څنګه پوهیږو چي د زړه تکلیف لرو؟

اې بي سي خبري شبکې  دیو شمېر هغو ستونزو لړ لیک خپور کړې دی، چې  د زړه تکلیف نښې یې بللې شو.  څېړنه دا هم زیاتوي کوم وګړي، چې د زړه تکلیف یا ناروغي لري  لومړی له دې ستونزو سره مخ شوي وي.

کوم کس یو له دی ستونزو سره مخ شي  دا له ګواښه ډکه خبره ده او سمدلاسه باید اړوند ډاکتر ته  ځان ورسول شي، ددې ستونزو ځینې مهمې په دې توګه دي:

»»» دوامداره ستړیا :

ځینې وګړي له  ستړیا او سختې ستونزې سره  مخ وي ، دوی فکر کوي،چې دا طبیعي خبره ده او شېبه وروسته به  له منځه ولاړه شي، خو په حقیقت کې دوامداره ستړیا د زړه دتکلیف یا ناروغۍ نښه ده، که کوم کس  له دروند کار  او بې لامله  د ستړیا احساس وکړ ، باید سمدلاسه ډاکتر ته ولاړ شي .

»»» دپښو پړسوب :

کېدای شي دحمل ، مزل ، داوږدې مودې لپاره  ودریدل د پښو دپړسوب لامل وي ، خو دا هم امکان لري، چې زړه په سمه او فعاله توګه نه شي کولای ،چې دپښو لور ته وینه  پمپ کړي، دا هم امکان لري، چې د زړه والونه په  سمه بڼه خپله دنده نه شي تر سره کولای .

»»» سر ګرځیدل :

دسر ګرځیدلو یو لامل  دا هم دی،چې غوږونه له ستونزې سره مخ شوي وي، خو یو لامل یې دا هم دی،چې د زړه کوم رګ بند شوی دی.

»»» په سختۍ تنفس / سا اخیستل :

ددې ستونزې یو لامل  دا هم دی،چې زړه له کومې ستونزې سره مخ دی او یا د وینې پمپ کولو ځواک یې له لاسه ورکړی دی.

»»» خپګان :

خپګان  د زړه له ناروغیو سره کلک تړاو لري، رواني روغتیا پر فزیکي روغتیا سیده اغیز پریباسي ، یو شمېر څېړنو دا په ګوته کړې ده کوم وګړي،چې د زړه ناروغي لري دوی  لومړی له سخت خپګان سره مخ شوي دي او بیا یې خبره دې پړاو ته رسیدلې ده.

»»» نیم سېرې :

که کوم کس نیم سیرې لري او د زړه ضربان / درزا یې زیاته شوه باید سمدلاسه ډاکتر ته ولاړ شي، دا ددې مانا ورکوي،چې د زړه والونه  یې له ستونزې سره مخ شوي دي.

»»» ناارامي ، خوله ، زړه بدی :

که چیرې یو کس په یوه وخت  کې له دې درې ستونزو سره مخ شي  باید سمدلاسه  ډاکتر ته ولاړ شي ځکه دا د زړه دحملې مانا لري.
له روهي نه په مننه

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب