څنګه کولای شو ښه خاوند واوسو؟

هغه ښځه میړه چې مشابه خویونه ولري تر نورو به یي ګډ ژوند اوږد وي او دا واده به کامیاب واده وي.

مثلا، که په  دوی دوو کې یو نفر سیګریټ وهي نو د بیلتون امکان یې ډیر ده نسبت هغو جوړو ته چې دواړه سیګریټ وهي، یا یې یو هم نه وهي. منفي مشابه خویونه هم کولایشي چې ستاسې د ژوند ملګرتیا ستاسې له میرمنې سره وغځوي.

ولې ځینې ودونه تر اخېره دوام کوي؟ او برعکس ځینې یې په کورنیو تاوتریخوالو کې ډوب او په تاوتریخوالي پای ته رسیږي؟

که خاوندان او میرمنې د اروا پوهانو وروستۍ څېړنې او وړاندېزونه په ګډژوند کې عملي کړي نو یو خوشاله واده او ژوند به ولري.

دا هم د یو کامیابه واده او اوږد ګډ ژوند لپاره د ارواپوهانو وروستۍ څېړنې او وړاندیزونه:

د پخلا کیدو لپاره لومړی ګام تاسېواخلئ:

آیا ته کولای شې چې له میرمنې سره دې وروسته له ډیرو تودو خبرو اول بخښنه وغواړې؟ نویو څیړنو ښودلې ده چې

که یو له تاسو دوو نفرو څخه و کولایشي کرکه کرکه له مخې لرې کړي او وروسته له تودو او تیزو خبرو اول بخښنه وغواړي، نو دا کار کولایشي ستاسې ګډ ژوند نسبت هغو جوړو ته چې یو هم خپله پړه نه مني او تاوتریخوالی کوي اوږد کړي.

تېرېدنه هم حد لري:

تیریدنه یو جالب اتفاق دی، ډیرې هغه میرمنې له هغه څه تیریږي چې دوی یې غواړي تر څو خپل خاوند خوشاله وساتي، خو وروستیو څیړنو ښودلي چې ډیره تیریدنه هم کولایشي سر خوږی را منځته کړي.

خو هغه میرمني چې په نسبي ډول له خپلو طبیعي او منطقي حقونو ددې لپاره تیریږي چې خاوند یې خوشاله واوسي د نورو په نسبت به اوږد ګډ ژوند ولري.

یو ځای وخاندئ:

دا یو ښه خوی ده، خندل استرس کموي. په دې پوه شئ چې کم خندیدل استرس زیاتوي او دا کار کولایشي چې ستاسې په ګډ ژوند بد تاثیر وکړي، نو کوښښ وکړئ چې دا استرس له منځه یوسئ، ددې لپاره یوه غوره لار انتخاب کړئ، مثلا کوښښ وکړئ چې په اونۍ کې یو ځل یو کمیډي فلم وګورئ او هر ورځ د فلم خندوونکې صحنې په ګډه  په یاد راوړئ او په ګډه سره وخاندئ.

د مثبتو جملو ویل له یو بل مه سپموئ:

څومره خپلې میرمنې ته د هو یا نه لنډ ځواب ورکوی؟ نه نه نه یوه بله مینه ناکه جمله پیدا کړئ، ارواپوهان په دې باور دي چې ستاسې د خپلمنځي خبرو اترو تر منځ د مثبتو او منفي جملو استعمالول کولایشي ستاسې په ژوند منفي یا مثبت اغېز وکړي.

د هغو پنځو منفي جملو پر ځای چې تاسې یې په ورځنیو خبرو اترو کې استعمالوی، پنځه نورې مینه ناکې جملې وکاروئ، بیا هیڅ فکر مه کوئ، چې ستاسې ګډ ژوند به خراب لوري ته لاړ شي، بلکې اطمنان درکوو چې له ژوند به خوند واخلی.

 تاسې یې پیل کړئ، هغه به یې پای ته ورسوي:

هغه جملې چې ستاسې او ستاسې د میرمنې له خولې اوریدل کیږي، دا ښايي چې تاسې ډیر د یو بل مشابه یی، ته خبره شروع کړې او میرمن یې په لا شعوري ډول داسې تمامه کړي چې څه ډول ستاسې تمه وه. دا یعنې د مشابه خویونو اوج.

که تاسې سره داسې کیږي نو پوه شئ چې نېکمرغه یاست.

وخاندئ:

په دې وروستیو ورځو کې په هندوستان کې په ۶۵۰ نسبتاً  هغه ځوانو کسانو باندې څیړنه وشوه، چې د ځوانۍ په دوران کې یې په اخیستل شویو انځورونو کې خندلي، نتیجه دا راووته چې دوی له خپلو میرمنو سره خوشاله ژوند تیر کړی.

او بد خبر دا چې هغه کسانو چې د ځوانۍ په دوران کې یې په کم حوصله ګۍ او غوسه عکس اخیستی، له  میرمنو سره یې ګډ ژوند په خطر کې ده او له کورني تاوتریخوالي ډک ده.

په سم ډول وېده شئ:

د شپې بد خوب کولای شي ستاسې ورځ هم ګډه وډه کړي. څنګه؟ طبیعي خبره ده چې که ښه خوب مو نه وي کړی نو بد خوب ستاسې په ورځنیو چاوربد اغیز ښیندي، او تاسې کم حوصله کوي، کله چې کم حوصله شوی نو کورنۍ کې مو هم تاوتریخوالی منځته راځي، او هغه پوښتنې چې ښایې له تاسې څخه وشي یا څوک د خبرو کولو هیله درنه وکړي نو ستاسې حوصله لا د وخته پای ته رسیدلي وي او نه شی کولای سم ځواب ورکړی،چې بلاخیره خبره کورني تشنج ته ځي نو کوښښ وکړئ چې ښه او پوره خوب وکړئ.

رومانتیکې جملې له یاده مه باسئ:

( ما د کور ښځلې د باندې واچولې) یا ( ما ټول لوښي ومینځل) کله کله دا جملي کولای شي ډیرې زړه راښکونکې واوسي، په ځانګړي ډول هغه وخت چې ستاسې مخاطب، ستاسې میرمن واوسي.

غوره ده چې د کور کارونه په ګډه تر سره شې. که چېرې د کور ټول کارونو ستاسو د میرمنې یا ستاسو پر غاړه وي نو د وخت په تیریدو سره تاسې یا ستاسې میرمن د کمترۍ احساس کوي او دا کار ستاسې په ګډ ژوند منفي اغېز کوي.

له تانه منندوی یم:

کله کله خوشبختي یوازې د یوې کلېمې په ویلو سره هم راځې، مثلا میرمن ته مو ووایاست چې ( له تاسې منندوی یم).

خوشبخته خاوند او میرمن هغه دي چې د یو بل د زحمت ګاللو پر وخت په پوره مینه او صداقت رومانتیکې کلېمي یو بل ته وکاروي، که له تاسې څخه د هغه کار په بدل کې مننه وشي چې تاسې تر سره کړی نو طبیعي ده چې تاسې به هغه کار بیا بیا تکرار کړئ، ځکه همدا مننه تاسې ته ددې کار د بیا بیا ترسره کولو انرژي در بښي.

د یو بل په څیر شئ:

هغه ښځه او خاوند چې مشابه خویونه ولري، ژوند به یې له مینې ډک او اوږد وي. د ارواپوهانو په نظر که ښځه چاکلیټ ډير خوري او میړه له چاکلیټ خوړو کرکه کوي نو ددې امکان شته چې دا دواړه سره جدا شي اما که دواړه چاکلیټو سره مینه ولري او یا يې دواړه نه خوري نو دا د ګډ ژوند تیرولو تر تولو غوره لاره ده.

دلته خبره په چاکلیټ خوړلو او نه خوړلو کې نه ده، بلکې د مشابه خویونو په لرلو کې ده.

تلیفون کول کم کړئ:

کله مو چې د ورځې په اوږدو کې خاوند/میرمن په کار ځای کې وه نو بده نه ده چې د تلفون له لارې یې یو یا دوه ځله احوال واخلی. دیته ضرورت نشته چې خبرې اوږدې او جنجالي کړئ، او هغه خبرې چې باید په کور کې یې د شپې لخوا وکړئ په تلیفون کې مه کوئ، پریږدئ، چې نورې خبرې هغه وخت وکړی چې خاوند/میرمن مو کور ته راشي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب