څنګه کولی شو چې پیرېدونکو سره جادویې اړېکه ټینګه کړو؟

د پیرېدونکو سره د ېوي پياوړي او جادويي اړیکو د رامینځته کولو لپاره باید له بیلابیلو چارو څخه ګټه واخلو. د پیرېدونکو سره دا ډول اړیکې جوړول او پالل ډیر اسانه کار دی، اما په دي برخه کې تخصصي هڅو ته اړتیا ده. تاسو کولي شي چې د دي تخصصي ټکو له ځانګړنو څخه ځان خبر کړي.

د پیرېدونکو سره فردي اړېکي پالل ډیر اهمیت لري، ېوه وړوکي مکالمه کولي شي چې ستاسو اړیکه له پیرېدونکو سره جوړه او یا لمینځه یوسي. اما د جادویې اړیکې تخنیکي پالنه کولي شي چې ستاسو اړیکه له پیرېدونکو سره لوړه کړي. د ېو پیرېدونکي په ډول، که چېرته ېو کس تاسو ته په سمه توګه، له مناسب قیمت او په موقیع سره خپل خدمات وړاندې کړي، ایا ستاسو په اوجود کې به ورته ېو ځانګړي احساس پیدا نه شي؟ که چیرته د خدماتو وړاندې کولو چارې یې ستاسو له وړاندوینې څخه لوړي وي نو څه احساس به ورته ولری؟ ایا تاسو به خوشحاله نه شي؟

اوس راځم خپلي اصلي موضوع ته، ستاسو غوښتنه همدا ده چې پیرېدونکي ستاسو له تولېداتو او خدماتو څخه خوشحاله وي او پیرېدونکي هم غواړې چې خوشحاله و اوسي. که چیرته بې تفاوته و اوسي، د پیرېدونکو پوښتنوته داسي سیاسي او دفاعي ځواب ورکړي حتي ورته ووایې چې مونږ غواړو خپله معامله له تاسو سره پاي ته ورسه ؤ، څه فکر کوي چې تاسو د جادویې اړیکې پالنه کوي او که د سوداګریزوچارو خواشینه ونکي پيښو غمیزه مو رامینځته کړي؟ نو جوته ده چې د غوڅ ځواب په بدل کې به تاسو خپل پیرېدونکي له لاسه ورکوي او بیا به هیڅکله ستاسو پیریدوکي دي ته زړه ښه نه کړي چې ستاسو له تولیداتو او خدماتو څخه ګټه پورته کړي، ځکه مونږ او تاسو په داسي ېو ماحول کې د بازار موندني هڅي کو چې اکثره برخي یې د بهرنیو بې کیفیته توکو نیولي، او زمونږ د ټولني اکثره وګړي د یادو بهرنیو توکو په کاره ولو سره عادي شوي او پرته له کومي پوښتني دوي په ډیره خوشحالي او ویاړ سره بهرني توکې په بازار کې رانیسي او خپلي اړتیاوي پري پوره کوي. زه له خپلو ټولو سوداګرو څخه د دي غوښتونکي یم چې د کورنیو تولیداتو د پیاوړي کېدلو لپاره په ژوندی بڼه ونډه واخلي، د هیواد په کچه درست سوداګر باید داسي ېوه اتحادیه پخپل سوداګریز ماحول کې د بازارموندني په برخه کې رامینځته کړي چې د هیوادوالو پام د کورنیو تولیداتو لپاره را وګرځه وي، ځکه په دي برخه کې مونږ او تاسو ته خپل دولت بازار همداسي ازاده پریښي، نو راځي چې په ازاد بازار کې له خپلو ګرانو پیرېدونکو سره د بازارموندني جادويې چارې پرمخ بوځو.
که چیرته ستاسو کړني د پیرېدونکو د درک او پوهاوي په برخه کې مرسته وکړي، او پیرېدونکو ته دا وښه يې چې تاسو ته ارزښت لري او تاسو هم خپل پیرېدونکو ته ارزښت ورکوي نو دا په دي معنا ده چې تاسو غواړي له خپلو پیرېدونکو سره روښانه معامله وکړي، په داسي ماحول کې پیرېدونکي ډیر ژر پوهیږي او دي ته به زړه ښه کړي چې خپله اړیکه له تاسو سره و پالي او په خوشحالي سره به ستاسو ترمینځ ېوه سوداګریزه معامله رامینځته شي. په سوداګریزو چارو کې باید همیشه له ویښو او مثبتو مفکورو څخه کار واخلو، که چیرته مونږ او تاسو له خپلو پیرېدونکو سره داسي لیدل او کتل وکړو چې د ېو او بل د غوصي پارولو لامل وګرځي نو باید په دي پوه شو چې زمونږ شرکت یا کمپني به په راتلونکي کې له ډیرو مالي افاتو ښکار شي، او ورځ تر بلي به په بازار کې شاته پاتې کیږو.

اوس دا په مونږ او تاسو لازمه ده چې خپل کارمندانو ته د بازارموندني چاري سمي ور وښه یو، د بازارموندني چاري داسي څه نه دي چې ېو سوداګر پري پوه نه شي، په اسانه توګه مونږ کولي شو چې په بازار کې د خپلو تولیداتو لپاره پیرېدونکي پیدا کړو، ځکه مونږ او تاسو چې څه تولید کړي هرومرو د ټولني غړي ورته اړتیا لري، دا چې د تولید شوي توکې له کیفیت او غوراوي څخه څنګه خپل پیرېدونکي خبر کړو دا زما او ستا د بازارموندني او جادويي اړیکو پاللو پوري اړه لري.
د جادویې بازارموندني چارې په لاندې ډول سره تعریف کیږي.

اړیکه ونیسي او اړیکه و پالي.
تخصصي اقدام وکړي او پخپل نفس اعتماد ولري.
پخپله موخه ټینګ پاتي شي، پوښتنو ته غوږ ونیسي او سم ځوابونه ورکړي.
خپل راتلونکي سوداګریز اقدامات معرفي او روښانه کړي.
د پیرېدونکي خبرو ته غوږ ونیسي او خبرو ته یې ارزښت ورکړي.
د پیرېدونکي شکایاتونو ته ښه راغلاست ووایې او ضد ځواب مه ورکوي.

کله چې زمونږ او ستاسو معامله د ېو پیرېدونکي سره د ناهیلی او عصبانیت سره پیل شي، کیدای شی چې د داسي وسوسو ښکار شو چې خپل سوداګریزماحول ته منفي تاثیرات راوبولو، اما د بازارموندني قوانین بیا مونږ او تاسو ته دا وایې چې هیڅکله د خپلو پیرېدونکو سره ېوه معامله د ناهیلی او عصبانیت اړخ ته مه کشه وي، تل هڅه کوي چې د خپلو پیرېدونکو شکایتونو منندويي وکړي، ځکه په ورځني ژوند کې مونږ او تاسو ته دا موضوع تجربه شوي، که چیرته مونږ د ېو څه په اړه شکایت کؤ نو د شکایت موضوع له خپلو دوستانو سره شریکه ؤ. اوس چې ستا مشتري تا ته شکایت راوړي نو دا په دي معنا شوه چې ته یې خپل دوست ګڼلي يې او غواړي چې خپل شکایت تاته وړاندي کړي او ته باید د خپل پیرېدونکي څخه مننه وکړي او په ځواب کې باید ورته ووایې چې زه ډیر خوشحاله شوم چې د ېو دوست په ډول ته بیرته ما څخه رستون شوي او دا شکایت دي ما ته راورسه ؤ، په داسي الفاظو سره به ستاسو پیرېدونکي له تاسو څخه لا ډیر خوشحاله شي او دي ته به زړه ښه کړي چې خپلو روڼو معاملاتو ته لا رونق ورکړي، په ترڅ کې به یې ستاسو سوداګریز ماحول لا پیاوړي او په بازار کې به د ښو پایلو د لاسته راوړنو شاهیدان پاتي شي. بله مهمه موضوع چې باید تاسو یې پخپل سوداګریز ماحول کې له ځانه سره عادت وګرځه وي هغه د پیرېدونکو د زړه ساتل دي. پیرېدونکي دا خوښه وي چې تاسو یې درک کړي او د ېو انسان په شان برخورد ورسره وکړي نه د ېو خریدار په شان، کله چې هم تاسو خپلو پیرېدونکو ته په مینه ځواب ورکړي، نو پوه شي چې تاسو د دوي د مشکلاتو د حل لپاره ېو مثبت ګام پورته کړی. د پیرېدونکو سره په مینه خبري کول په دي معنا نه دي چې تاسو د دوي له ټولو خبرو سره موافق یې، بلکې د دي باعث ګرځي چې ستاسو خدمات لاګټور او مؤثر کړي. کله چې هم تاسو له خپلو پیرېدونکو سره خبري کوي، نو په سر کې خپل نوم ور وپيژني، او په ترڅ کې دا هڅه هم وکړي چې د خپل پیریدونکي نوم هم زده کړي، په همدي ډول په ډیره خوشحالي خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې د پیریدونکو ستونزي د خپل سوداګریز ماحول په مطابق ور حل کړي. که چیرته کومه پوښتنه لري نو د پوښتني کولو نه مخکې لومړي له هغوی څخه اجازه وغواړي، ځکه د دا ډول ادبي ګامونو په پورته کولو سره تاسو کولي شي چې د خپل پیرېدونکي غوصه را کمه کړي او ستاسو ترمینځ معامله به په خوشحالی سره د ښي راتلونکي په ښي راځي رهي شي.

سهراب ویسا

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب