ځواني غنيمت وګڼۍ

څواني داسې بې ګټې او فايدې شى نه دی چې انسان دی هغه د الله په نافرمانۍ او سر غړونه کې ولګوي، بلکې په کار ده چې څواني غنيمت وګڼل شي او هغه د خپلې او نورو د اصلاح، او دخپل او نورو د دنيا او آخرت د سمون لپاره وکارول شي.

عن ابن عباس ، رضي الله عنهما قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم لرجل وهو يعظه : « اغتنم خمسا قبل خمس : شبابك قبل هرمك ، وصحتك قبل سقمك ، وغناءك قبل فقرك ، وفراغك قبل شغلك ، وحياتك قبل موتك »
((المستدرك للحاكم، والبيهقي في شعب الإيمان))

عبد الله بن عباس (رضي الله عنهما) د رسول الله (صلي الله عليه وسلم) وينا نقل کوي چې :«پينځه شيان د پينځه و څخه مخکې غنيمت وګڼئ: ژوند د مرګ څخه مخکې، صحت د مرض څخه مخکې، وزګارتيا د روزګار څخه مخکې، ځواني د بوډاتوب څخه مخکې، او مالداري د فقر څخه مخکې».

«ځواني د بوډاتوب څخه مخکې» ځواني د بوډاتوب څخه مخکې غنيمت ګڼل او هغه کارونه کول چې بيا يې انسان په بوډاتوب کې نه شي کولې، د فکر څخه واخله د عمل پورې، د جومات څخه واخله تر ميدان جنګ پورې، د لمونځ څخه واخله تر حج پورې، د اسلام د قبلولو څخه واخله په زمکه باندې د هغه د نافذولو پورې، کوم شی چې د ځوانۍ په حالت کي څه ډول کيږي په بوډا والې کې هغه شان نه تر سره کيـږي.

نن که الله تعالی تا ته خائسته ځواني درکړى ده، او ټول قوتونه او صلاحيتونه په تا کې پوره شته دى، او ته دغه قوت او صلاحيت په ټوقو تقالو او نشو تماشو کې ولګوي، خو چې کله سبا ته بوډا شى او ستا قوتونه او صلاحيتونه کمزوري شي نو بيا خولۍ، پګړۍ په سر کړى، په لاس کې لوټه او تسبيح ونيسي، او د جومات په څنګ کې «هوهو» کوى نو بيا ته څه کولې شى؟

په ځوانۍ کې عبادت کړه چې عادت د پيغمبر دی
په زړخت کې خو ليوه هم توبه ګار شي له ګناه نه

د نبي کريم (صلي الله عليه وسلم) د حکمت څخه ډک دغه وصيت عقل مند انسان متوجه کوي چې خپل ځان د راتلونکي لپاره وساتي، او د الله تعالی د ورکړل شوو نعمتونو څخه پوره ګټه واخلي، په ځانګړی ډول دالله تعالی طرف ته د دعوت په ميدان کې، او د الله تعالی د رضا لپاره په کار کولو کې، ځکه چې د دعوت لار د مشکلاتو او ستختيو څخه ډکه لار ده، دا اسانه او تياره لاره نه ده، بلکه د سرښندنې، صبر، جهاد، او شهادت لاره ده، او ځوانان د دې کارونو د سر ته رسولو طاقت لرلې شي، نبي کريم (صلي الله عليه وسلم) به هم د دعوت د کار لپاره اکثر د ځوانانو انتخاب کولو، نو څوک چې هم د خپلې ځوانۍ ساتنه وکړي، د هغې اثر به په بوډاتوب کې وويني او بدله به يې په آخرت کې د الله تعالی څخه تر لاسه کړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب