دوستانو له خو پرې تېری شوی او رسول الله ته يې شکايت کړی دی، هغه صل الله عليه وسلم يې په حق کې انصاف کړی او د تېري کوونکو لاسونه يې ترېنه لنډ کړي دي .
غوره بېلګه يې دا ده چې يوه ښځه د خپل ورور له خوا له هغه چا سره د واده له کولو منع کړای شوه، چې د دې خوښ و، رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې له خپل وروره شکايت وکړ، په اړه يې دا ايت نازل شو : { فَلَا تَعْضُلُوهُنَّ أَنْ يَنْكِحْنَ أَزْوَاجَهُنَّ إِذَا تَرَاضَوْا بَيْنَهُمْ بِالْمَعْرُوفِ } ، يوه بله چې دې نه غوښتل واده وکړي، پلار يې په زور واده کړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم يې نکاح بېرته غوڅه کړه .

د ښځې او نارينه ترمنځ اسلامي برابرښت

۵/ په کورنۍ کې ښځه برابر حقونه او مسؤوليتونه لري:
اسلام په کورنۍ کې د ښځې لپاره مساوي حقونه او مسؤوليتونه ټاکلي دي، الله تعالی فرمايي:
وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ }، همدارنګه د خپل اولاد په روزنه کې اسلام ښځې ته پوره حق ورکړی دی، او دا يې پر کورنيو چارو پورې اړونده موضوع بللې ده، الله تعالی کوچني ماشوم ته د تي ورکولو په اړه وايي: { فَإِنْ أَرَادَا فِصَالًا عَنْ تَرَاضٍ مِنْهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا } فرمايي : { وَأْتَمِرُوا بَيْنَكُمْ بِمَعْرُوفٍ }

أ‌- د ښځې فکري او ديني حقونه

اسلام دواړو (ښځې او نارينه) ته د تفکير او اعتقاد حق ورکړی دی، بلکې د انسان لپاره يې په يوه کار کې تفکير او نظر ورکول واجب ګرځولي دي، ډېری داسې اياتونه شته چې انسان په ژوندانه کې د الله تعالی د مخلوقاتو په اړه د تفکير او سوچ کولو لپاره هڅوي، الله تعالی فرمايي: { أَوَلَمْ يَنْظُرُوا فِي مَلَكُوتِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا خَلَقَ اللَّهُ مِنْ شَيْءٍ } ، { قُلِ انْظُرُوا مَاذَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ } وقال : { قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانْظُرُوا كَيْفَ بَدَأَ الْخَلْقَ } ، { قُلْ إِنَّمَا أَعِظُكُمْ بِوَاحِدَةٍ أَنْ تَقُومُوا لِلَّهِ مَثْنَى وَفُرَادَى ثُمَّ تَتَفَكَّرُوا مَا بِصَاحِبِكُمْ مِنْ جِنَّةٍ } .
خو د اعتقاد د حق په اړه انسان ته اسلام په يوه چوکاټ کې حق ورکړی او د خپل معتقد د نه بدلولو حکم يې کړی دی، { لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَدْ تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ } ، { أَفَأَنْتَ تُكْرِهُ النَّاسَ حَتَّى يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ } ، { إِنَّمَا أَنْتَ مُذَكِّرٌ }{ لَسْتَ عَلَيْهِمْ بِمُسَيْطِرٍ } الله تعالی له هغو کسانو سره د سختې سزا ژمنه کړې ده چې مؤمنان او مؤمنانې په فتنه کې اچوي او له خپل دين څخه يې ليرې کوي، الله تعالی فرمايي: { إِنَّ الَّذِينَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَتُوبُوا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِيقِ } .

{ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا جَاءَكُمُ الْمُؤْمِنَاتُ مُهَاجِرَاتٍ فَامْتَحِنُوهُنَّ اللَّهُ أَعْلَمُ بِإِيمَانِهِنَّ فَإِنْ عَلِمْتُمُوهُنَّ مُؤْمِنَاتٍ فَلَا تَرْجِعُوهُنَّ إِلَى الْكُفَّارِ } ، { يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِذَا جَاءَكَ الْمُؤْمِنَاتُ يُبَايِعْنَكَ عَلَى أَنْ لَا يُشْرِكْنَ بِاللَّهِ شَيْئًا وَلَا يَسْرِقْنَ وَلَا يَزْنِينَ وَلَا يَقْتُلْنَ أَوْلَادَهُنَّ وَلَا يَأْتِينَ بِبُهْتَانٍ يَفْتَرِينَهُ بَيْنَ أَيْدِيهِنَّ وَأَرْجُلِهِنَّ وَلَا يَعْصِينَكَ فِي مَعْرُوفٍ فَبَايِعْهُنَّ وَاسْتَغْفِرْ لَهُنَّ اللَّهَ } , { يَا نِسَاءَ النَّبِيِّ مَنْ يَأْتِ مِنْكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُبَيِّنَةٍ يُضَاعَفْ لَهَا الْعَذَابُ ضِعْفَيْنِ وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا }{ وَمَنْ يَقْنُتْ مِنْكُنَّ لِلَّهِ وَرَسُولِهِ وَتَعْمَلْ صَالِحًا نُؤْتِهَا أَجْرَهَا مَرَّتَيْنِ } .
د اسلام له راتګ سره ښځې هم مسلمانې شوې، هجرت يې وکړ، خپل کافر مېړه، پلار او ټول دوستان يې پرېښودل او هجرت يې وکړ، ام حبيبة د ابي سفيان لور مسلمانه شوه او هجرت يې وکړ، سره له دې چې پلار يې د کفارو له مشرانو څخه و، د دې مېړه هم مرتد و، خو دا پر خپل اسلام ټينګه ودرېده .
همدارنګه، الخطاب لور فاطمه تر خپل ورور عمر وړاندې اسلام راوړ، د عمر د مسلمانېدو سبب هم د ده خور شوه .
د عقبه بن ابي معيط لور امّ کلثوم، چې د کورنۍ ټول غړي يې مشرکين وو، مسلمانه او بيا مهاجره شوه او داسې نور . ..

حماد حليمي

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: