څنګه له خپل فعاليته ډېر توليد ترلاسه کړو؟

په ژوند كې د انسان د هركار كولو موخه ښه او زيات توليد وي،چې څنګه ډېر توليد ترلاسه کړو؟ كله چې د كار په مقابل كې نوي توليد لاس ته را نه شي گواكې هغه زيار او ځواك بې ځايه ويستی دي، د توليد زياتولو لپاره وګړې او موسسات تل كوښښ او هلې ځلي كوي .

له كار سره د دې موضوع د اړيكو له كبله غواړم د ځينو هغو لارښوونو يادونه وكړم چې د پلې كولو په صورت كې د كار د توليد په زياتوالې او ښه والي كې مرسته كولاي شي :

هغه عناصر چې په توليد اغيزه كوي :

1. پاڼه.
2. اختراعې افكار.
3. بريالۍ اداره.
4. روزل شوي كارگران.
5. لومړنې موارد.
6. تخنيكې اّلات او وسائل.
7. د توليد لپاره ښه بازار.

توليد څنګه زياتيداى شي؟

1. پركار باندي له پيل څخه د مخه بايددځان او كار ترمنځ ګډې اړيكې پيدا كړي . ددې لپاره بايد د كار او د هغه د گټو او ارزښت په اړوند بشپړه څيړنه وكړي، ترڅو د كار موخې ستا په ذهن كې داسې ځاى ونيسي چې هيڅكله يې له لاس ته ر اوړلو څخه وروسته كيداي نه شي.

  1. د كار او د هغه په پنځ او اړتياو پوهيدل د نوښت او ترقۍ شرط ګڼل كيږي .
  2. د كار لپاره بنسټيزې اړتياوي برابرول، لكه روزل شوي كاركونكي، تخنيكې وسايل، خام مواداو مادي امكانات .
  3. ذهن له نورو مصروفيتونو څخه په بشپړه توگه خالي كول او خپله ټوله پاملرنه كار ته اړول .
  4. د توليد د زياتوالي له مهمو وسائلو څخه يو هم د مشرانو له پلوه زياتو توليد كوونكو، ګړنديو او ماهرو كاركوونكو ته مكافات وركول، او تل هغوۍ تشويق كول، كيداي شي چې دا مكافات د ترفيعاتو، مالي مرستو، داسانتياو برابرولو او د منني دبرې ليكونو په بڼه كې صورت ونيسي . د دې لپاره بايد دقيق او موضوعي معيار وجو د ولري چې ددوۍ د توليد اروزنه په بې پرې اونياومنه توگه وكړي، هيڅ ډول واسطه پكې نقش ونه لري.
  5. د حقوقو د ساتني ډاډ وركړشي، ځكه كله چې له كارگر سره د هغه په هكله د غير عادلانه اوبې انصافه پريكړو ويره وجو د ولري، بيانو د كار او توليد لپاره ذهني او بدني پاملرنه او استعداد نشي پيداكولاي .
  6. زيار اوباسه چې د كار لپاره ټاكلي وخت په بل څه كې ونه كارول شي، ځكه لومړي دايو امانت دي چه الله جل جلاله به درڅخه پوښتنه كوي، دوهم داپه توليد هرومرو مثبته او منفي اغيزه كوي .
  7. په دې كاركې له تا څخه د مخكينيو خلكوله تجربو او پوهي څخه استفاد ه وكړه، په ټاكلو موضوعاتو كې د دوۍ مشوري ترلاسه كړه .
  8. د خپل كار په ميدان كې د هر نوښت ليدنه او له هغه څخه د استفادي كوښښ وكړه، د دې لپاره ښه وسيله د مجلو او په دي ډګركې د متخصصو خپرونو لوستل، د روزنې او څيړنو مركز ونو او نندارتونونو سره اړيكې او ياله هغو څخه د امكان په صورت كې ليدنه د ه.
  9. د لوستلو او دروزنې كورسونو او كنفرانسونو ته د ورتلو په وسيله د خپل كار په ډګر كې دنوښت، اختراع او انكشاف كوښښ وكړه .
  10. ځان ته دي هم د كافي هوساينې او د رخصتيو حق وركړه .
  11. په كاركې د خپلو مشرانو، ملرو او مامورينو سره تل ښې اړيكې وساته .
توليد کار
وخت کار

په كار كې د توليد د كمښت او كمزورۍ لاملونه:

1. د كار لپاره دبريالې اوڅرگند پلان نشتوالې، بلكې كاركوونكې په غير منظم ډول دگډوډۍ په فضا كې كاركوي .
2. د منل شوي پلان نه پلي كيدل او په خپله خوښه پكې هر وخت بدلون ر اوستل .
3. د كار په وخت كې په نورو كارونو مصروفيدل .
4. د موسسي يا اداري د رسمياتو برخلاف كار ته ناوخته راتلل، او د وخته تلل .
5. ډير رخصتونه اخيستل او د هغي لپاره ډول ډول عذرونه وړاندي كول او په هره وسيله ورته ځان رسول .
6. په كار كې له مشر سره د ملاقات او د كار په چاروكې له هغه سره خبري اتري نه كول.
7. له كاركوونكې څخه د غوښتل شوي كار هيريدل او يا په دي عذر ځان ژغورل .

د توليد د لږ والي لاملونه:

1. په كار د كاركوونكې قناعت نه درلودل .
2. په كار نه پوهيدل، او نه يې د هر اړخيز درك او انسجام درلودل.
3. د خنډانو د موجو ديت، يا د وساېلو د لږوالې او يا د ځينو نورو لاملونو پر بنسټ كار په سمه توگه سرته نه رسول.
4. بل كار په دې كار مخكې كول، او يا هم نوركارونه ورسره يو ځاى كول.
5. د كاركوونكې په ژوند كې د جديت او زيار نشتوالې.
6. له كاركوونكې سره داسې احساس چې گواكې په موسسه كې د ښه كار او ښه توليد څښتنانو درناوي نه كيږي .
7. په كار كې د مشرانو او كاركوونكو ترمنځ د ستونزو شتون .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب