چاپیریال ساتنه

ګرین  هوز غازونه هغو غازوته وایي چي په شیشه ای کوروکي منځ ته راځي او کله چي وړانګې شیشه يي کورته ننوزي نو یوه برخه یې چي د څپې اوږد والی یې ډیر  وي هلته پاتي کیږي او دا کورونه ګرموي او له همدې ګرمۍ له امله  په ژمي او یخه هوا کې نباتات پکې کرل کیږي او په ژمي کې هم ګټه تر ې اخیستل کیږ ي  او س راځو دې موضوع ته چي صنعتي هیوادونه ډیر کاربن ډاي اکسایډ او نایتروجن اکساید تو لیدوي چي هوا ته خوشې کیږي  او د ځمکې په شا او خوا دا سې یو ‌حالت جوړوي لکه ګرین هوز چي وړانګي ورته ننوزي  بیرته وتي نه شي او هوا ګرموي ډیره څیړنه په دې برخه کې شوې او منل شوې ده چي همدا غازونه چي دګرین هوز تاثیر جوړوي داسې یوه پېښه لکه د ګرین هوز تاثیر جوړوي او د ځمکې اتموسفیر ګرموي او په دې ډول هوا ګرمیږي او چاپیریال ګرمیږي د چاپیریال دګرمیدو سره په ځمکه کې یخونه ویلې کیږي او په بحروکې اوبه زیاتیږي، جزیرې او دبحر د غاړې ټیټ ځایونه  د اوبو لاندې کیږي او همدارنګه واورې وریدل کمیږې او باران  وریدل زیاتیږي ډیر بارانونه د سیلابو د راتګ سبب ګرځي او سیلابونه ډیرې مځکې او کورونه تخریبوي له بلې خوا د نباتاتو او حیواناتو دتغیراتو سبب ګر ځي یعني دیخو ځایو نباتات او حیوانات به یا بالکل له منځه لاړ شي او یا به په څه تغیراتو سره ځان د نوي چاپیریال سره ځان برابر کړي او دا چي به انسانانو او حیواناتو نور څه تاثیر کوي   او س یې مونږ نه شو تخمین کولای.

بله مهمه موضوع چي چاپیریال ته ډیرضرر لری هغه د اوزون سوړه ده  اوزون ددرې اتو اکسیجن نه جوړ شوی دی او دځمکې په شا او خوا یوه طبقه جوړوي چې ستراتوسفیر نومیږی داوزون قشر(طیقه ) ددې دپاره ده  چي  دالترا ویولیت او نور مضرې وړانګو د راتګ نه ځمکې ته مخنیوی وکړ ي که دا وړانګې ځمکې ته راورسي نو د پوستکي ( جلدي)  تکلیفونه او د پوستکي سر طان په اول قطارکې راځي  دسترګو ړندېدل اونور د سترګو مرضونه هم ددې وړانګو نه پیداکیږی . داوزون سوړه هغه حالت ته وایي چی په ستراتوسفیر کې  داوزون طبقه نرۍ اویا یا بیخي له منځه لاړه شي  په زړو یخچالو او ایرکنډیشنو کې داسې مواد فضا ته خوشې کیږي چې داوزون سوړه لا پسې لویوي . په افغانستان کې چې د زړو موټرو باب  دی دحکومت توجه دې خاصې موضوع ته رااړوم.

 دریمه موضوع میده ګردونه دي او میده ګردونه هغو ګردو ته وایي چې قطر یی د ۱۰ مایکرونو کم وي او مایکرون د ملي متر زرمې برخې ته وایي  دا میده ګردونه په اسانۍ سره سږو ته دتنفس د لارې ننوزی او هلته ځای نیسي چي د امبولي اوسر طان باعث ګرځي او دا میده ګردونه د زړو ډیزلي ماشینونه راووزي او س له بده مرغه په افغانستان دا کنټرول نه شته  چي کوم موټر او یا ماشین دې افغانستان ته وارد شي او په خارج کې هم  خلک ددې زړو ماشینو نه ځان خلاصوي زمونږ وړانديز دولت ته دادی چي دې موضوع ته په جدي نظر وګوری.

 پوهاند ډاکټر عبدالحی نظیفي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب