پښتو لنډۍ ۱۹- پیل په پ

پر چپرکټ راسره کېنه ~ پر صراحي غاړه مې واچوه لاسونه
پرچلم دوې سکروټې کېږده ~ لکه دوې بنې پۀ سيالۍ خولۀ ورکوينه
پرچلم راغله کش يې ورکړ ~ لۀ جنجالي پېزوان يې شنې لوخړې ځينه
پرچمن ستادراتلوغږ دی ~ ګل پۀ لړزه شوچې خزان ولګېدنه
پرحال مې مه کوه پوښتنه ~ لکه پردېس مړی زۀ پروت يم بې کفنه
پرحريري کاغذدپاسه ~ پۀ زرافشان قلم ليکم ديارغمونه
پرخپل جانان مې زړۀ خوږېږي ~ چې پردښتو بۀ يادوي شينکي خالونه
پرخوږ اشنامې سلام وايه ~ بياورته وايه چې مې هېرنۀ کړې مينه
پرڅنګل سرراسره کېږده ~ پرصراحي غاړه راواچوه لاسونه
پرځان دګلولښته نه اخلې ~ پرمادې تېرکړل دکوتکوګوزارونه
پرځان مين يې پرمانۀ يې ~ ياري پۀ داسې مينونۀ کېږي مينه
پردالوی غرۀ وروختمه ~ نۀ مې غم کم شونۀ مې وکړۀ ديدنونه
پردنياتول دسړونشته ~ تول دپيسودی مسليان خانانوينه
پردنياډېرې خوشالۍ دي ~ بې لۀ وصاله نورې ټولې عبث دينه
پردنياسره وړانګه پرته ده ~ ليلا پۀ څڼوکې لاله ټومبلي دينه
پردنياښۀ راسره وکړه ~ پۀ اخرت کې دهرچاګوښې کورونه
پردنياغم کله ښادي وي ~ پرماهمېش دغم جنډې ولاړې دينه
پردېره ته راشه زرګره ~ هلکان ګوتې جوړوي نجونې ششتونه
پردېسان ټوله راايله شوۀ ~ لالی رانغی واورې پرېوتې پرغرونه
پردېسه وخته وغروته ~ سترګې يې څارکړي زړۀ يې غم غلطوينه
پردېوال دوې کوترې ناستې ~ يوه کوکوکړي بله ځان سمبالوينه
پردېوال مه ږده قدمونه ~ خلک پوهېږي بيابۀ وايې تومتونه
پردېوال نيمه راښکاره شوې ~ پۀ نيمايې صورت مې اورولګېدنه
پردين محکم دپاک حضرت شه ~ چې شفاعت دې دقيامت پۀ ورځ کوينه
پردی وطن پۀ هرچاغم وي ~ ماپۀ پردي وطن کرلي دي ګلونه
پردېوال هسکه شه خولۀ راکړه ~ يوهمزولتياده بل مين درباندې يمه
پردی وطن دی زړۀ مې تنګ دی ~ ماته رخصت راکړه چې خپل وطن ته ځمه
پرزړۀ بۀ لويۀ تيږه کېږدم ~ داستالۀ لورې بۀ يې ورو ورو صبرومه
پرزړۀ سوری ترې کورته راغلم ~ دجانان بدمې پرلېمومنلي دينه
پرزړۀ مې اور دګرګو بل دی ~ داوسيلوپرځای سکروټې تويومه
پرزړۀ مې باردغم انباردی ~ هسې مخلوق ته پۀ خنداولاړه يمه
پرزړۀ مې ته بانې مې نورې ~ کلي کې ګرځم ماشومان کرارومه
پرزړۀ مې خاورې کوټنۍ شوې ~ اغزي پرې شنۀ شوۀ اوس مې خوب ته نۀ پرېږدينه
پرزړۀ مې څۀ بلا تېرېږي ~ عالم ته روغه پۀ خنداولاړه يمه
پرزړۀ مې ځای دداغونشته ~ داکبرجن اشنالانورپرې راکوينه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب