ژمي کې ساړه وهلو د مخنیوي ساده لارې چارې

 

د سړو لومړۍ ورځې چې کله راشي نو ځینو مکروبونو ته هم د خوځښت زمینه برابریږي او ځان ښودنه کوي.

نو وړاندې تر هغه چې مکروبونه ستاسو پر بدن برید وکړي له ځینو خوارکي توکو ګټه واخلئ او خپله روغتیا ورسره ډاډمنه کړﺉ.

د وجود پیاوړتیا او مقاومت د ویروسونو او مکروبونو په وړاندې ډېر مهم بلل کیږي.

بکتریاوې، ویروسونه او نور مکروبونه چې د ناروغیو لامل کیږي د بدن بهرني دښمنان دي خو بیا د بدن غیر عادی یا غیر نورمالې او سرطاني حجرې د بدن داخلي دښمنان ګڼل کیږي.

د بدن د خوندیتوب سیستم یوه ځانګړتیا هم دا ده چې د بهرنیو مایکرو ارګانیزمونو جوړښت په یاد ساتي.

کله چې د ویروس په شان یو مایکرو ارګانیزوم وجود ته ننوځي نو بدن یې په وړاندې مقاومت ښيي او د مخنیوي لپاره یې ځانګړي مواد ترشح کوي.

اوس پوښتنه پیدا کیږي کله چې بدن د بهرنیو دښمنانو په وړاندې داسې تیاری لري نو ولې ناروغ کیږو؟

په ځواب کې یې ویل کیږي کله چې یو مکروب بدن ته ننوځي تر هغه چې د بدن دفاعي سیستم خپل عکس العمل ښيي او د هغه دفاع کوي یو څه ځنډ رامنځ ته کیږي.

دغه مایکرو ارګانیزومونه هم له دې وخته ګټه اخلي او د بدن پر حجرو برید کوي او له منځه یې وړي.

په اصل کې د ناروغۍ شدت او ډېروالی د بدن په دفاعي حالت پورې تړلي دي.

د ناروغۍ زیاتېدل، سرطاني او نورې ناروغۍ هغه مهال ډېر پرمختګ کوي چې ویروسونو او یا مایکرو ارګانیزمونو د بدن دفاعي سیستم کمزوری کړی وي. یا هم خواړه مناسب نه وي، بل دا چې کیدای شي ناروغ کس زوړ شوی وي.

په دې برخه کې د خوښۍ خبره دا ده چې یو شمېر انتي بیوټیک ځینې ناروغۍ او مکروبونه یې له منځه وړي.

خبر دا ده چې څنګه پیاوړی بدن لرلای شو؟

د خوړو یو سالم رژیم چې بېلابېل خوراکي توکي پکې کارول شوي وي، د بدن د دفاعي سیستم د پیاوړتیا په برخه کې معجزې ته ورته وي. که ښه خواړه خورﺉ نو اړتیا نشته چې په بشپړونکو خوړو پسې ځان ستړی کړی.

که غواړﺉ چې د بدن دفاعي سیستم مو پیاوړی وي او په زکام یا ریزش اخته نه شي نو لاندې ټکي په پام کې نیسی:

ډېر پروتین لرونکي خواړه وخورﺉ:

پروتین د بدن د خوندیتوب سیستم د پیاوړي کولو لپاره اړین دی. د برید کوونکو مکروبونو په وړاندې د بدن د ساتنې لپاره یې بیلابیلې بڼې اړینې دي دغه راز د غفوني کیدو مخنیوی هم کوي.

زموږ په ورځنیو خوړو لکه غوښې، هګیو، چرګانو، کبانو، حبوباتو او نورو کې په کافي اندازه پروتین شته.

غوړ اسیدونه:

غوړ اسیدونه د ځینو مکروبونو مضرو اغیزو په وړاندې ښه عمل کوي.

غوړ اسیدونه د بدن د خونديتوب سیستم پاروي، چې دوی بیا د برید کوونکو حجرو سره د مبارزې او د هغو د له منځه وړلو دنده پر غاړه لري.

کبان، غوځاڼ( چارمغز) ، زیتون او داسې نور بدن ته غوړ اسیدونه رسوي.

ویتامین E:

ویتامین E په نباتي غوړیو. بادامو، خستې، غلو او یو شمیر نورو خوراکي توکو کې په پریمانه توګه پیدا کیږي او د انتي بادي د تولید په برخه کې ډیره مرسته کوي.

ویټامین C یا ځواکمونکی ویټامین:

دغه ویټامین د کولاجنونو له تولید سره مرسته کوي او د وینې د رګونو دیوالونه ځواکمنوي.

دغه راز د خوندي کونکو حجرو د پارولو دنده هم لري. ویتامین سي کولای شي د سړو وهلو ( ریزش) موده لنډه کړي.

سره دلمه مرچ، سره رومي بانجان، کیوي د ویتامین C ښې سرچینې بلل کیږي.

ویټامین A :

ویټامین A له مکروبونو د بدن په خوندیتوب او ساتلو کې کلیدي رول لري. دغه ویټامین په ځکر، کبانو، غوړو شیدو، پنیر، کوچو او د چرګو په هګیو کې ډېر لیدل کیږي. دغه راز په نارنج او ګازرو کې هم ښه ډېر شته.

زینک:

په وجود کې د زنک کموالی د ټپونو او ناروغیو د رغېدو د ځنډ لامل کیږي.

زېنک د بدن دفاعي سیستم په پیاوړي کولو کې ډېر مهم بلل کیږي. زېنک په سمندري خوړو، غوښو، د الوتونکو په غوښو او ځکر کې ډېر شته.

باید یادونه وکړو چې د چرګو په هګۍ، شیدو، لوبیا، وچو مېوو او غلو دانو کې هم زېنک شته.

خو باید دېته هم پام وشي چې په خپل سر د زېنک لرونکو خوړو ډېر خوړل په بشپړه توګه سرچپه یا برعکس اغېز لري او د بدن د خوندیتوب یا دفاعي سیستم زیانمنوي.

اوسپنه:

اوسپنه په بدن کې د نورو دندو تر څنګ حجرو ته د آکسیجن رسولو مهمه دنده هم پر غاړه لري.

که غواړئ چې په کافي اندازه وسپنه جذب کړئ نو د چرګو هګۍ، ځګر او حبوباتو ته په خپلو خوړو کې ځای ورکړی، په تازه مېوو کې د مڼې خوړل هم مه هېروئ، چې د وسپنې ښه سرچینه بلل کیږي.

پام مو وي چې بدن مو د وسپنې له کمښت سره مخ نه شي چې د سر خوږ به درته پیدا شي.

هوږه او پیاز:

د هوږې او پیازو په جوړښت کې د ګوګړو تیزاب شته چې بدن ته زیان رسوونکو انزایمونو په مخنیوي کې مهم رول لري. په خپلو ورځنیو خوړو کې د پیازو او هوږې کارول مه هېروئ.

انګور:

انګور په خپل جوړښت کې قوي انتي اکسیدانونه لري چې د بدن د خوندیتوب سیستم ځواکمنوي او تر زیاته حده ناروغۍ ستاسو څخه لېرې ساتي.

شین چای:

شین چای په خپل جوړښت کې د EGCG په نوم انتي اکسیدانت لري چې د سرطاني حجرو د ودې په مخنیوي کې ډېر مهم بلل کیږي. شین چای نورې ګټې هم لري چې له هغې ډلې د خپګان او چاغښت مخنیوی یادولی شو.

او باالاخره ورزش:

هر هغه څه چې موږ یې غواړو په خوړو کې نشته، بلکې باید ورزش هم هېر نه شي. ګڼو څېړنو ښوولې چې ورزش د بدن خوندیتوب سیستم پیاوړی کوي.

په تېره بیا هغه کسان چې عمر یې مخ په لوړېدو وي باید د بدن د خوځښت په فکر کې واوسي.

اړینه نه ده چې دروند یا هم مسلکي سپورت وشي، بلکې هر څوک کولای شي چې پلی وګرځي، لامبو ووهي او بایسکل وځغلوي.

سپورت وکړئ چې روغ پاتې شئ.

ليکوال: خوشحال تایب

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب