کاري ژوند او مدیریت

ډلییز کار کې د واک وېشنه

[د ډله ايز کار اړوند قيادي مهارتونو په لړ کې مو په تيرو دوو ګڼو کې د کاري ډلې د اهميت، د جوړونې د چل او ورپيښيدونکو ستونزو او حل لارو په هکله معلومات وړاندې کړل. په دې ګڼه کې به په دې وغږيږو چې د يوې کاري ډلې د مشر په حيث څنګه ځان له اضافي بارونو اوزګار او خپل ټول پام يوازې هغو ډيرو مهمو کارونو ته واړوو؟]

ليکنه: دکتور ابراهيم الفقي
ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان

واک وېشنه هغه تر ټولو مهم او تر ټولو خطرناک مهارت دی چې يو فعال قائد يې بايد خامخا وکاروي.
اهميت يې په دې کې دی چې دا له ځينو هغو بوجونو څخه چې د قائد اوږې يې درندې کړې وي، د اوږو سپکولو او پر ځای يې يوازې حساسو او ډيرو مهمو کارونو ته د پام اړونې لاره ده.
خطرناکتوب يې په دې کې دی چې که دا مهارت په ناسم ډول وکارول شي، کاري ډلې يا مؤسسې ته په ستر تاوان تماميدلی شي!
همداراز واک وېشنه په مؤسساتو او شرکتونو کې دوه اړخيزه وسله ده، داسې چې ځينې مديران يې له خپلې غاړې څخه د پرتو مسؤليتونو د ليرې کولو او ان له ځان څخه د ناکامۍ د ايسته کولو او د بل پر غاړه د اچولو له پاره کاروي، او ځينې يې ټاکل شويو اهدافو ته د رسيدنې  په تکل د ډلې د هڅونې او روزنې د يوې حياتي نقش لوبوونکې مهمې وسيلې په توګه کاروي.

تفويض يا واک وېشنه څه ته وايي؟

نورو کسانو ته د مدير يا قائد له خوا د ځينو خپلو واکونو يا ورسپارل شويو دندو داسې ليږدونې ته وايي چې ګومارل شوي کسان مدير ته له رجوع کولو پرته د خپلواک تصرف او پريکړې کولو واک ولري.
مګر کله چې کومه تيروتنه رامينځ ته شي، پړه به يې د مدير په غاړه وي ځکه چې نورو ته د ځينو واکونو يا کارونو له ورسپارلو سره سره مسؤليت لا هم د مدير پر غاړه دی.
د واک وېشنې له ډيرو مهمو قاعدو څخه يوه دا ده چې: واک وېشنه مسؤليت نه ختموي!
ويلی شو چې واک وېشنه د ادارې له بڼو څخه يوه بڼه ده او چې په مثبت ډول وکارول شي، مشرانو او کشرانو دواړو ته ګټورې پايلې لري او کشرانو ته د دې وړتيا ورکوي چې خپلې اداري او قيادي وړتياوې په غوره او بشپړه توګه راڅرګندې کړي.

ځينې ولې د واک وېشنې په ګټورتوب باور نه لري!؟

د واک وېشنې پر ګټورتوب ډير کسان بيلابيلو لاملونو بې باوره کړي خو د ځينو له پاره يو تر ټولو پياوړی او مهم لامل د دوی دا باور دی چې: داسې هيڅوک نه شته چې دوی پرې باور وکړی شي!
هو.. ځينې خلک د روزنې، چاپيريال يا شخصي تجربو پر بنسټ په دې باور رالوی شوي وي چې په هيچا باور نه دی په کار او دا چې په نورو تکيه ناوړه او تاواني شی دی!.
دا ډول کس له نورو سره سخت او زړه نازړه چلن کوي. د نورو تيروتنه د خپلې دې نظريې د ريښتينولۍ له پاره ثبوت ګڼي چې وايي: “پوستکی کله د نوک په څير ګرول کولی شي!”.
دا ډول قائدين د وخت له کموالي او د کارونو له ګڼوالي سر ټکوي مګر له دې سره سره هم هيڅکله د واک وېشنې له مهارته کار نه اخلي، او هيچا ته هم د دې اجازه نه ورکوي چې د ده بار ته ور سره اوږه ورکړي.

ځينې نور لاملونه هم شته چې قائد دې ته هڅوي چې واک وېشنې ته په دومره اهميت او جديت قائل نه شي. ځينې له دې لاملونو څخه په لاندې ډول دي:

۱- د واکمنۍ له مينځه تلل:

يوه تر ټولو ستره اندېښنه چې واک وېشنې سره تړلې، دا ويره ده چې فکر کوي که ځينې کارونه بل چا ته پريږدي او پر ځای يې بل څوک راشي، واکمني او برلاسي به يې له لاسه ووځي.
دا هغه قائد ته، چې ډيره موده يې هر شی نيغ په نيغه او د کار ټول جزئيات پرته له کوم منځګړي څخه څارلي، سخته تماميږي چې خپل مستقيم واکونه خپل کوم مرستيال ته ورپريږدي.
داسې کسان له واک وېشنې څخه انديښنه لري او له دې ويريږي چې که د مشرتابه امسا بل چا ته ورخوشې کړي، د چارو واګې به يې له لاسه ووځي.

۲- د وخت او هڅو له ضايع کيدنې څخه ويره:

ځينې قائدين فکر کوي د واک ويشنې په پايله کې د رامينځ ته کيدونکو تيروتنو سمونه يو حتمي کار دی او په دې د دوی وخت او خواري ضايع کيږي.
ځينې ګُمان کوي چې واک وېشنه د اړوندې زده کړې او روزنې غوښتنه کوي، او دا کار په خپل وار، وخت او زيار ته اړتيا لري.
د دوی په فکر تر ټولو غوره لاره يې همدا ده چې د خپل زيار او وخت د خوندي کولو په خاطر کار په خپله تر سره کړي.

۳- د ځواک او نفوذ له لاسه وتنې څخه ويره:

داسې قائدين هم شته چې ځواک يې له چوکۍ څخه سرچينه اخلي. ويريږي چې که ځينې خپل واکونه چا ته ورپريږدي د ځواک او نفوذ ځينې برخه به يې له لاسه ووځي!.
دوی فکر کوي چې د ځواک او نفوذ له لاسه تلل د چوکۍ د له لاسه وتلو په لور لومړی ګام دی!

۴- د ستاينې له لاسه وتنې څخه ويره:

مشرتوب د ځينو د ستايل کيدنې لامل ګرځي، او د دوی په ګُمان که په خپل واک/کار کې نور راګډ کړي، ښايي د ستاينې او درناوي څه برخه به له لاسه ورکړي!

۵- له تيروتنې څخه ويره:

ځينې له دې وېرې له واک وېشنې څخه ډډه کوي چې تيروتنه به ستونزې له ځانه سره ولري او په دې توګه به د نورو د تيروتنې پړه هم د ده پر غاړه پريوځي.

۶- دا چې زه قائد يم، نو همدا زه مسؤل يم:

ځينې په دې اند دي چې قائد ته په کار دي چې د هر کار په اړه په خپله مسؤل واوسي، او دا چې هيڅوک هم بايد ور سره د کارونو او مسؤليتونو بار په اوږو وا نه خلي.

د واک وېشنې ګټې

۱- د وخت سپما:
کله چې ځينې کارونه نورو ته ورپريږدو، په دې سره له (اضافي) بارونو څخه اوږې سپکوو، خپل وختونه مو نورو ډيرو مهمو کارونو او مسؤليتونو ته اوزګاروو او په دې وسيله خپل وخت سپموو.

۲- ډير اهميت لرونکو کارونو ته ډيره پاملرنه:

له لږ اهميت لرونکو کارونو څخه د ځان اوزګارولو او د نورو له لارې د هغو د تر سره کولو په وسيله کولی شو خپل ټول پام هغو کارونو ته واړوو چې ډير توليد او ګټه ترې لاس ته راوړلی شو.

۳- په کاري ډلې کې د باور ځای په ځای کول:

کله چې ځينې خپل کارونه د کاري ډلې غړو ته سپارې، هغوی ته خپل هغه باور په ډاګه کوې چې پر دوی او د کارونو په تر سره کولو کې د دوی پر وړتيا يې لرې.

۴- د ډلې د کاري وړتيا وده:

واک وېشنه کاري ډلې ته د دې لاره هواروي چې خپلو وړتياوو ته وده ورکړي، نوي مهارتونه زده کړي، او د امرونو د پلي کولو له دايرې څخه د مسؤليتونو د پر غاړه اخيستلو او پرېکړه کولو دايرې ته ننوځي. په دې توګه د ډلې په غړو کې د مسؤليت احساس وده کوي او مشرانه ځانګړتياوې پکې زرغونيږي.

۵- د کارکوونکو د خوښۍ زياتوالی او د استعفا د کچې کمښت:

کله دې چې د کاري ډلې غړي د واک وېشنې له لارې نوې پوهه او نوي مهارتونه زده کړي، دا کار ور سره د هغوی د کار او ژوند د اغيزناکتيا په برخه کې مرسته کوي. د دې تر څنګ د کاري ډلې غړي له يوه بل سره نور هم نږدې کوي تر دې چې په مينځ کې يې يو بشپړ يووالی رامينځ ته شي چې له برکته يې دوی د خوښۍ او له کار سره د مينې احساس کوي، او په دې توګه له ډلې سره تر اوږدې مودې پاتې کيږي.

۶- د انګيزې زياتوالی:

په دې کې شک نه شته هغه کس چې په دې پوهيږي چې قائد يې پرې باور لري، د نورو په پرتله ډير ملاتړلی، زيارکښ او هڅاند وي.

۷- د پراخې برلاسۍ لاس ته راوړنه:

په مناسب ډول واک وېشنه چې له پرله پسې تعقيب سره يو ځای وي د دې وړتيا در په برخه کوي چې خپل ټول پام دې پايلو ته واړوې او د مطلوب کار په تر سره کولو کې د خپلې مشورې او تجربې د شريکولو له لارې مرسته وکړې. په دې کار سره کولی شې د ځان له پاره چارو ته له ليرې څخه د کتنې فرصت برابر کړې چې په پای کې به دې واکمني ډيره غوره او ډيره هر اړخيزه شي او په چارو به دې برلاسي زياته شي.

۸- د ډلې د غړو غوره ارزونه:

کله دې چې ځينې کارونه د ډلې غړو ته سپارې، د دې فرصت په لاس درځي چې هغوی د نويو کارونو د تر سره کولو پر مهال وګورې او له نويو چارو سره د مخامخ کيدنې په برخه کې د هغوی د وړتيا کچه وپيژنې. د دې له برکته کولی شې په کار کې يې د کمزورتيا او پياوړتيا ټکي وارزوې.

۹- د ذهني فشار کموالی:

واک وېشنه تا دې ته نه اړ کوي چې په هر ځای کې په خپله واوسې، او هر کار په خپله وکړې، ځکه چې د خپلې ډلې ځينې غړي دې ګومارلي چې ستا په استاځيتوب ځينې کارونه تر سره کړي. ځکه نو طبيعي ده چې د خپلې خوښې کارونو له پاره به پوره وخت لرې، او کولی شې په سړه سينه يې پرته له کوم ذهني فشار څخه تر سره کړې.

۱۰- وده او پرمختيا:

کله چې خپل واک وويشې، کولی شې د ستر اهميت لرونکي کارونه تر سره کړې چې د دې له برکته به دې پر مخ دروازې پرانستل شي څو پر مخ لاړ شې او د برياليتوب پر زينو د لوړتيا تر څوکې ځان ورسوې. په دې وخت کې کولی شې چې واک په خپل لاس کې واخلې. وبه ګورې چې واک وېشنه څومره سترې او غوره پايلې لري او کومه ناوړه نظريه نه ده.

د واک وېشنې عمليه:

– د خپلو ټولو ورځنيو کارونو يو لړ جوړ کړه.
– کارونه د اهميت پر بنسټ ترتيب کړه.
– ورځني عادي کارونه لکه يادښتونه او کاغذي کار نورو ته ور خوشې کړه.
– د ځينې ناستو په څير هغه کارونه چې وخت در نه نيسي، بل چا ته وسپاره.
– د بلنو ځواب نورو ته پرېږده.

واک وېشنه څرنګه؟

د دې له پاره چې په غوره او اغيزناک ډول واک يا کارونه ووېشې، بايد دې ټکي ته دې ډير پام وي چې واک ويشنه او کار وېشنه بايد په پړاويز او غيربيړني ډول تر سره کړې.
دا ځيرکتيا نه ده چې په پټو سترګو پر چا مسؤليت باروې. ښايي د هغه وړتيا او پوهه په ښه ډول د دې کار د سر ته رسولو جوګه نه وي چې په دې صورت کې به بيلابيل تاوانونه له ځان سره راوړي. ښايي د ور سپارل شوي کار په تر سره کولو کې به يې د ناکامۍ کچه لوړه وي. ښايي ته هم ترې نهيلی شې، او هغه کس هم له دې وروسته پر خپل ځان او مسؤليتونو ته د اوږو ورکولو پر خپلې وړتيا بې باوره شي. دا کار ښايي دی د نفسي ماتې پر رنځ اخته کړي او کيدی شي چې د کار، زده کړې او لاس ته راوړنې په هکله خپله ليوالتيا او انګيزه هم بايلي په ځانګړي ډول که دا کس په خپل وظيفوي ژوند کې نوکی وي.
د حل لاره دا ده چې کارونه د شخص په پام کې نيولو سره ووېشې، او هر کس ته هسې او هومره کار وسپارې چې د تر سره کولو او زغم وړتيا يې ولري. د دې تر څنګ بايد د هغه د مهارتونو او وړتياوو په وده او پرمختيا کې هم مرسته ور سره وکړې.
يو بل شی چې پام مو ور ته راګرځول غواړم دا دی چې ګومارل شوی شخص به په خپلو ډيرو او هر وخت پوښتنو او ګرويګنو هم نه تنګوئ، بلکې له مخکې بايد ور سره په دې هکله چې دا کار بايد په څه ډول او څومره وخت کې بشپړ، او د راپورونو کتنه يې په څومره موده کې تر سره شي، هوکړې ته ورسيږئ او نور يې خپل واک ته پريږدئ.

د غوره واک وېشنې لس کيليانې

۱- د ډلې د هغو غړو يو لړ جوړ کړه چې غواړې کارونه ور وسپارې. له دې وروسته د هر يوه له پاره يوه پاڼه ځانګړې کړه. په هره پاڼه کې د اړوند کس له نوم څخه لاندې د هغه د پياوړتيا ټکي وليکه او له هغې وروسته يې د کمزروتيا ټکي يا نيمګړي اړخونه وليکه.

د بيلګې په توګه:

أ- عبدالرحمن
د پياوړتيا ټکي:
(له نورو سره په غوره ډول اړيکې نيسي؛ ناستو ته په ټاکلي وخت حاضريږي؛ د هڅونې او نورو ته د زړه ورکولو وړتيا يې زياته ده).
د کمزورتيا ټکي: (په دفتري کارونو کې مسلکي نه دی؛ د راپورونو چمتو کول له ټاکل شوې نيټې څخه ځنډوي).
ب- سليمان
د پياوړتيا ټکي: په کاغذي کار کې ډير ښه دی؛ د کمپيوټر کارونې مهارت يې زيات دی؛ د خبرو جزئياتو ته هم پام کوي؛ جذباتي او پر ځان باوري دی او ننګوونکي کارونه يې خوښيږي).
د کمزورتيا ټکي: (له ملګرو سره په اړيکو نيولو کې سست دی؛ ډير محافظه کار دی؛ په ځينې فني شيانو يې سر نه خلاصيږي).
۲- هغه کارونه مشخص کړه چې زړه دې غواړې د نورو له لارې يې تر سره کړې.
۳- د هر کار له پاره زماني چوکاټ وټاکه.
۴- په لومړي پړاو کې د ډلې د غړو د پياوړتيا او کمزورتيا ټکو ته په کتلو سره د هر کار له پاره مناسب شخص وټاکه.
۵- هغه کس چې غواړې کوم کار ور وسپارې راوغواړه، او پر هغه کار ور سره وغږيږه چې زړه دې دی د هغه له لارې يې تر سره کړې. بيا په دې ورسره وغږيږه چې د اړوند کار په اړه يې نظر څه دی او څه ډول يې تر سره کولی شي. د هغه له خبرو او د ټاکلي کار په اړه د هغه له تحليل څخه به در ته په خپله د هغه د وړتيا او د کار د کولو له پاره د هغه د چمتوالي کچه په ډاګه شي.
له دې وروسته دې د خپل لرليد، نظر او د هغه پر وړتيا ستا د باور په هکله معلومات ورکړه او له دې يې خبر کړه چې هغه کولی شي په غوره ډول ور سپارل شوی کار سر ته ورسوي. همداراز له دې څخه هم ځان ډاډه کړه چې پر خبره دې سم پوه شوی دی.
۶- د هغې مودې په هکله ترې وپوښته چې د دې کار د پلي کولو له پاره يې مناسبه ګڼي. په دې کې لږه چنه ور سره ووهه، خو دې ته فکر کوي وي چې جذباتي وګړي د ډير هيله منتوب او ولولې له کبله د يوه کار د تر سره کولو له پاره د مودې په ټاکلو کې د منطق او واقعيت له پولو اوړي (او بيخي کمه موده در ته ښيي).
۷- هغه تصور او نظر وليکئ چې په اړه يې يوه خوله شوي ياست. يو نقل يې هغه ته ورکړئ او يو نقل يې له ځان سره وساتئ څو د هغې په رڼا کې تعقيب تر سره کړې.
۸- په کار ده چې د اړيکو نيولو او راپور وړاندې کولو د نظام په هکله له مخکې يوې هوکړې ته ورسيږئ.
۹- تعقيب: دا يوه ستره تيروتنه ده چې يو کار چا ته وسپارې او نور يې شا ته وغورځوې. اغيزناکه کارسپارنه د منظم او دقيق تعقيب غوښتنه کوي.
۱۰- په پای کې: واقع بين اوسه! د دې هيله مه لره چې ګومارل شوی شخص به اړوند کار سل په سلو کې روغ، او يا ستا په څير تر سره کړي. په کار ده چې سپارل شوی کار وڅارې او تيروتنې مخکې له دې چې ګزکي وکړي، په ګوته کړې. دا په ياد ولره چې له واک سپارنې سره سره د هر شي پړه له هر چا مخکې ستا پر غاړه ده.

ګومارل شوی کس بايد:

– په دې ښه سم پوه شي چې څه ترې غوښتل کيږي.
– داسې واک ولري چې له برکته يې وکولی شي داسې پريکړې وکړي چې په بيلګه ايز ډول د کار په تر سره کولو کې ور سره مرسته وکړي.
– د ورسپارل شوي کار د تر سره کولو اړوند پوره پوهه او مهارت ولري.

په ياد ولره:

۱- په واک وېشنه کې زياتوالی مه کوه، چې برلاسي به دې له لاسه ورکړې.
۲- ګومارل شوي کسان پريږده چې په خپله پريکړه وکړي، د هغوی پريکړه ومنه او پريږده چې تيروتنه وکړي. خپل ځان راياد کړه چې ته هم پخوا ډير وارې تيروتی يې.
۳- که د هر لامل له کبله دې د واک وېشنې لومړۍ نقشه ناکامه شوه، بديله نقشه چمتو کړه.
۴- هيڅ سپارل شوی کار هم بيرته مه راګرځوه، څو دې د تر لاس لاندې کسانو شان کم نه شي او ډله دې در باندې بې باوره نه شي.
۵- په ګومارل شوي کس کې د هغه پر ځان او د هغه پر وړتياوو د باور رامينځ ته کول د کارسپارنې د برياليتوب له سترو لاملونو څخه دي.
په کار ده چې د اړوند کار په هکله په ګومارل شوي کس کې د هغه د وړتياوو په هکله د هغه قناعت پيداکړې.
ښايي اوس به د واک وېشنې په ګټو، او په دې پوره پوه شوی يې چې څنګه دې وخت، مال او هڅې سپموي څو يې د ستر اهميت لرونکو هغو کارونو په لاره کې ولګوې چې تا او ستا له مؤسسې سره د ودې، او نويو برياوو ته د رسيدو په برخه کې مرسته کوي. همدا نن پيل وکړه او کارسپارنه خپل خوی او د مشرتوب په برخه کې خپل أسلوب وګرځوه. که چيرې دې له دې کار سره په لنډ وخت کې د پام وړ پايلې تر لاسه نه کړې، همت دې مه بايله او نهيلی کيږه مه.
له زغم څخه کار واخله، او در ياد کړه چې تا به هغه وخت څومره تيروتنې کړې وي چې تا په دې موقف کې قرار درلود. هيڅکله هم له کاروېشنې ډډه مه کوه، بلکې په دې لاره روان اوسه او دريږه مه. “توماس اډيسن” ويلي: “ډيری ناکام وګړي هغه خلک دي چې ناکامۍ ته د تسليميدو پر وخت په دې نه پوهيدل چې برياليتوب ته څومره نږدې شوي”[يعنې د برياليتوب پر پوله ناکامۍ ته تسليم شوي]. د ډلې غړو ته دې د ځينو کارونو سپارنه په بشپړ ډول د هغوی د وړتياوو په کار اچونه کې در سره مرسته کوي تر دې چې هغوی وده وکړي او برياليتوب ته ورسيږي. د مشرتابه په هکله ليکل شوي يوه چينايي کتاب کې راغلي: “بيزو په يوه قفس کې واچوه، خنزير به ترې جوړ شي! له دې کبله نه چې هغه ځيرک يا چالاک نه دی، بلکې له دې کبله چې د خپلو وړتياوو د کارونې له پاره مناسب ځای نه لري”.

همدا نن پريکړه وکړه چې يو نه يو کار نورو ته وسپارې

په راروانه ګڼه کې ان شاءالله: په ډله ايز کار کې د ناستو او غونډو اهميت، د غونډو د ناکامۍ لاملونه او د برياليتوب په اړه يې سپارښتنې.
ليکنه: دکتور ابراهيم الفقي
ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: