ډېر یخ او ډېر ګرم خواړه مه خورئ!

ډاکټران وایي، خواړه بايد تر خوړلو مخکې د اړتیا په اندازه ګرم شي. څومره چې د تودوخې له اړخه خواړه معتدل وي، هغومره پر معدې فشار کمېږي او د درد مخنیوی کېږي.

په هر څه کې تعادل مراعاتول د انسانانو په ګټه دي، ان که د خوړو په یخوالي یا تودوالي کې هم وي. متخصصین وایي، د ډېرو یخو خوړو خوړل انسان د هاضمې د سیسټم پر ناروغيو اخته کوي. دوی وایي ډېر ځله لیدل شوي چې زیاتره کسان د ډېرو یخو اوبو او یخو نوشابو تر څښلو وروسته د خېټې له درد سره مخ کېږي.

ډېری کسان بیا د تودو خوړو په خوړلو روږدي دي، چې دا هم پر معدې د فشار او درد لامل کېږي. د دې لپاره چې په معده کې د خوړو هضم په سم ډول ترسره شي، خواړه باید نه ډېر ګرم او نه هم ډېر یخ وي.

دغه راز ډېر ګرم خواړه د مرۍ او معدې د سرطان لامل کېږي. که د یخو او ګرمو خوړو د خوړلو تر منځ واټن کم وي، غاښونو ته چې د هاضمې سېسټم اړینه برخه ده، زیان رسوي. په یوه وخت کې د ګرمو او یخو خوړو خوړل د غاښونو په مینا کې درزونه پیدا کوي چې په پایله کې د غاښونو د له منځه تلو سبب کېږي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب