څو نصيحتونه؛ ۳۵ تر ۵۰ کلونو خلکو ته

د هغو لپاره څو نصیحتونه او سپارښتنې چې عمرونه یې ۳۵ یا ۴۰ یا ۵۰ ته رسېدلي، او یا تر دې زیات دي:

لومړۍ سپارښتنه:

هر کال باید حجامت وکړې ، یعني ښکر ولګوې، که څه هم چې هېڅ اړتیا ورته ونه لرې، او يا هېڅ ناروغي ونه لرې.

دوهمه سپارښتنه:

تل اوبه څښه، که څه هم چې تږی نه وې، او اړتیا ورته ونه لرې؛ ځکه ‌‌‌‌‌‌ډېری او لویې ناروغۍ په بدن کې د اوبو له کموالي څخه دي.

your ads

دریمه سپارښتنه:

سپورت کوه، که څه هم چې وزګار نه وې او زیات مصروفیتونه ولرې، بدن هرو مرو باید حرکت وکړي، که یوازې په تګ، یا لامبو او یا کوم بل ‌‌‌‌‌‌ډول سپورت سره وي هم.

څلورمه سپارښتنه:

خوراک کم کړه، د بني آدم لپاره څو وړې داسې مړۍ بسنه کوي، چې هغه ملا یې ټينګه کړي.

د خوراک بې کچې مینه پرېږده؛ ځکه

هېڅکله خیر نشته پکې، البته داسې هم نه چې له یوې مخې ځان له خوراک نه بې برخې کړې، بلکې د خوراک اندازه یو څه کمه کړه.

پنځمه سپارښتنه:

تر وسه هڅه کوه چې موټر استعمال نه کړې، کوشش کوه کوم ځای ته چې ځې، په خپلو پښو لاړ شه، لکه جومات ته، دوکان ته، د یو چا پوښتنې، یا کوم بل کار لپاره…..

شپږمه سپارښتنه:

غوسه پرېږده! خپګان پرېږده! کوشش کوه په هغو شیانو سترګې پټې کړې، چې ‌‌‌‌‌‌ډېر اړین نه وي.

په لوی لاس ځان په جنجالونو کې مه ښکېلوه؛ ځکه دا ټول روغتیا زیانمنوي، او د ځان او نفس ځلا او ښکلا له منځه وړي.

اوومه سپارښتنه:

هغه متل دی وایي: مال دې لمر ته پرېږده او ته سیوري ته کېنه.

مه په خپل ځان کم نیتي کوه او مه په خپلو شاوخوا کسانو؛ ځکه مال ددې لپاره پيدا شوی چې ژوند پرې وکړو، نه دا چې د مال لپاره ژوند وکړو.

اتمه سپارښتنه:

په هېڅ شي پسې افسوس مه کوه. نه په هغه شي پسې چې نه دې دي تر سره کړي، او نه په هغه شي پسې چې نه دې دي تر لاسه کړي.

په دې ټولو سترګې پټې کړه، بلکې بېخي یې هېر کړه، یعني په تېر پسې لاسونه مه مروړه، د راتلونکي په اړه فکر او کار وکړه.

نهمه سپارښتنه:

عاجزي… عاجزي… مال، دبدبه، زور، نفوذ او اغېز …. دا ټول په کبر او غرور سره خرابېږي.

عاجزي هغه څه دي چې خلک درته رانېږدې کوي، او پرې ګرانېږې، او په عاجزۍ دې الله جل جلاله لوړوي او قدر دې پرې زياتوي.

لسمه سپارښتنه:

که دې د وېښتانو رنګ سپين شو، دا په دې معنی نه دي چې عمر دې پای ته ورسېد، بلکې دا ددې دلیل دی چې تر پخوا دې ښه ژوند پيل شو، نېکپاله اوسه، د الله په ذکر ژوند تېروه، د ژوند له حلالو او روا خوښیو خوند اخله…..

له عربي څخه ژباړه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب