کورنۍ

څه ډول مسلمانه کورنۍ رامنځ ته کیدلی شي ؟

اسلامي شریعت د یوې مسلمانې کورنۍ د رامنځ ته کولو حیاتي مسئلې ته پوره توجه کړېده او دا کار ېې د صالحې ټولنې او اسلامي حکومت د رامنځ ته کولو په لړکې د بنسټ لومړنۍ خښته بللی چې په دې لړ کې رغنده ونډه درلودلای شي او په همدې توګه اسلام د کورني نظام د جوړښت په اړه تفکیر کولو ته ځانګړې توجه کړېده او دا پاملرنه باید تر هغې پورې باید امتداد ولري تر څو په مسلمانه کورنۍ کې بشپړه سوکالي او ريښتينې نېکمرغي رامنځ ته شي.

دا د همدې لپاره ترڅو ؛ یو داسې سالمه کورنۍ را منځ ته شي چې د راتلونکي نسل د روزنې لپاره د أمن غیږ وي، چې په دغه کورنۍ کې روزل شوي افراد به د اسلامي بیرغ د رپانده ساتلو لپاره کار کوي، او د یو لړ اصولو په پام کې نیولو سره به د لوی څښتن تعالی د نجات بښونکي دین رڼا په نړۍ کې خپروي چې دلته په مناسب لنډیز سره ېې په لاندې توګه یادونه کوو:

الف -غوره انتخاب:
مخکې له دې چې مسلمان هلک او انجلۍ د ګډ ژوندانه او کورني جوړښت په اړه سره فکر وکړي، باید تر هر څه دمخه د یو داسې چا پلټنه وکړي چې دینداره او د غوره اخلاقو څښتن وي، او دا له دې کبله چې د واده یواځنۍموخه د شهواني غریزې پوره کول نه دي، بلکه واده په حقیقت کې یو داسې سپېڅلې او خورا ارزښتمنه اړیکه ده چې نه یواځې د انساني فطرت غوښتنه ده، بلکه د ټولنې یوه مهمه اړتیا هم ګڼل کیږي.

له همدې کبله مسلمان ته ښايي چې پخپل ګډ ژوندانه کې د ځان لپاره د یو غوره دوست د ټاکلو په لړ کې نبوي توجیهات او اسلامي لارښودنې له پامه ونه غورځوي.

د غوره مېرمنې د ټاکلو په هکله خوږ پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم) مونږ ته دا څرګندونه کړېده چې په مېرمنو کې د مطلوبه مواصفاتو په اړه نارینه یو له بله ډېر سره متفاوت دي، په دوي کې یوه ډله داسې نارینه لیدل کیږي چې یواځې او یواځې مال ته به ترجیح ورکوي، ځینې نور بیا یواځې ښکلا د واده غوره اصلي معیار ګڼي، په داسې حال کې چې بله ډله به شهرت ته ډېر تمایل ښکاره کوي، خو څلورمه ډله په دوي کې کامیابه شمېرل کیږي، او دا ځکه چې دا ډله د خپل راتلونکي ژوند لپاره اوچت معیار انتخابوي چې هر کله دغه معیار د چا په برخه شي، نو په حقیقت کې هر څه د هغه په برخه کیږي، او په دې هکله خوږ پیغمبر اکرم (صلى الله عليه و سلم ) فرمايي: ( تُنكح المرأةُ لأربعٍ: لِمالِها، وَ لِحَسبِها، وَ جَمالِها، وَ لِديْنِها ، فاظْفر بِذاتِ الدين ِتَرِبتْ يداكَ) ( متفق عليه).

د یوې مېرمنې سره د هغې د 4 صفتونو په خاطر نکاح کیږي، د هغې د مال په خاطر، د ښه حسب ( چې د مشهورې او د اوچتې کورنۍ څخه وي ) په خاطر، د هغې د ښکلا په خاطر او د هغې د دیندارۍ په خاطر، نو دین پکې انتخاب کړه، لاسونه دې په خاورو شه !

پورته حدیث شریف هیڅکله هم د دې معنا نلري چې په اسلام کې شتمنه، ښکلې او یوې مشهورې کورنۍ ته منسوبه انجلۍ کوم ارزښت نلري، بلکې اسلام ته دا هم خوښ څیزونه دي چې ځانګړی ارزښت لري، ځکه واده یو ستر هدف لري او دا یاد څیزونه د همدغه ستر هدف چې نېکمرغي ده ، په لاس ته راوړلو کې له مونږ سره خورا مرسته کوي، خو مهمه خبره دا ده هغه څه چې اسلام کې هیڅ ارزښت نلري، دا دي چې یوه پیغله یا یو ځوان د واده معیار یواځې او یواځې مال وټاکي او دین او غوره اخلاق له پامه وغورځوي، او یا هم یواځې او یواځې ښه نوم او یا ښکلا ته ځیر وي خو اسلام ته ژمن پاتې کېدلو او تقوی ته هیڅ کوم ارزښت ورنکړي، په داسې حال کې چې له دین او حمیده اخلاقو پرته مال کله کله یو انسان د انحرافاتو او د اخلاقي بیماریو په لور بیايي چې په نتیجه کې یو خاوند په بدمرغيو کې ښکېلوي، که څه هم چې خاوند به ځان د سوکاله ژوند څخه برخمن ګڼي.

لوی څښتن تعالی فرمايي: ( وَ أنْكِحُوا الأيامى مِنْكُم و الصّالِحيْنَ مِنْ عِبادِكُم و إِمآئِكم ـ إن يَكُونوا فُقراءَ يُغْنِهِمُ الله مِن فَضله وَ اللهُ واسعٌ عَلِيم ) ( النور:32).

او ( أی مؤمنانو) خپلو آزادو مسلمانانو ته ( ( نارینه وي او که ښځینه وي) او خپلو نیکو غلامانو او وینځو ته ( چې ودونه ېې نه وي کړي) ودونه وکړئ ، که چېرې واده ته مینه وال اشخاص بې وسه وي( او د عفت لپاره واده کول وغواړي ) نو الله تعالی به دوي ( د خپل پراخه) رزق څخه برخمن کړي، او لوی څښتن تعالی ډېر لورونکی او مهربانه دی، او د خپلو بندګانو په حالت ډېر ښه پوهېدونکی دی.

نبي کریم (صلى الله على عليه وسلم) فرمايي: ( إذا أتاكُم منْ تَرضَوْن دِينَهُ و خُلقَهُ فزوِّجوه، إلا تَفْعَلوا تَكُن فِتْنةٌ فيْ الأرْضِ و فسادٌ عريْض ) (رواه الترمذي و بن ماجه ).

یعنې هر کله که تاسې ته یو داسې تن راشي چې تاسې د هغه د دین او د هغه د اخلاقو څخه رضایتمندي ولرۍ نو ورته واده ورکړئ، که چېرې تاسې داسې ونه کړۍ،نو په ځمکه کې به فتنه رامنځ ته شي او په پراخه کچه به فساد ته لاره هواره شي.

همدا غوره انتخاب چې د خاوند او مېرمنې له خوا پکې دیندارۍ او فاضله اخلاقو ته ترجیح ورکول کیږي، په حقیقت کې کورني بنسټ ته غښتلتیا او قوت وربخښي چې د همدې قوت په مرسته بیا یوه کورنۍ کولی شي چې د هر ډول بهرنیو او داخلي ستونزو پر وړاندې په پوره مېړانې سره مقاومت او مبارزه وکړي.

ب- د ګډ ژوندانه څو آداب:
زمونږ لارښود پيغمبر ( صلی الله علیه وسلم) فرمايلي دي:((فاتّقُوا اللهَ فِي النِساءِ، فَإنَهُن عِندكم عَوانٌ لا يَمْلِكْنَ لأنْفُسهنَّ شيئًا، وَ إنّ لَهُنّ عليكُم و لكُم عليهنّ حَقاً).( رواه أحمد وبن ماجه).

ترجمه: تاسې د خپلو مېرمنو په هکله له خپل خدای تعالی څخه ووېریږئ، دوي خو ستاسې سره مرستیالی دي چې د هیڅ څیز واکمنی نه دي، او دوي پر تاسې او تاسې پر دوي حق لرۍ ).

له بل پلوه اسلام مېړونو ته د خپلې کورنۍ سره د غوره چلند امر کړیدی، او د خاوند دا کار ېې د غیرت او د مېړانې له علامو څخه شمېرلی دی چې د هغه په غوره والي باندې دلالت کوي، او په دې اړه مونږ ته نبي کریم( صلی الله علیه وسلم) په واضحه توګه سره فرمايي : (( خَيرُكم خيرُكمْ لِأهْلِه وَ أنا خَيْرُكُم لِأهْلِي(رواه ابن ماجه).

ترجمه: په تاسې کې غوره تن هماغه دی چې د خپلې کورنۍ سره نېک برخورد کوي، او زه په تاسې کې د خپلې کورنۍ سره د ډېر غوره چلند کوونکی یم.

له دې پرته که له یو لوري اسلام مېړونو ته د لارښودنې په سلسله کې دا وايي چې:
تاسې د خپلو مېرمنو سره له ښه برخورد څخه کار واخلئ، نو مېرمنو ته د دې سپارښتنه کوي چې دوي دې هم له خپلو مېړونو سره له نرمښت او ګرانښت څخه کار واخلي، او حتی د ښځی له لوري د الهي عبادتونو ترسره کول او قبلېدل ېې د خاوند د حقونو پورې تړلی او متوقف شمېرلی دی.

له شک څخه پرته که چېرې خاوند او مېرمن هر یو له دوي څخه پر دغو الهي توجیهاتو او رباني لارښودنو باندې پابندي وکړي، نو د دې کار په نتیجه کې به د دوي دواړو ډاډمن او سولئیز ژوند او سکون په برخه شي، چې بیا به د راتلونکو نسلونو( د خپلو اولادنو لمسیانو… ) د سالمې روزنې لپاره به په پشپړه توګه چمتو وي.

ج- د اولاد روزل:
د اسلام دین لکه څرنګه چې مخکې مو یادونه وکړه د اولاد په ښې روزنې او سالمې پالنې باندی ټینګار کوي، او
لوی څښتن تعالی مونږ ته فرمايي: ( يا أيُها الذينَ آمَنوا قُوْا أنفُسَكم و أهليْكُم ناراً و قُودُها الناسُ وَ الحَجارة..) ( سورة التحريم 6 آیت ) .

او ای مؤمنانو ( اۍ هغو کسانو ! چې د الله تعالی او د هغه د رسول ویناوې مو ریښتینی ګڼلې دي او د هغه په رالیږل شوي شریعت باندی مو عمل کړیدی ) خپل ځانونه او کورنۍ مو ( په هغه کار سره چې تاسې ته پرې امر شویدی) له اور څخه خوندي وساتئ، چې د هغې د سوزن مواد به انسانان او ډبری وي).

اسلام ښځه او خاوند دواړه د اولاد روزلو ته تشویقوي تر څو په سمه توګه وروزل شي، او دوي دواړه ېې د دغه امانت ( اولاد ) پر وړاندې مسؤل ګرځولي دي چې ارشاد فرمايي:( و الرّجُلُ راعٍ في أهْلِهِ وَ مَسئُولٌ عَنْ رَعِيّتِهِ، وَ الْمَرْأَةُ راعيةٌ فِي بَيتِ زَوْجِها وَ مَسئُولَةٌ عَنْ رَعِيّتِها ). ( أخرجه البخاري ).

د خاوند او مېرمنې مسؤلیت د هماغې لومړنۍ ورځې څخه پیل کیږي چې کله دوي دواړه د یوې سالمې کورنۍ د رامنځ ته کولو په اړه په فکر کې لوېږي، نو خاوند ته ښايي چې په دې اړه ژور فکر وکړي چې سبا ورځ به څوک د هغه د زامنو مور وي، او یوې مسلمانې انجلۍ ته هم په کار دي چې لږ له ځان سره فکړ وکوي چې سبا ورځې د هغې د اولادونو پلار باید څه ډول شخص وي.

اوس کله چې د وي د اولاد څښتنان شول، په دې اړه ورته پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم ) امرکوي چې د توحید کلمه باید هغه لومړنۍ کلیمه وي چې نوی زېږېدلی ماشوم ېې ور واوري، او سنت عمل دا دی چې د ماشوم په ښې غوږ کې آذان او په چپ غوږ کې ېې د لمانځه لپاره اقامت وشي، او بیا هر کله چې د عقیقې پروګرام برابروي، ښه به وي چې یو بل ته په زیري ورکولو سره د خوشحالۍ ښکارندوینه وکړي، او یو غوره نوم ورته وټاکي.

اسلام د نورو شیانو په پرتله د اولاد د تربېې څانګې ته ډېره پاملرنه کړیده چې تر څو د دوي ښه پالنه وشي، او همدا راز په مور او پلار باندې ېې دا لازمه ګرځولی ده چې د خپل اولاد په زړونو کې د سپېڅلې عقیدې سره دمینی او لیوالتیا تخمونه وکري، او د اسلام د نجات بښونکي دین په ښکلو مفاهیمو باندی د دوي پاک ذهنونه تنویر کړي، او د الهي عباداتو سره ېې آشنا کړي، او د دیني شعائرو سره د نابلدتیا څخه ېې وژغوري.

په دې اړه زمونږ خوږ پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم) ارشاد فرمايي:( مُرُوا أولادَكُمْ بِالصّلاةِ وَ هُم أبْناءُ سَبعٍ، وَ اضْرِبُوْهُم عليْها وَ هُمْ أبْناءُ عَشَرٍ، وَ فَرّقوا بَيْنَهُم فِي المَضاجَع). (أخرجه أبو داؤد).

ترجمه: تاسې خپل اولاد ته چې کله 7 کلن شي د لمانځه په تر سره کولو سره امر وکړئ، او چې کله 10 کلن شي ( او لمونځ تر سره نکړي ) نو وی وهئ، او د خوب بسترونه ېې سره جدا کړئ.

په اسلامي تاریخ کې لولو چې زمونږ سلفُ الصالحینو به خپل اولاد د الله تعالی سره د محبت درلودلو ته هڅوه، او د نبوي سیرت په لوستلو سره به ېې د د وي په ذهنونو کې د قربانۍ او سرښندنې روحیه ژوندۍ ساتله، او د پیغمبرانو ( علیهم السلام) د ژوند له سترو مواقفو او د اسلامي زرین تاریخ په پاڼو کې د نه هېرېدونکو سرښندنو ښودنه به ېې ورته کوله، او دا ځکه چې دا درسونه د مسلمان ماشوم په روزلو او د شخصیت په جوړولو کې رغنده اغېزه لری.

همدا راز والدینو ته ښايي چې خپل اولاد ته وخت ناوخته په علمي غونډو او کانفرانسونو کې د ګډون کولو زمینه برابره کړي، تر څو غوره او عالي اخلاق او نېک خصلتونه له نورو څخه زده کړي، او په همدې توګه سره د مېړانې او شجاعت، د جرأت او د حق په ویلو کې ېې داسې وروزي چې په دې لاره کې د هېڅ ملامتونکي څخه وېره ونه لري، او پر حق باندې د ټینګ پاتې کېدلو په ځای کې غښتلي واوسي، او په خپل تاریخ کې داسې مثبتې کارنامې او د مېړانې داستانونه تر شا پرېږدي چې حتی لویان ېې د ترسره کولو څخه ناتوانه وي.

نو اولاد د والدینو کښت او د دوي د زړنو مېوه ګڼل کیږي، نو هر څومره چې پلار د خپلو فېصلو او د خپل نهال پالنې ته ژمن وي، او له ټولو هغو آفتونو څخه چې د دوي د هلاکت او فساد سبب ګرځي، د دوي ساتنه وکړي،په هماغه اندازه به ېې نهال صالح او د لوی الله تعالی په مرسته نورو ته ګټور وي.

او که چېرې د هغوي په اړه له اهمال او بې پروايۍ څخه کار واخلي  او د هغوي حقوق په سمه توګه آداء نکړي، نو ښايي چې د دوي برخلیک له هلاکت او بدمرغیو سره مخامخ شي، نو خپله به هم په بدمرغیو کې ښکیل شي او هم به خپله ګرده کورنۍ او ټولنه د فساد په لور روانه کړي، نو مونږ ته د مسلمانې ټولنې د رامنځ ته کولو لپاره ښايي چې په اسلامي اساساتو باندې پابندي وکړو، تر څو أمت مو له شتو کړاوونو څخه خلاص او د یو ريښتینی ويښتابه څخه برخمن شي، او یو ځل بیا وتوانیږو خپل تېر برم تر لاسه او په نړیواله کچه خپله مشري ثابته کړو.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(1) د د ې مقالې اصلي نوم: أسس بناء الأسرة المسلمة

لیکنه: فضل الله (ممتاز )

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: