څنګه په روژه کې د سردردۍ مخه ونیسو؟

ترټولو لويه ستونزه چې د روژې مبارکې مياشتې په اوږدو کې د خلکو سر روغتونونو او درملتونونو ته رسوي، سردرد دی.

د دې لپاره چې وشئ کولی د دا ډول سردردونو مخنيوی مو کړی وي، چې معمولا لامل يې ولږه او تنده ده؛ بايد د خپلو خوړلو او څښلو لېست ته مو بدلون ورکړئ.

د خوړو اندازه مو کمه کړئ او د کالوري لرونکو خوراکونو په خوړلو کې احتياط وکړئ. روغتيا پوهان وايي: د چای د څښاک کچه مو راټيټه کړئ، ترڅو د وخت په تېرېدو سره د کم چای څښلو سره عادت وکړئ؛ ځکه د ډېری روژه لرونکو د سردرد لامل د چای کم څښل دي.

که د چای د څښلو اندازه مو کمه کړله او يا مو د چای غلظت راټيټ کړ، نو ډېر لږ به سردرد شئ.

ترټولو مهمه خبره دا ده چې، پېشلمی هېڅکله مه قضا کوئ.

هغوی چې وايي: مونږ د شپې ۱۱ يا ۱۲ بجې خواړه خورو، ترڅو د پېشلمي لپاره راويښ نشو؛ بايد پوه شي چې د پېشلمي څخه ډډه کول او د دغه رمضاني خوراک پرېښودل د کالريو د کمېدو او د بې ګټه کېدو لامل کېږي.

دا ډله خلک حتا د ورځې په لومړيو ساعتونو کې هم د تمرکز وړتيا او د کار يا درس لپاره فکري پام نه لري.

په همدې اساس، پېشلمي ته نه پاڅېدل؛ سم او معقول کار نه دی.

همدارنګه لارښوونه کېږي چې د روژه ماتي او د ډوډۍ خوړلو ترمنځ هم بايد حداقل دوه يا درې ساعته واټن مراعت شي، ترڅو معدې ته په يو ځل د خوراکونو د سېلاب مخنيوی شوی وي.

که يوه منظمه او سالمه خوراکي برنامه د ځان او کورنۍ لپاره برابره کړئ، نو پرته له کومې جدي جسمي او روحي ستونزې به د روژې مبارکه مياشت تېره کړئ.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب