څنګه پوه شو چې بدن مو اوبو کموالي سره مخ دی؟

د انسان بدن اوبو ته ډېره اړتيا لري، خو کله نا کله داسې کېږي چې د ډېر کار او بوختيا له کبله اوبه څښل له سړي هېر شي. په ژمي کې په ځانګړې توګه دغه چاره ډېره ترسترګو کېږي. دا د انسان روغتيا ته ډېر تاوان رسوي. ځکه جسم د فعاليت د سم ترسره کولو له پاره اوبو ته اړتيا لري.

اوړی وي که ژمی، د انسان بدن يوه اندازه اوبو ته اړتيا لري. د دې کمی انسان له ځينو روغتيايی ستونزو سره مخامخ کولای شي. خو پوښتنه دا ده چې څنګه سړی کولای شي پوه شي چې بدن يې کافي اندازه اوبه نه لري؟ د اوبو د کمي پر مهال د انسان په بدن کې دغه اثرات ليدل کېږي:

1.د خولې بوی

داسې نه ده چې خوله يوازې د پيازو او اوږې له خوړو وروسته بوی کوي. د اوبو کمی هم د خولې د بدبویۍ لامل کېدای شي. که ستاسې خوله له کوم بل دليل پرته بوی کوي، پوه شئ چې بدن مو کافي اندازه اوبه نه لري. د يوې څېړنې له مخې، کله چې خوله وچه وي، شته باکتيرياوې بد بويه کېږي چې دا د خولې او تنفس د بدبويۍ لامل ګرځي.

2.ډېره سردردي

که سر مو هر وخت درد کوي، د دې لامل دا دی چې تاسې په ډي هايډرېشن اخته يئ. په دغه وخت کې د سردردۍ د دواګانو د خوړو پر ځای، ښه دا ده چې دوه ګيلاسه اوبه وڅښۍ او وګورۍ چې سردردي مو ښه کېږي او که نه.

3.د متيازو تک زېړوالی

د اوبو د کمو څښلو له کبله د انسان د متيازو رنګ تک زېړ کېږي. که دغه زېړوالی ډېر وي، پوه شئ چې بدن مو کافي اندازه اوبه نه لري.

4. وچ جلد

اوبو کموالي
وچ جلد

که ستاسې جلد وچ وي، پوه شئ چې بدن مو اوبو ته اړتيا لري، ترڅو جسم ځلاند او روغ وساتي.

5.د جسم سستي

که تاسې مناسبه اندازه خوب کوئ، خو بيا مو هم بدن کې سستي ليدل کېږي، پوه شئ چې بدن مو د اوبو له کمي سره مخ دی. د دغې ستونزې آسانه مخنيوی د کافي اندازه اوبو څښل دي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب