په کور کېنه! | مه خفه کېږه! ۱۶

له شر اچوونکیو او په لهو او لعب کې اخته خلکو له شر څخه د بچ کېدو په نیت په کور کې ګوښه کېناستل سنت طریقه ده، په دې ډول به دې زړه او روح دواړه تازه او ذهن به دې کارنده وی.

له هغو بوختیاو نه ځان ساتل چې انسان د خیر او بندګۍ له کارونو څخه منع کوی، یوه داسې نسخه ده چې پوهانو تجربه کړې، او کامیابی یې پرې ترلاسه کړی او زه یې تاته د ازمویلو سپارښتنه کوم.

د شر او فساد له مجلسونو څخه ځان ساتل، ذهن تازه کوی، عزت او ناموس مو ساتی او غوره مجلسونه، لمونځونه او جَمعو ته راټولېدل او د علم او خیر په کارونو کې برخه اخیستل، ټول ګټور کارونه دی.

د سستۍ او لټۍ له ځایونو څخه ځان وساته، پر خپلو ګناهونو پښېمانه شه، ژبه دې په واک کې ولره، او په کور کې کېنه، نو له فتنو نه به په امن شې.

له بېکاره خلکو سره ناسته له خپل ځان سره ظلم کول دی، او له دا ډول خلکو سره ناسته ولاړه د انسان اخلاق تباه کوی، ځکه چې دوی یوازې فتنې، افواګانې او د دروغو کیسې خپروی، داسې به دې ووېروی، چې له مرګ نه به دې وړاندې ووژنی!

(  لَوْ خَرَجُواْ فِیکُم مَّا زَادُو کُمْ اِلَّا خَبَالاً  )

”  کـــه هــــغــــوی لــــه تــــاســـې ســــره وتــــلـــــی وای، نـــــو پــــه تـــــاســــــې کـــــې بـــــه یـــــې لـــــه ورانــــــکــــــارۍ نـــــه پــــــرتــــــه نــــــور څـــــه نــــــه وو زیـــــات کـــــړی.  ”

هیله لرم چې په خپله کوټه کې کېنې، او له خپل کار سره کار ولری،

هو!  که کومه د خیر ښېکڼې خبره وی، په هغه کې برخه واخله، که دا کار دې وکړ، نو زړه به دې ډاډه وی، وخت به دې له خرابیدو څخه وژغورل شی، عمر به دې هسې بیځایه تېر نشی، ژبه به دې له غیبت څخه خوندی وی، غوږونه به دې بد نه اوری، او نفس به دې نه بد ګومانه کېږی، څوک چې دغه خبرې تجربه کړی، نو په خوند به یې پوه شی.

څوک چې له جاهلانو سره وخت تېروی، او د وهمونو په نیلی سپور وی، هغه ته زموږ سلام دی او بس !!!

لیکوال: – دوکتور عائض بن عبدالله القرنی

ژباړه:- رحمت الله مومن (مارزک)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب