
تاسی څه شی دوزخ ته بوتلی ، هغوی به ووايی مونږ له لمونځ کونکو څخه نه و.
قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (الزمر ۵۳ ).
(ای پيغمبره ) هغو بنده ګانو ته می ووايه کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تيری کړي دی چه دالله له رحمت څخه مه ناهيلی کيږي يقينًا الله ټولی ګناوی بښی هغه خو بښونکی اومهربان دی .
په کومو حالاتو کې بايد لمونځ مات کړ شي .
۱- دکوم مضر ځناور ويره وي مثلاً مار يا لړم مخی ته راغی – نولمونځ ماتول پکار دی ترڅو هغه مړکړ شي اوضرر يی دفع شي يا دلمونځ کوونکي په جامو کې لړم يا بل مضر حشره ننوځی او ددی ويره وي چه که سړی وچيچی سخت نقصان او تکليف به تری پيدا شي نو پدی صورتونو کې لمونځ م اتولی شي .
مثلاْ هغوی ته کوم درد ورغلی وي ،يا هغه ولويږي ،يا بولو کولو ته ځي اوبل څ وک نه وي ،خوکه بغير له کوم ضرورته عادتاً ناری وهی نو بيا دلمانځه ماتول ضرور ندي .
۶- دسړی دڅه سامان يا پايزار د ورکيدو ويره وي چه غل به يی يوسی نو لمونځ دی مات کړي سامان د پر ځای کړی خو ښه داده چه دلمانځه مخکی خپل سامان پرځای کړی ،اويا داسی وشی چه دکور پشۍ يا سپی راشی او دخوړود ديګ يا غوړيو د چپه کيدو يا نور نقصان ويره وی .