ښوونه او روزنه څه ته وايي؟

د ښوونې او روزنې ډګر پوهانو ښوونه او روزنه په بېلابېلو بڼو تعریف کړې ده، یو شمېر پوهان ښوونه او روزنه د پخوانیو خلکو د فرهنګي میراث انتقال، روزنه او پراخوالی بولي. ځینې په یو فرد کې د ټاکلو صفتونو او وړتیاوو وروستنی حالت بولي. نور یې په فرد کې د پټو استعدادونو او یا د فرد وړتیاوو او استعدادونو لمسون او تحریک بولي.

یو شمېر پوهان ښوونه او روزنه په یوې ټاکلي ټولنې کې د ژوند لپاره. د یو فرد چمتو کول او له ځانګړو عقایدو، افکارو، دودونو او ادابوسره بلدول بولي. نن د سترو پوهانو له خوا د ښوونې او روزنې د ماهیت په اړه ګټور نظریات رامځته شوي، چې دلته یې د ځانګړي اهمیت له مخې یادونه کوو.

ځینې پوهانو ښوونه او روزنه د فرد د بېلابېلو ، یعنې بدني، عقلاني، عاطفي، ټولنیزو کاري، معنوي او اخلاقي اړخونو او لورو لارښوونه بولي.

د اسلامي معارف له پلوه د ښوونې او روزنې هدف د یو بشپړ انسان پالل دي. بشپړ انسان هغه څوک دی چې د فرد ټول یاد شوي اړخونو یې د وړتیا تر کچې وده او تکامل کړی وي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب