څرنګه کولی شو، په لس ګوتو سره په چټک ډول ليکل ( ټايپ ) وکړو؟

د يوې د قيقې په لړ کې د ۱۸۰ تورو ټايپ کول تاسو ته يو خوب بريښي، خو که په لسو ګوتو سره ټايپ کول مو زده کړل نو کولی خپل دا خوب په حقيقت بدل کړئ. د لسو ګوتو ټايپ د مهارت په زده کولو سره تاسو ۵ برابره د عادي ټايپېستانو په پرتله چټک کېږئ.

د مهارت ډېر اړين او مهم دی، ځکه د ساينس او پرمختګ په اوسني پېر کې پر کمپيوټر چټک ليکل ډېر ارزښت لري. ډېری ادارو کې چې کارکوونکو ته اړتيا وي، نو د کارکوونکو په شرط پاڼه کې يو شرط هرومرو د چټک ټايپ درلودلو مهارت وي. په لسو ګوتړو سره ټايپ کول داسې يو مهارت دی چې د مشق او تمرين وسيله کولی شو زده يې کړو.

په دې ليکنه کې به تاسو ته د لسو ګوتو ټايپ کولو مهارت دروښودل شي: کيبورډ ( ليکدړې ) ته ښه په زير سره وګورئ، د کيبورد پر مخ دوه بټنې نسبت نورو بټنو ته برجستګي ( پرېړوالی ) لري او د دا دوه بټنو پرېړوالی له تاسو مرسته کوي چې حتی په تياره کې يې هم په اسانۍ سره پيدا کړئ. دا دوه بټنې د F او J توري دي. د خپل ښي لاس د اشارې ګوته د F په توري او د کيڼ لاس د اشارې ګوته د J په توري کېږدئ.

د خپلو لاسونو د شصتونو ګوتې مو د (Space) پر بټن کېږدئ او پاتې نورې ګوتې مو د F او J بټنو څنګ ته په ترتيب سره کېږدئ ( البته په دوکمو به زور يا فشار نه اچوئ ). کله چې مو لاسونه د پورته لارښوونې په کتو سره په کيبورډ منظم کېښودل، نو د دې ۸ بټنو سربېره نورو پاتې بټنو ته هم ستاسو ګوتې په اسانۍ سره رسېږي او استفاده ترې کولی شئ. اوس د ټايپ کولو لپاره هر بټن ته چې اړتيا وي، کولی شئ له دې اته ګوتو څخه، هره ګوته چې مو هغه بټن ته ( چې تاسو يې غواړئ ) نږدې وي، فشار ورکړئ او بېرته خپله ګوته ټاکلي ځای ته راولئ.

د مخکينۍ ګوتې اصلي موقيعت ته راوستلو څخه وروسته، بله هغه ګوته چې د کليمې ليکلو کې ورته اړتيا وي، بټن ته د فشار راوړلو په موخه له خپل اصلي موقيعت څخه پورته کېږي، دکمې ته فشار ورکوي او بېرته خپل اصلي موقيعت ته راوستل کېږي. په همدې ترتيب سره هر توری چې غواړو ويې ليکو، فقط د يو ګوتې په پورته کولو سره، پر هغه بټن فشار راوړي او بېرته خپل اصلي ځای ته راوستل کېږي. په پيل کې کېدای شي دا کړنه تاسو ته تر يو بريده ستونزمنه وي، زړه مو ورته په تنګ شي او يا هم د ستړيا احساس وکړئ، خو دا هېڅکله مه هېروئ چې د تمرين په کولو او د وخت په تېرېدو سره به مو ټايپېنګ دومره چټک او منظم شي چې تاسو خپله به ترې خوند اخلئ او په مينه به ليکل کوئ. بس ټوله کړنلاره همدا وه، خو دا مه هېروئ چې د ټايپېنګ د چټکتيا مهارت يواځې او يواځې ستاسو ډېر تمرين او تجربې پورې اړه لري.

د همدې لارښوونې په پلي کولو سره تاسو کولی شئ خپل ټايپ دومره چټک او منظم کړئ چې په لږ وخت کې به د ډېرو رسمي او غير رسمي سازمانونو توجه ځان ته راجلب کړئ، ځکه اوسنۍ نړۍ د سرعت نړۍ ده او هره اداره غواړي چې چټک ټايپېستان ولري ( هغه که په هر قيمت وي ). هېره دې نه وي چې په يو فني ښوونيز مرکز کې د د يوه تکړه او ماهر ټايپېست جوړېدو موده ۴ مياشتې ده، خو که تاسو غواړئ چې له دې مودې هم ژر دا مهارت زده کړئ نو کولی، په دې شرط چې دې مهارت سره مينه ولرئ او تمرين وکړئ.

په پای کې غواړم يوې مهمې مسئلې ته اشاره وکړم، هغه دا چې، پښتو ټايپېنګ د نورو ژبو د ټايپ په پرتله يو څه ستونزمن، خو ناممکن نه دی، دا ځکه په کيبورډ کې د پښتو خاصو تورو د نشتون له امله مونږ مجبور يو چې د پښتو خاصو تورو د ليکلو لپاره د ( Shift ) له بټنې څخه مرسته واخلو چې دا په خپله زمونږ د ليکلو سرعت راکمولی شي. د بېلګې په ډول د ( ښ ) توري په ليکلو سره د A بـــټن د کېکاږلو سربېره بايد د شېفټ بټن هم کېکاږو. له نېکه مرغه د وخت په تېرېدو او تمرين په کولو سره دا ستونزه هم له منځه ځي. د همدې پورته کړنلارې په عملي کولو سره کولی شو خپل پښتو ټايپ مو هم چټک کړئ. همدا رنګه د ځينو ګټورو ټايپېنګ ګېمونو لکه (The Typing Of The Dead) په کارولو لوبولو سره هم کولی شئ د خپلو ليکلو سرعت ډېر کړئ.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب