ځنګل او ځنګل پوهنه څه ته وايي؟

ځنګل تعریف:

ځنګل يا ( Forest ): کلیمه د (Foris) لاتيني کلیمې څخه اخستل شوې چې له کور څخه د بهر ساحې معنی افاده  کوي او  هغه ساحه بلل کيږي، چې د نباتاتو يوه ټولنه وي . 
په بل عبارت ځنګل  هغه  حياتي  ټولنه  ده  چې  په  ترکيب  کې  يې  نباتات ، حيوانات  په سترګو نه ليدونکي  ژوي  (Micro Organism)     شامل  وي ، چې  دغه موجودات  يو  پر  بل  باندې  د  متقابلو  اغيزو  تر څنګ  په  خپل  فزيکي  محيط  هم  متقابلې  اغيزې  لري او  د  مړه  محيط  او  ژوند يو  تر منځ   د  مواد و  او انرژي تبادله صورت  ونيسي  او  يو  ايکو  سيستم  جوړ کړي.دا هم  په  داسې  حال  کې  چې  په  ټول  بيولوژيکي او فزيکي محيط  باندې  د  نباتاتو ( ونو ، نیالگیو، پيچکونو ) اغيزې زياتې او د دا رنګه  ايکو سيستم  د  نورو ژوند يو لپاره همدغه  نباتات  د ژوند زمينه  برابره  کړي.

ځنګل پوهنه :

هغه علم او فن دی چې د ځنګلونو د پيدايښت ، منشاء ، بيولوژي ، جغرافيوي انتشار ، پالنې روزنې ، احداث ، احياء ، تنظيم او د هغې د محصولاتو څخه د ګټې  اخستنې  او  پروسس ، خرڅلاو  لارې مونږ  ته ښيئ  د  ځنګل پوهنې (Forestry ) په  نامه  ياديږي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب