ډېر غوړ خواړه دماغ له منځه وړلی شي

په امریکا کې یوې نوې څېړنې ښوولې ده، چې ډېر غوړین خواړه نه یوازې د وزن ډېرېدو لامل ګرځي، بلکې دماغ کمزوری او له منځه وړلی شي.

د جورجیا پوهنتون د طب پوهنځي څېړونکو پخپله یوه څېړنه کې ویلي، د ډېرو غوړو خوړو له کبله د وزن زیاتوالی د عصب په نامه شبکه له منځه وړلی شي.

دوی وايي، دغه شبکه د دماغ له حجرو او پر هغوی له اغېز سره ټینګه اړیکه لري، چې بالاخره د انسان د زده کړې او یادولو مهارت کمزوری کوي.

څېړونکو ویلي، لومړۍ څېړنه یې پر دوه ډلو موږکانو کړې ده، یوې ډلې ته یې داسې خواړه ورکړل، چې ۱۰ سلنه غوړ پکې وو، خو بله ډله یې په داسې خوړو ماړه ساتل، چې ۶۰ سلنه غوړ وو.

دوی وايي، له کور بهر چټک خواړه تر ډېره حده غوړ لري.

your ads

د دواړو ډلو موږکانو د وزن، انسولین، د وینې خوږالی له ۴ تر ۱۲ اونیو پورې څارل کېدل.

کله چې څېړنه پای ته ورسېده، څېړونکو ومونده، هغه موږکان چې ډېر غوړ خواړه یې خوړلي وو، نه یوازې ډېر چاغ شوي وو، بلکې د دماغ عصبي شبکې یې هم کمزورې شوې وې.

څېړونکي وايي، په بدن کې ډېر غوړ د داسې مزمن التهاب لامل ګرځي، د جسم پر مصونیت ناوړه اغېز کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان وروستۍ شمېرې ښيي، چې په ګرده نړۍ کې نژدې ۱٫۵ میلیارد بالغ انسانان د بدن د وزن له ستونزو کړېږي، او په ۲۰۱۰ کال له پنځه کلنۍ د ټیټ عمر درې میلیون ماشومان د وزن د ډېرېدو له کبله سخت ځورېدل.

 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب