څرنګه د خپل ماشوم وخت منظم كړو؟

ډير كم خلك له خپل وخت نه په سمه توګه گټه پورته كوي، او خپل كوچنيان د وخت په ارزښت او تنظيمولو باندې روږدي كوي.
پدې باندې بايد پوه شو چې ماشومان تر لس كلنۍ پورې په حقيقي توګه د وخت په ارزښت نه پوهيږي، نو له همدې كبله دوى خورا زياتې لارښوونې او مرستې ته اړتيا لري تر څو يې وخت ته پلان جوړ شي چې خپلې چارې په خپل ټاكلى وخت باندې پاى ته ورسوي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم د وخت د ارزښت په هكله فرمايي:
پنځه شيان مخكې له پنځو څخه د ځان لپاره غنيمت وګڼئ، لومړى دا چې وزګارتيا مخكې له مشغولتيا نه غنيمت وګڼئ.
دا خبره بايد يوه نفلي خبره ونه ګڼو، بلكې دا يو ديني مسؤليت دى چې خپل كمكيان د وخت په ارزښت او تنظيم باندې عادت كړو.
له مونږ سره يو ځاى لاندې ګامونه عملي كړئ تر څو وكولاى شو په ګډه د خپلو اولادونو وخت تنظيم كړلاى شو.
1.    په تير تعليمي كال كې يې كومې تيروتنې كړې، هغه ورسره وڅيړئ او ور زده كړئ تر څو په راتلونكي كې تكرار نشي
2.    ماشوم بايد هوډ وكړي نور به د وخت د كنترول پوره پابندي كوي.
3.    د دوى وخت د عبادتونو د وخت په اساس ورته وويشئ، لكه د پنځه ګوني لمنځونه، تلاوت، مطالعې….
4.    خپلو ماشومانو ته ور زده كړه چې بايد خپل وخت كنټرول كړي او تاسې په دې اړه د دوى لپاره بيلګه شئ، ځان ته لومړيتوبونه وټاكئ، ځكه په نامهم څيز باندې په مشغوليدلو سره ډير ضروري كارونه له لاسه وركوئ.
5.    كمكيانو ته ورزده كړئ چې هر عمل بايد په خپل وخت باندې ترسره شي. ابوبكر صديق رضى الله عنه چې كله خليفه ټاكل كيده نو وېې فرمايل: د ورځې څه داسې عملونه دي چې الله تعالى يې د شپې نه قبلوي او د شپې داسې څه شته دي چې د ورځې يې نه قبلوي
6.    په يوه وخت كې مو ماشوم د څه نورو مسؤليتونو په تر كولو هم عادت كړه، ځكه يوازې درس ويل دا معنى نه وركوي چې سړى دې نورو ټولو د ژوند چارو نه لاس په سر شي، نه بلكې د اتاق په منظمولو، د خپل پيزار په صفا كولو او همدا ډول نورو كورنيو چارو كې بايد برخه واخلي
7.    پدې يې پوه كړئ چې د هر شي د تر سره كولو نه مخكې د هغه لپاره پلان او نقشه جوړول ډير مهم دي او ښې نتيجې وركوي .
8.    د ماشوم په ذهن كې مو دا كښينوئ چې په خپل پلان كې بايد دا پنځه سوالونه له پامه ونه غورځوو:
بايد څه وكړم ـ څه وخت يې وكړم ـ يوازې يې وكړم او كه د نورو په مرسته ـ په څومره وخت كې يې بايد عملي كړم ـ په څه ډول يې سرته ورسوم، ډيره مهم پكې دا ده چې د دې كار لپاره د پاى ته رسولو موده وټاكل شي .
9.    د ښوونځي نه له راګرځيدو وروسته يې لږ پريږدئ چې ويده شي.
10.    يو څو ساعته يې پريږدئ چې تفريح وكړي، لوبې وكړي، د تلويزون ځينې مهم پرګرامونه تعقيب كړي، كپيوټر وګوري… عبدالله ابن مسعود رضى الله عنه فرمايي: زه كله ناكله خپل زړه په ځينې لوبو باندې مصروف ساتم ترڅو راسره په حق كې كمك وكړي
11.    د لمانځه لپاره يې له ځان سره جومات ته بوزئ تر څو له كوچنتوب نه په جماعت عادت شي.
12.    د سهار له اذان سره  ماشوم را پاڅوه او  له ځان سره يې جومات ته بوزه تر څو له يوې خوا د سهار له ښكلې هوا څخه گټه واخلي او له بله پلوه په جماعت عادت شي.
13.     له خپل ماشوم سره د د اونۍ په جريان كې د مطلوبو كارونو لپاره د جدول په جوړولو كې كمك وكړئ، داسې جدول چې د ده د وس مطابق ټول مهم كارونه پكې ټول شامل وي.
14.    په بشپړه توګه يې پوه كړئ چې دا جدول بايد په څه ډول عملي كړي تر څو ورته دروند نه وي.
15.    لاښوونه ورته وكړئ چې دا جدول په يوه ښكاره ځاى كې ولږوي تر څو يې ورته كتل اسان وي.
16.    پدې يې هم پوه كړئ چې د وخت تقسيمول ډير غوره دي د مثال په ډول (له روژه ماتي نه مخكې به داكاركوم بيا به تر تراويح پورې داشى يادوم
17.    ځينې مهم عبارتونه او احاديث په يوه تخته يا يوغټ كاغذ وليكئ بيا يې په يوه څرګند ځاى را ځوړند كړئ ترڅو دى ترې ګټه پورته كړې او د وخت ارزښـت وپيژني.
په پاى كې خوښوو چې بايد خپلو ماشومانو ته داسې عوامل په ګوته كړوچې په ژوند كې يې عملي كړي او خپل وخت پرې ډك كړي، ښه روزنه يې وشي ترڅو په دنيا او په اخرت كې كامياب شي.
په همدې هيله

سرچينه: اسلام آنلاين

د ښوونکي لارښود کتابونه
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب