ژوند راز

ژوند او هېلې!

کله، چې تېر ژوند ته ځيرشم او دا پوښتنه مې د فکر پردې وخوځوي چې د ماشومتوب پرمهال به مې لومړنۍ هیله او ارمان څه ؤ؟! ګڼ ارمانونه او خاطرې مې یاد ته راشي. دا راته سخته شي او نشم کولای هغه هېله او ارمان چې د لومړي ځل لپاره مې په هغه د کېنو، کرکو او دښمنیو نه لرې د کوچنیتوب په سپیڅلې او عاطفي دنیا کې کړې وي؛ کومه هېله او ارمان به وي؟!
ژوند له هېلو او هېلې له ژوند سره تړلې دي. بې هېلو ژوند تش کالبوت دی.
خو دا هېلې او ارمانونه بیا په خپل ځای ډېر توپیر سره لري، ځینې هیلې د ژوند په یوه پړاو او وخت پورې اړه لري او ځینې یې هم بیا د ژوند په بله مرحله پورې.
چارلي چاپلین وایي: کله چې ماشوم وم د مور ترڅنګ به ویده کیدم، او هره شپه به مې یوه هیله او آرزو کوله؛ چې تر ټولو ستر ښار ته ولاړ شم او هلته لوبې وکړم .
ویل به یې : بیایم دې خو په دې شرط چې اوس ویده شي.
یوه شپه مې ترینه وپوښتل، کله چې لوی شم خپلو هیلو ته مې رسیږم؟
ویې ویل: رسیږې، په دې شرط چې ویده شې.
هره شپه په دې خوښۍ ویده کېدلم، کله چې لوی شوم هیلې مې وړې شوې؛ پرون شپه مې مور په خوب ولیده.
ویې پوښتل: اوس هم وړاندې تر ویده کېدو د خپلو هیلو او آرزو ګانو په هکله فکر کوې؟
ومې ویل: د شپې خوب نه راځي!
ویې ویل: کومه هیله ده چې خوب ته دې نه پریږدي؟
ومې ویل: چې ته دلته واوسې، نوره هیڅ هیله او آرزو نه لرم.
ویې ویل: هڅه کوم چې خوبونو ته دې درشم، په دې شرط چې ویده شې !!!
واقعیت هم همدا دی، ګڼ شمیر خلک بې شمیره هېلو پر مخه کړي وي او کله خو د هېلو دا سیلاب دومره توند او پراخه وي چې له ډېرو انسانانو څخه د ژوندانه شته خوندونه او رنګونه هم هېرکړي.
چارلي چاپلن د خپل زړه درد څرګند کړی، هغه درد چې تر مرګه به له ده سره وي او ترینه کړېږي به. چارلي خپلې مور ته په خوب کې وایي: چې ته دلته واوسې هېڅ هېله او ارزو نه لرم.
او دا هغه هېله او ارمان دی چې ډېر کلونو نوموړی دې هېلې او امید ته رسیدلی ؤ، نو که له یوه لوري بې هېلو ژوند بې رنګه وي، خو له بلې خوا ډېرې او ګڼې هېلې ژوند پیکه او بې خونده کوي.
او بل دا انسان چې څومره لویږي، هېلې یې هغومره کوچنۍ کېږي او کله ناکله خو د وخت په تېریدو سره خپلو تېرو هېلو ته په کتلو سره سړی حیران پاتې شي، خو دا د وخت غوښتنه وي او باید همداسې وي، ځکه چې ماشومان نه‌شي کولای سترې هېلې او ارمانونه ولري!
ولی د حیرانۍ خبره داده چې ګڼ شمیر کسان تر لوېدو وروسته هم په دومره کوچنیو او وړو هېلو کې را ایساروي چې هېڅ د منلو او باور کولو وړ نه وي.
نو ویلای شو چې هېلې ژوند ښایسته کوي، هېلې او امیدونو انسان ته له غمونو سره د مقابلې توان وربخښي او همدا هېلې دي چې انسانان د ژوند د درنو پیټو اوچتولو او وړلو ته هڅوي.
انسان ته په کار ده چې نه هم دومره وړې هېلې ولري چې وروسته بيا د پښیمانۍ احساس وکړي او نه هم دومره ګڼې هېلې چې د شته او روان ژوند خوندونه او رنګونه ترینه هېرکړي او وروسته بیا په روان ژوند پسې اوښکې تویې کړي او په دې توګه خپل شته فرصتونه له لاسه ورکړي.

لیکوال: رحیم الله حریفال

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: