څیړنه: د زیتونو تیل مو د زړه له ناروغیو ژغوري

د طبي څیړونکو یوه ډله په دې وروستیو کې په دې اړه څیړنه کوي چې په تیر وختونو کې استعمالیدونکي ساده خواړه د روغتیا لپاره څومره گټور دي. د همدې څیړنو په نتیجه کې ثابته شوه چې د زیتونو تیل نه یوازې دا چې انسان د زړه له ناروغیو ژغوري بلکې د وینې فشار هم کنټرولوي.

د برتانيي یو سمه ییز پوهنتون لخوا تر سره شوې دغه څیړنه کې د زړه په ناروغۍ اخته کسانو تشې بولې د زیتونو تیل له ۶ اونۍ مسلسل استعمال څخه وروسته وڅیړل شوې چې په نتیجه کې ثابته شوه چې د زیتون تیل استعمالول په بدن کې د شریانونو فعالیت زیاتولو سره د زړه حملې مخه نیسي.

د څیړنې په اساس د ورځې ۲۰ ملی لیټره او یا هم ۴ کاچوغې د زیتونو تیل نه یوازې دا چې انسان د زړه له ناروغیو ژغوري همدا راز زړه روغ او جوړ هم ساتي.

د کاریولوجي وسکولر او میډیکل ساینس انسټیټیوت مشر ډاکټر بل مولن وايي چې که څوک په پیل کې پوه شي چې د زړه په ناروغۍ اخته دی نو په عاجله توگه دې د زیتونو تیل استعمال پیل کړي چې د دغه ناروغۍ د زیاتیدو مخه نیسي او انسان له اوچت بیه لرونکي درملنې او درمل څخه ژغوري.

دغه څیړنه کې ۶۹ کسان په دوه ډلو وویشل شول. یوه ډله هغه کسان ول چې په دوامداره توگه يي زیتون تیل استعمالول او بله ډله هغه کسان ول چې د زیتونو تیل يي نه استعمالاوه او د دواړه د زړه معاینات ترسره شول.

وروسته له ۶ اونیو څخه د دواړو ډلو د تشو بولو نمونې د څیړنې لپاره واخیستل شوې چې له هغې څخه ثابته شوه چې کوم کسان چې په دوامداره توگه زیتون تیل استعمالوي په هغوي کې د زړه شریانونو بندولو مواد ډیر په چټکۍ سره له منځه ځي. په همدې اساس د څیړونکو په نظر د زیتون تیل د زړه له ناروغیو څخه ژغورلو لپاره تر ټولو چټکه نسخه ده.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب