پوښتنه او مدلل ځواب!

په جماعت کي مي له مولوي صاحب څخه تفسیر وایه او زده کړه يي ښه په خوند روانه وه. زما د ترور زوي راغي راته یي وویل:
اکبره یوه پوښتنه لرم.
وایه!
که سړي حج وکړي بیا کافر سي نو څه کیږي؟
څنګه څه کیږي؟
حج يي ځي که نه ځي (باطل کیږی که نه ).
زه نه پوهیږم دا څه لیوني پوښتنه ده.
پوښتنه به ولي لیوني وي ستا يي ځواب نه دي زده څه له پاره دا غټ غټ کتابونه (جلالین تفسیر او هدایه) وايي چه د یوي وړي پوښتني ځواب دي نه دي زده؟
زه هم خړ (خجالت) غوندي شوم او له ځان سره مي وویل چه دا ځواب خو مي باید زده واي. خو جهالت مي ونه کړ ځکه ورته ونه مي وویل چه کافر شوي. که نه اسانه لاره یي خو همدا ده، لکه کوم ټمبل استاد (ښوونکي ) چه ځواب نه ورځي نو زده کوونکي ته وايي چه بي ځایه پوښتني مه کوه ناکامه کوم دي. او یا زموږ پنډلي ملایان چه کله پوښتني ته ځواب نه شي ویلاي د سړي د خاموشه کولو اسانه لار داده چه ورته ووايي چه عقیده دي خرابه ده.
خو ما دا اخلاقي جرات وکړاو ورته ومي ویل چه زه نه پوهیږم، زه به مي له استاد څخه پوښتنه وکړم.
سبا سهار چه سبق خلاص شو له مولوي صاحب څخه مي پوښتنه وکړه او په نرمي ورته وویل چه یوه کس داسي پوښتنه کړیده.
څنګه پوښتنه يي کړیده ووایه.
ویل يي چه که سړي کافر سي حج یي باطل کیږي که نه.
مولوي صاحب سمدلاسه د قرانکریم دا ایات راته ووایه ( ومن یر تدد منکم عن دینه فیمت وهو کافر فاولـئک حبطت اعمالهم فی الدنیا والآخر ة واولـئک اصحاب النار هم فیها خالدون). او فیصله يي وکړه چه حج يي باطلیږي.
زه هم ډیر خوشحاله شوم ځکه د پوښتني ځواب مي پیدا کړي وو. او سړي ته مي وویل چه څوک چه کافر سي حج يي ځي (باطلیږي). سړي په فکر کي ډوب شو اوسمدلاسه یي داسي غاښ ماتوونکي ځواب راکړچه خوله مي وازه پآته شوه.
نو ښه خبره داده چه سړي اول کافر سي بیا حج وکړي.
ماته هم ډیر قهر راغي چه دا پوښتنه دي د ریشخند (ټوکو) له پاره کړي وه.
خیر دا یوه ځانګړي او زما په نظر بي ځآیه پوښتنه وه خو اوس چه زه ګورم هر پوښتنه چه د سړي د طبیعت سره جوړه نه وي او یا یي هم جناب ته ځواب نه ورځي نو ټولي پوښتني د همدي پوښتني غوندي ګڼل کیږي او ځواب يي یوازي توهین او تحقیر دي، مرتد کوي دي، کافر کوي، فرخنده درڅخه جوړوي او په پآي کي دي وژني. ما له ډیرو کسانو (لوستو او سواد دارو) سره بحث کړیدي او اوس هم کله نا کله بحث کوم. دا کسان سره له دي چه ځانته لوستي وايي داسي بحث درسره کوي لکه ماشومان، په اسلام کي دا خبره داسي راغلي ده.

چا ویل ریفرینس راکړه په کوم سند دا خبره کوي.
ته یی اوس دا نه مني؟
زه یي منم ته یو دلیل راته ووایه.
دلیل ملیل نشته خبره همداسي ده، ما له ملایانو څخه اوریدلي دي. د خداي په کتاب کي همداسي راغلي دي او په حدیثونو کي هم راغلي دي.
د خداي دکتاب په کوم ځاي کي؟ په کوم حدیث کي دا خبره راغلي.
بس راغلي ده ته نه پوهیږي.
دا د ړانده او کاڼه زامن هر څه په پټو سترګو مني اود غلامانو په شانته همیشه هر څومر بار چه ملایان ورباندي بار کړي وړي يي او دلیل نه وايي.

زموږ لویه بد بختي داده چه د نفوس یوه لویه برخه مو مطالعه نه کوي ځکه فکر کوي چه په هر څه پوهیږي او په کومو دندو چه کار کوي هغه دندي ورباندي وړي دي او ځانونه ورته زښته زیات قابل او هوښیار ښکاري. پاته شول نالوستي خلک هغوي خو خداي بځښلي دي او په هغوي کي غلامي او په پټو سترګو د منلو احتمال په سلو کي له نوي (۹۰) څخه زیات دي. ستونځه دا ده چه زموږ د ملک او خلکو سرنوشت د همدي کسانوپه لاس کي دي. همدا کسان دي چه تصمیم نيسي چه ثواب څه دي او ګناه په څه کي ده. دوزخ ته به څوک استوو او جنتي څوک دي، د چاسر باید غوڅ شي او د چا وینه باید توي شي. څوک مسلمان دي، څوک منافق دي او څوک کافر دي.
زموږ فتواګاني له داسي ځایه راځي چه هلته د ټولو ایمانونه وراسته دي، هلته جهاد حرام دي، هلته د حرا منډيي په حرامسراي پولیس ګزمه کوي. هلته د نظام په وړاندي درلیدل بغاوت دي او ټول بغاوتونه باید د کرښي دي غاړي ته وشي ځکه دلته جهاد فرض عین دي، په ټولو خلکو فرض عین دي او د تل له پاره فرض عین دي. دا فرض عین باید نسلونه دوام وکړي اود اتشکدي د اور په شان باید دا لمبي هیڅکله خاموشي نه شي خو البته په همدي محدوده جغرافیه کي.

افغانستان، کشمیر او فلسطین داسي اتشکدي دي چه د لمبو سړیدل يي د دوزخ د لمبو د تازه کیدو سبب کیږي که دلته اور مړ شی نو ددوزخ د اور لمبي به ټوله دنیا په سر واخلي. ددي دریو ملکونو خلک ټوله دنیا هو ټوله دنیا (کفر او اسلام) د دوزخ له اور څخه ژغوري. دا ضمانت ددي دریو هیوادنو سر ټمبه خلکو کړي ده چه باید د نړي اوه ملیارده نفوس ټول جنت ته بوزي. دا مهمه نه ده چه دا ټول کسان په جنت کي ځایږي که نه -او دا ددوي مسولیت هم نه دي- بلکه ددوي مسولیت بس دا دي چه ټول کسان جنت ته واستوي نور په جنت کي ددي خلکو ځایول د خداي کار دي هو بلکل د خداي کار دي ځکه خداي ته هر څه ممکن دي او هر څه يي په وس پوره دي.

زموږ ویاړلي اولس خپل بچي ددي لعنتي کرښي ها خوا د زده کړو له پاره مدرسو ته استوي ځکه که ددوي بچیان قران حفظ کړي نو دوي به په اخرت کي په هسکه (جګه) غاړه د ټول مخلوقاتو په مخکي جنت رروان وي ځکه اولادونو يي د هرا منډيی څنګ ته حفظ کړي دي او دا نه ده مهمه چه دا زده کړه يي په کوم قیمت او د کوم ځاي په قیمت کړی دي؟ خو مهمه دا ده چه پلار يي په هسکه غاړه د حشر په میدان کي وګرزي . د هیرا منډي څنګ ته ددي خلکو ماغزه داسي مینځل کیږي (Brain Wash) چه د روسانو برین واش يي د پښو ګرد ته هم نه رسیږي. زموږ د خلکو دماغونه د ډیرو شیطاني کړیو په واسطه مینځل کیږي او داسي لیوني پیچکاري ورته کیږي چه د خپل هیواد ورانول د خلکو وژل او تاریخي ارزښتونو محوه کول ورته د جنت فردوس طلايي کلیګاني ښکاري. ددي کرغړیني کرښي دواړو غاړو ته دا نسل وژنه ددین په نامه روانه ده او دا نسل وژنه زښته زیات ثواب لري خو زموږ د خلکو دسر په MRI کي ماغزه نه ښکاري که نه څوک چه یوه اندازه عقل او دماغ ولري نو د خرګري له دي خوبه راویښیږي خو زموږ خلک فکر کوي چه دا خوب يي هم په ثواب کي شمیرل کیږي. خو زه په دي خبره نه پوهیږم چه زموږ خلک دا دومره ثواب څه کوي او زموږ دخلکو ثوابداني ولي نه ډکیږي. فکر کوم له دي څخه هم جهنم جوړ شوي دي چه ډکیدل يي نشته.
زموږ نیکه هم عجبه دوعا کړی وه:
دا وګړي ډیر کړي خدایه
لویه خداي لویه خدایه
که يي ددي پر ځآي ویلاي واي:
موږه ښه هوښیار کړي خداي
لویه خدایه لویه خدایه
نو فکر کوم چه اوس به موږ داسي نه واي.
څنګه به داسي نه واي، د ډیروالي دوعا يي چیري قبوله شوه چه د عقل دوعا به یی قبوله شوي وايي. نور قومونه له موږ څخه اوس هم ډیر او هم هوښیار دي؟
او ماته د رحمان بابا خبره راپه یاد شوه:
که په عقل پسي لاړم په کار نه شه
که له بخته مي یاري غوښته یار نه شه
که مي سل نصیحتونه ورته وکړل
هغه خداي بي لاري کړي په لار نه شه

your ads

محمد اکبر پیمان

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب