کورنۍماشوم او اولاد روزنه او پالنه

ښه روزنه او پر ټولنه يې اغېز

ښوونه او روزنه:

يوه ځمکه چې وچه، شاړه او بې کرهنې پرېښودل شي، اوبه ځان نه پرې ټينګوي ، ازغي او ترخه بوټي ورباندې راشنه شي چې  پرته له سوځولو بل هيڅ ګټه يې نه وي او بله ځمکه چې ماهر کروندګر يې پاکه او اباده کړي، تخم پرې وشيندي، زرغونه شي، د ګلانو او مېوو ښکلی او سمسور بڼ را وټوکوي او هر چاته يې ګټه رسېږي.

وَ تَرَى الْاَرْضَ هَامِدَةً فَاِذَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَآءَ اهْتَزَّتْ وَ رَبَتْ وَ اَنْۢبَتَتْ مِنْ كُلِّ زَوْجٍۭ بَهِيْجٍ۰۰۵ [الحج: ۵]

ژباړه: او ته خو ځمكه وينې چې وچه شاړه ده، بيا چې كله اوبه ورباندې راتويې كړو نو وخوځيږي، را ډډه شي او له هر ډول تاندو شنېليو نه راوټو كوي.

د ټولني افراد همداسې مثال لري، کوم  خلک چې د ښوونې او روزني دنده په غاړه لري، که په خپل مسؤليت کې سستي وکړي، په ښه توګه يې تر سره نه کړي او د ټولني د روزنې او پرمختګ لپاره هلي ځلي ونه کړي؛ نو وګړي يې بد خويونه خپل کړي، په اخلاقي ناروغۍ او ناوړه کړنو اخته شي او لکه تريخ بوټي او ازغي  له ضرر پرته بله ګټه يې نه وي.

د افرادو سالمه  روزنه هغوی ته کامل ژوند ور په برخه کوي، روحي او جسماني روزنه يې کوي، چې بيا د ټولني د يو کامل شخص په توګه خپل مسؤليت تحمل او تر سره کولی شي. ښه روزنه د ژوند راتلونکې ده، د کاميابۍ او ناکامۍ بنسټ دی او څوک چې په ژوند کې ښه روزنيزه تګلاره ولري همدا يې د دنيا او اخرت نېکمرغي ده.

هوښياران وايي: څلور نعمتونه که د چا په نصيب شي د مرګ پر وخت دې د هيڅ شي ارمان نه کوي: په ماشوم توب کې ښه روزنه، په ځواني کې پر نفس حاکميت، په پاخه عمر کې رښتونولي او په بوډاتوب کې نېکه مشوره.

کومو ولسونو چې ار تقا کړې او د ژوندانه بېړۍ يې د بريا تر ساحله رسېدلې ، هغوی تل د خپلې ټولني د افرادو تربيت او روزنه د ژوند لومړنی قدم او اساسي موخه ګرځولې.

 دا خبره هم بايد له پامه ونه غورځو چې روزنه د ټولني د فرد هر ډول کړنو ته شامليږي، او تعليم د روزني له وسائلو څخه يو دی. دا چې څنګه کولی شو په ولس کې ديني روحيه عامه کړو او د ټولني مهم او ځوان قشر په زړونو کې ديني او اخلاقي نورمونو ته وده ورکړو، لومړی بايد د تربيې موخه و پېژنو، او بيا د يوې پياوړي تګلاري له مخې خپل روزنيز پلان پر مخ بوزو.

د تربيې موخه:

تر هرڅه مخکې لازمه ده چې د تربيې اصلي موخه په دقيق او واضح ډول وپېژنو ترڅو هغه وسائل لاس ته راوړ چې په مټ يې دغې موخې ته رسېدلی شو. او که اصلي غايه معلومه نه کړو نو موږ به ولس پر يوې مجهولې لاري بيايو چې نتېجه يې بې لاري او يا هلاکت دی … او بايد همدا موخه داسې پراخه او شامله  وي چې ټول امت پکې پرته له کوم تبعيض او توپير په يو ډول برخه ولري؛ ځکه د تربيې موخه که يوه نه وي ولس په بېلا بېلو ډلو وېشل کيږي اود دې پرځای چې زموږ هڅې يوځای تمرکز ونيسي په مختلفو اړخونو کې به بوخت وساتل شي او که داسې شي ولس به هيڅکله خپلې اصلي موخې ته ونه رسېږي.

نن اسلامي نړۍ په ځانګړي توګه زموږ کړېدلی ولس له داسې ناوړه انفرادي، ټولنيزو، او سياسي شخړو سره لاس وګرېوان او فکري زوال کې را ګير دی چې تر دې دمخه يې ساری نه دی ليدل شوی، هر مسؤل کس بايد د ولس دغو ناخوالو ته په کتو د يو ګډ تربيتي پلان له مخې د اسلام ټولنيز او مثالي ژوند په رڼا کې د دوی اخلاقي او اجتماعي ستونزي حل کړي ، په زړونو کې يې د اسلامي مينې او غيرت تخم وکري او دماغ کې يې د اسلام له افراط او تفريط څخه پاکي تګلارې ته وده ورکړي.

اسلام انسان دېته هڅوي چې د اخرت تل پاتي ژوند لپاره توښه چمتو کړي او ورسره د دنيا يې ژوند ګټي تر لاسه کول هم له هېره نه باسي. الله تعالي فرمايي:

وَ ابْتَغِ فِيْمَاۤ اٰتٰىكَ اللّٰهُ الدَّارَ الْاٰخِرَةَ وَ لَا تَنْسَ نَصِيْبَكَ مِنَ الدُّنْيَا  [القصص: ۷۷]

ژباړه:  او په هغه څه (مال) كې چې الله دركړي، د اخرت كور ولټوه او په دنيا كې دې هم خپله برخه مه هېروه.

اسلام يوازې دنياوي عملي تربيه نده لکه د يونانيانو چې وه او نه هم د بني اسرائيلو محض ديني تګلار ده ، اسلام د دواړو ترمنځ يوه اجتماعي ټولنه ده چې د ژوند هر اړخ  ته ځانګړي لارښووني لري؛

نو په لنډو ويلی شو چې د اسلامي تربيې موخه:

۱. د خلکو په زړونو کې د اسلام مينې ته وده ورکول.

۲. په ژوند کې د کاميابۍ لاري چارې لټول.

۳. له ديني او دنيوي مصلحتونو دفاع او پر هغو غيرت کول.

۳. په دقيقه توګه هر فرد ته خپل مسؤليت په ګوته کول.

۵. د ټولني هر فرد ته فکري استقلال ورکول ترڅو يې پرته له تقلېدي کړنو يوازې اسلامي فکر په دماغ کې ځای ونيسي.

د اسلام روزنيزي تګلاري سره سم بايد هر فرد ته هغه وسائل او لاري چاري ولټول شي چې دغه اساسي موخې تر لاسه کړی شي.

 د ټولني په اصلاح کې ډېر عوامل شته چې تر ټولو مهم يې: کور، مدرسه، ملګری او چاپير يال دي، غواړم د الله تعالی په مرسته د هر يو رول او ارزښت پرخپل ځای په تفصيل سره بيان کړم.

کور د ماشوم د روزني لومړنۍ مدرسه

د مور غېږ د ماشوم د روزني لومړنۍمدرسه ده، ماشوم نړۍ ته له را تلو وروسته په لومړي ځل خپل  مور پلار او کورنۍ ويني، او د هغو له کړنو، ناستي ولاړي او خويونو څخه مواد کاپي کوي، له درې بيا تر پنځو کلونو په عمر د ماشوم فکري کڅوړه تر بل هر وخت خالي وي، څه چې له پلار او مور څخه اوري او يا ويني هغه ځان سره خوندي کوي، چې له همدې ځايه دی مثبت او يا منفي وروزل شي.

هره کورنۍ د خپلو ماشومانو د روزنې مسؤله ده، که ماشوم ته داسې چاپېريال چمتو کړي چې د ده د ښې روزنې لامل ګرځي؛ نو اولادونه  به د خپل مور او پلار له هېلو سره سم وده کوي ؛ ځکه  نو مور او پلار بايد د ماشوم ورځني کړه وړه په دقيقه توګه و څاري، او په ورين تندي او خوږه ژبه يې نېمګړتياوې اصلاح کړي ، تل داسې توري ورته وکاروي چې دوی ته روحي ډاډ ور وبښي او په زړونو کې يې مېنه وکري، او که کورنۍ د ماشوم کړنو ته هيڅ پام نه کوي او په بې پروايي سره يې خپل سري پرېښي وي؛ نو پړه به يې يوازې پر مور و پلار او د کورنۍ پر مشرانو غړو وي.

امام غزالي رحمه الله وايي: “ماشوم  مور او پلار ته خدای ور کړی امانت دی، پاک زړه يې يو ساده جوهر دی چي له هر ډول نقش او انځور څخه خالي دی، او هر شي ته ميلان کوي، که په زړه کې يې خير ور واچول شي، پوهه کړل شي او ښه تربيه شي ؛ نو مور او پلار او ښوونکی به يې په دنيا او اخرت کې نېکمرغه وي او که زړه کې يې شر ور واچول شي او يا د حيواناتو په څېر مهمل پرېښودل شي نو بد بخته او هلاک به شي او مسؤليت به يې ټول د سرپرست په غاړه وي.

نبي عليه السلام وايي: ” ما من مولود إلا يولد على الفطرة ، فأبواه يهودانه أو ينصرانه أو يمجسانه ” [البخاري کتاب الجنائز: ۱۳۳۰]

ژباړه: هر ماشوم پر اسلامي فطرت پيدا کيږي خو مور او پلار يې يهودي ، نصراني  او يا مجوسي کړي.

اوس چې د ماشوم په روزنه کې کور دومره اغېز لري؛ نو بايد کورني ژوندې کې ټول هغه څه په کار واچول شي چې ماشوم ته ديني او اخلاقي روحيات ور کوي.

د کورنۍ د روزني لپاره څو مهمي لارښووني:

لومړی: مېرمنو ته بايد د اسلامي تعليماتو تر لاسه کولو لپاره ښه چاپېريال چمتو شي، مدرسې ورته جوړې شي، او په هغو کې د دوی له اړتيا سره سم ديني علوم رائج کړل شي ، او د هغو مېرمنو فضائل او حالات ورته بيان شي چې په ديني روزنه کې ضرب المثل دي ، لکه: اسماء بنت ابي بکر، صفية بنت عبدالمطلب، سکينه بنت ازور او … او…

نن زموږ په ټولنه کې د نجونو مدرسې د ګوتو په شمېر دي، او کوم تعليمونه چې ورته چارواکو چمتو کړي  په هغو کې د دوی د اخلاقي او ديني روزني مضامين د نېشت برابر دي، په نصابونو کې يې هغه مضامين درس کيږي چې مېرمنو ته تر اړتيا زيات دي، مېرمن چې د ټولني بنسټ دی بايد اخلاقي روزنې ته يې تر هرڅه لومړی توب ور کړل شي، په مدرسو او ښوونځيو کې ورته داسې چاپيريال چمتو شي چې دوی په ديني روحيه و روزي.

زموږ په ښونځيو کې اوس نجونو ته پردۍ ژبه، پردی ثقافت او قانون ور ښودل کيږي، او په دې نه وي خبره چې اولاد څنګه روزل کيږي، کورنی ژوند څنګه پرمخ بېول کيږي، د ماشوم په اخلاقي روزنه نه پوهيږي، او نه هم د کورني ژوند اصول ورته معلوم وي، او يا يوازې پر تقليدي او رواجي کړنو بسنه کوي.

که مور اصلاح شي نو زوی به يې په کامله معنی نر وي، که تاسو د سترو خلکو تاريخ وګورئ د هغوی د ژوند راز دا دی چې همدا عظمت، غوره اخلاق او بنيادي روزنه  يې مېندو ور کړې وي.

مور د ټولني بنسټ دی، مور د نړۍ استاذه ده، مور که په يوه لاس ځانګو ځنګوي په بل لاس نړۍ ځنګوي، د مور پر ځنګنو ډېر نبيان او پوهان روزل شوي، مور د رازونو خزانه ده، د دې لپاره چې موږ کورنۍ اصلاح کړو لومړی بايد مور اصلاح کړو چې د کورنۍ روح او اساس دی.

دويم:  مور او پلار بايد کوښښ وکړي  د اولاد لپاره ځان په ديني شعائرو، سپېڅلتيا او شرعي احکامو کې يوه غوره نمونه وګرځوي، د اولاد تر مخ دې لمانځه ته ډېره پاملرنه کوي، د نبيانو کيسې او د نېکانو خلکو ښه خويونه دې ورته بيانوي ترڅو يې په زړونو کې د نبيانو، صحابه وو او نېکانو خلکو مينه ځای ونيسي او خپل مور او پلار او نېکان خلک د ځان لپاره د ژوند غوره نمونه وګرځوي.

دريم: مور او پلار دې اولاد له خپلو سترګو نه  پناه کوي، او په هر مناسب وخت کې دې اولادونو ته ديني روحيه او اسلامي شعور ورکوي، دوی ته دې د اسلام عظمت، د دين ګټي او اسرار ، د  نېکانو او اتلانو کيسې بيانوي، ځان سره دې جومات او ديني مجلسونو ته بيا يې، د الله تعالی وېره او له هرې پېښې عبرت اخيستلو ماده دې د دوی په زړونو کې ور اچوي او ځيني سورتونه او حديثونه دې ورباندې يادکړي.

   څلورم: مور او پلار دې خپلو اولادونو لپاره په کور کې ځيني کتابونه ساتي، ځکه په دې سره د ماشومانو زړونو کې د مطالعې ليوالتيا پيدا کيږي او له علم سره مينه يې زړونو کې ځای نيسې. که ماشوم کوم کتاب بې ځايه کړي او يا د لوستلو چل نه ورځي له هغو دې نه منع کوي او نه دې تهديدوي. د ماشومانو لپاره تر ټولو غوره د اسلامي کيسو کتابونه دي، ځکه چې دا يې زړه کې اسلام سره مينه زياتوي او په دې هکله د صحابه وو، تابعينو او علماوو کيسې ډېرې ګټوري دي.

هر کور بايد د اسلامي کتابونو لپاره يو کتابتون ولري که څه هم  ډېر کوچنی وي، په کور کې شته دوا خانه کې چې د بدن درملنې لپاره دارو درمل ساتل ضروري دي همداسې د عقلونو د اصلاح لپاره کتابتون کې کتابونه ساتل هم ضروري دی.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: