اسلامي نړۍ او امت

په کفري نړۍ کې د اوسېدونکي مسلمان مسؤلیتونه څه دي ؟

د اسلامي نظام د سترو مظاهرو ( څرګندو نښو نښانو) څخه یوه داده چې: دین د انسان په ژوند کې یو اساسي محرک ګڼل کیږي، یعنې نه یواځی دا چې په دې دین کې یو تن یواځې مسلمان وي، بلکه د اسلامي حکم له مخې د اسلامي نړۍ پوری یو تړلی شخصیت هم بلل کیږي؛ نو هر څنګه او هر چېرته چې وي د داسلامي ارزښتونو خیال به ساتي[ په ځانګړې توګه په غربي ټولنه کې، ځکه هلته د ده شخصیت د اسلام څخه نمایندګي کوي]. د اسلام سپېڅلي دین ته د انتساب( تړاو) په خاطر په یو مسلمان څو بنسټیز مسؤلیتونه لري چې دلته به ېې په مناسب لنډیز سره یادونه کوو:

1: د اسلامي شریعت اصول به پام کې نیسي

هر کله که یو مسلمان په نامسلمانه ټولنه کې ژوند کوي؛ نو دا په ده باندی فرض دي چې پر ځان باندی به اسلامي مبادئ (اصول) تطبیقوي او په دې لړ کې به هغوي ته د یو ژوندي مثال حیثیت غوره کوي. همداراز په غربي ټولنه کې پر مېشت مسلمان باندی د الله(جلت عظمته) لوري ته بلنه فرض ده، لکه تل هڅه به کوۍ چې د خپل بشري توان تر حده پوری د هغوي سره غوره چلند وکړي او د حمیده اخلاقو په چوکاټ کې به له هغوي سره ښه راشه درشه کوي.

که اسلامي تاریخ ته ځغلنده کتنه وکړو؛ نو مونږ ته به جوته شي چې د آسیا او د افریقا په لویو وچو کې د اسلام سپېڅلی دین د هغو تجارانو په لاسونو خپور شویدی چا چې اسلام ته پخپلو ښو اعمالو سره نور رابللي دي( نه پر اقوالو سره). دغو مسلمانو تاجرانو هڅه وکړه چې تر څو دوي ته د ښو اخلاقو یوه ژوندۍ بېلګه وروپېژني او په خپلو لوړو انساني خصلتونو سره ېې وکولی شول چې دوي ته د سپېڅلي دین د ښه انځور ښودنه وکړه او د دوي ښه چارچلند پر نامسلمانه ولسونو باندی دومره ښې اغېزې وشیندلی چې بیا به د اسلام په نجات بښونکي دين کې ډلی ډلی داخلیدل.

پر همدې اساس سره ویلی شو چې: یو مسلمان چې کله په غیر اسلامي خاوره کې ژوند کوي؛ نو له ټولو هغو محرماتو څخه به ځان ساتي چې اسلامي سپېڅلي شریعت ورڅخه منع راوړېده، حتی که څه هم چې د دوي ( غربیانو) په دولتي قوانینو کې هغه ناروا نه وي، لکه زنا ته نژدې کېدل، شراب څښل او داسې نور.

لوی څښتن تعالی په دې اړه مونږته داسې لارښودنه کوي چې ارشاد فرمايي: (( قُلْ إِنَّ صَلاَتِي وَ نُسُكِي وَ مَحْيَايَ وَ مَمَاتِي لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِين ــ لاَشَرِيكَ له وَ بِذَلِكَ أُمِرْتُ وَ أَنَاْ أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ)). (الأنعام:162-163).

ترجمه: (اۍ محمده ( صلی الله علیه وسلم) ته) دوي ته ووایه چې په یقیني توګه سره زما لمونځ، زما قرباني(الهي طاعتونه) او زما ژوندون او مړینه یواځې او یواځې د لوی څښتن تعالی لپاره دي چې د ټولو مخلوقاتو پالونکی دی، هغه هیڅ شریک( او په عباداتو کې هیڅ سیال) نلري او ماته په همدې(توحید باندی) دستور را کړل شویدی او زه د مسلمانانو څخه (الله تعالی(جلت عظمته) ته په غاړه ایښودونکو کې) اول یم.

نبي کریم ( علیه الصلاة والسلام) په دې اړه مؤمنانو ته داسې لارښودنه کوي چې فرمايي: ((اِتَّقِ اللّهَ حَيْثُمَا كُنْتَ وَأَتْبِعِ السَيّئَةَ الْحَسَنَةَ تَمْحُهَا وَ خَالِقِ النّاسَ بِخُلُقٍ حَسَنٍ)). (رواه الترمذي د حدیث شمېره1987).( د امام ترمذي رحمه الله په وینا دا حدیث حسن او صحیح حدیث دی).

ترجمه: هر چېرته چې ېې د ( خپل) پروردګار( جلت عظمته) څخه ووېرېږه او د ګناه وروسته ښېګڼه تر سره کړه چې( هغه) ېې له منځه وړي او له خلکو سره په نېکو اخلاقو سره چلند تر سره کوه.

که د پورتني نبوي حدیث شریف په الفاظو کې کې لږ هم فکر وکړو؛ نو دا به مونږ ته راڅرګنده شي چې د رسول الله( صلی الله علیه وسلم) دا سپېڅلی ویناوی په نامسلمانه هیواد کې د یو مسلمان له حالت سره څومره سمون خوري، لکه نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم) تا ته ښودنه کوي او در وايي: (( اِتّقِ اللّهَ حَيْثُمَا كُنْتَ))یعنې ته چې هر چېرته[په هره خاوره او د هر ډول ژبې باندی ېې] ؛ نو د الله تعالی څخه ووېرېږه، دا مونږ ته د همدې خبرې څرګندونه کوي، مسلمان چې هرې خاورې او هرې سیمې ته ځي؛ نو باید پر خپل ځان باندی اسلامي شریعت عملي کړي او بیا لارښود پیغمبر ( صلی الله علیه وسلم ) همداراز ارشاد فرمايي: (( وَ خَالِقِ النّاسَ بِخُلُقٍ حَسَنٍ )) او له خلکو سره غوره چلند کوه.

دا پورته خبرې د همدې حقیقت ښه څرګندونه کوي چې د ټولو خلکو سره ښه چلند کول پر هغه باندی فرض دي چې د اخلاقي بنسټونو په پام کې نیولو سره به د هغوي سره د خواخوږۍ له چلند څخه کار اخلي، ځکه نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم) دا نه دي ویلي چې: (( وَ خَالِقِ الْمُسْلِمِيْنَ بِخُلُقٍ حَسَنٍ)) یعنې یواځی د مسلمانانو سره ښه چلند کوه، بلکه ویلي دي چې: (( وَ خَالِقِ النّاسَ بِخُلُقٍ حَسَنٍ))، یعنې له ټولو خلکو سره ( کافر او مسلمان سره) له ښه انساني چلند څخه کار واخله.

له همدې ځایه امام ابن قدامه ( رحمه الله) فرمايي: (( هر مسلمان چې د خپل دښمن خاورې ته داخل شي؛ نو بیا دې نه د هغوي په مالونو کې له درغلۍ( خیانت) څخه کار اخلي او نه به هم له هغوي سره د سود خوړلو څخه ډکه معامله تر سره کوي، ځکه چې دا په اسلام کې رواء نه دي او مسلمان ته چې په دغه خاوره کې د سولی او امان نه ډک ژوند وربښل شویدی، دا د همدې لپاره چې خیانت به نه ترسره کوي او لکه څرنګه چې هغوي دده د خیانت د نه کولو څخه ډاډه دي؛ نو دی به هم خپل اعتماد ټینګ ساتي ـــ ( که څه هم چې په شفوي لحاظ به ورته د نه خیانت کولو خبره نه وي شوي، ولی مسلمان ته د امن د برابرولو او هلته د اوسېدلو کار له همدې خبرې پرته بله څه معنا لرلی شي).

تاسې یوه شېبه تصور وکړئ! که چېری د غربي ټولنې څخه زمونږ اسلامي خاورې ته یو کافر پناه یوسي، تر څو زمونږ سره په امن او سوله ئیزه فضاء کې ژوند وکړي، خو له مونږ سره یو ډول خیانت وکړي؛ نو دا شخص په حقیقت کې د خپل عهد ( وعدې) ماتونکی دی؛ نو اصلي خبره همداده چې که چیری د مسلمان په حق کې چل و فریب وشي؛ نو مسلمان ته نه ښايي چې د هغوي سره خیانت وکړي، ځکه دا په غدر( دوکه) کې داخلیږي او زمونږ دین د غدر او چل و فریب له رزالتونو څخه یو سپېڅلی او پاک دی دی او که چېری یو مسلمان د هغوي په حق کې دوکه وکړي، مثلا: له دوي څخه یو څه پټ او یا ورڅخه مال د پور( قرض) په توګه سره واخلي؛ نو دا پری فرض دي چې اخستل شوی مال به ېې بېرته خپلو خاوندانو ته ورسپاري او که چېری د دې مال خاوندان اسلامي خاورې ته له هغه څخه د شکایت په خاطر راشي؛ نو دوي ته به امن ورکول کیږي او مال به ېې بېرته ورسپارل کیږي او یا دا چې [د دوي له تګ وروسته] دوي ته به بېرته ورلیږل کیږي، ځکه دا مال ېې په داسی توګه اخستلی دی چې دېته ېې اخستل حرام دي او داسې به ېې ورته سپاري لکه د یو مسلمان له مال څخه ېې چې اخستلی وي.[1].

2- د حلالو او حرامو په اړه د اسلامي تصور څخه ځان خبرول:

یو مسلمان دی هیڅکله هم داسې تصور نه کوي چې کیدلای شي کفري هیوادونو کې ژوند به دده لپاره د شرعي احکامو د ناسخ کوونکي ( له منځه وړونکي) حیثیت ولري، بلکه په باوري توګه سره ویلی شو چې هر هغه څه چې پر یو مسلمان باندی په اسلامي خاوره کې فرض دي؛ نو دا پری په کفري خاوره کې هم فرض دي او کوم څه چې پرده باندی په اسلامي خاوره کې حرام دی؛ نو هلته پری هم حرام دي.

3- : په نامسلمانه هیوادونو کې ژوند د دعوت لپاره غوره فرصت ګڼل:

په غربي او نوره کفري نړۍ کې مسلمان به د خپل ځان د تواجد څخه ګټه پورته کوي او د الله تعالی( جلت عظمته) لارې ته د دعوت لپاره به خپل ارزښتمن وخت ځانګړی کوي، لنډه دا چې په ټوله معنا سره به هڅه کوي تر څو د اسلام د سپېڅلي دین په اړه د هغوي ناسم باورونه او مفاهیم سم کړي، هم به د هغوي د فکري سمون لپاره هلی ځلی کوي او هم به په خپلو فاضله( نیکو) اخلاقو سره هغوي تر خپلې اغېزې لاندی راولي، د زیاتې وینا پر ځای به زیات عملي پروګرامونه پر لاره اچوي، تر څو د هغوي زړونو ته لاری وباسې او د ښه اړیکو او غوره چلند په نتیجه کې ېې د اسلام نجات بښونکي دین په لور راوبلي او په دې لړ کې به د هری مشروع او ممکنې لارې څخه استفاده کوي.

4- په اسلامي باندی ویاړل:

په کفري نړۍ کې د اقامت پر مهال به یو مسلمان پر خپل انسانسازه دین باندی د اعتزاز او افتخار احساس کوي او دیني واجبات او احکامو ته به په خورا درنه سترګه ګوري او داسې تصور به لري چې: مسلمان په اصل کې هغه لوړ شخصیت نوم دی چې لوړ افکار او د ژوند غوره تګلاره به لري او خلک به د خلکو د عبادت پر ځای د الله تعالی ( جلت عظمته) عبادت ته رابلي او د هلاکت څخه به د هغوي ژوند ته نجات ورکوي.

هلته به د هر هغې کړنې څخه چې د سپېڅلي شریعت سره ټکر او مخالفت لري په کلکه توګه ځان ژغوري او په ورین تندي سره به هر هغه کړنه چې د الهي آوامرو سره موافقت ولري تر سره کوي به ېې. همداراز د دنیا په زائلیدونکي خوندونو او ښکلا پسې به خپل زړه نه بایلي، بلکه دا الهي وینا به خپل ذهن ته راولي چې ارشاد فرمايي: ((وَ مَا الْحَيَاةُ الْدُّنْيَا إِلّا مَتَاعُ الْغُرُوْرِ)) .سورة آل عمران 185 مبارك آیت
ترجمه: او دا دنیوي ژوندون نه دی مګر یوه تېرایستوتکی (غولونکی) پانګه ده ( چې نفعه ېې لږه او ژر فناکېدونکی ده).

5: ــ د کفارو په مفاسدو د ژور خفګان څرګندونه کول

مؤمن مسلمان به په کفري نړۍ کې د ټولو بداخلاقیو لکه شرک، معصیتونو او نورو رزالتونو باندی خواشنیۍ کیږي او پر دې خبری باندی به ژور باورمند وي چې د یو انسان ارزښت په مادیاتو پوری نه دی تړل شوی، بلکې په روغې عقېدی او د غوره دین په ټاکلو کې ېې دنیوي او اخروي عزت نغښتل شویدی.

6:ــ د دین په خطر کې لیدلو سره هجرت کول

هر کله چې یو مؤمن مسلمان ددغې ککړې ټولنې تر فشار لاندی راشي او د هغه د دین پر وړاندی بې شمېره خنډونه راولاړ شي، حتی تر دې پوری چې د خپلو دیني شعائرو په ممارست ( تر سره کولو ) کې هم بریالی نشي؛ نو په دغسې کړکېچنو حالاتو کې باید حتمي ده چې هجرت ته به مخه کوي او له کفري نړۍ څخه به یوې اسلامي نړۍ ته د سفر کولو کوټلی عزم کوي، ځکه مسلمان خو په ځمکه کې د الله تعالی خلیفه ګرځول شویدی چې د نړۍ د سیادت او قیادت لومړنی حقدار همدی ګڼل کیږي او که هر چېری په ذلت او سپکاوي کې ژوند تېروي؛ نو بیا د قیامت په رسوا کوونکی ورځ باندی به د خپل مقتدر څښتن تعالی پر وړاندی هیڅ ځواب نلري [ مګر دا چې که چېری هجرت نشي کولی او داسی عذر لرونکی وي چې کوم موجه دلیل هم ولري].

7:-د خپلوانو سر ه ېې د میراث وړلو حق خوندي پاتې کېدل

د اسلامي دولت د مشرۍ له برکتونو څخه یو ستر برکت دادی چې که چېری یو مسلمان که څه هم چې په کفري نړۍ کې به ژوند کوي، خو بیا هم کولی شي چې د خپل بل مسلمان ورور میراث واخلي، دا پروا نه کوي چې په هره خاوره او سیمه کې ژوند وکړي. شیخ أبو زهرة (رحمه الله) په دې اړه یو په زړه پوری مثال بیانوي او وايي: ((إذا ماتَ مُسلمٌ فِي القاهِرةِ وَ لَه قريبٌ إنجليزي مُسْلِمٌ فَإنه يَرثه؛ لأن أساس الميراثِ القرابةَ و النصرةُ ـــ و هما مُتحققان أو أحَدهما مُتحقق و الآخر ينبغي أن يَتحققَ)). [2].

که چیری یو مؤمن مسلمان د مصر د قاهرې په ښار کې ومړ او د هغه یو خپلوان د برطانېې د هیواد څخه وي او مسلمان هم وي؛ نو په باوري توګه سره دا کولی شي چې د هغه میراث یوسي، ځکه د میراث بنسټ او اساس قرابت ( خپلولي) او یو دبل سره[د اسلام په خاطر]ملاتړ کول دي چې دواړه په هغه( برطانوي مسلمان) کې شته او که چېری یو له دغو اساساتو څخه پکې شتون ولري؛ نو دا بل دې هم پکې را پیدا شي.

8-د جرمونو د ترسره کولو په مقابل کې به ورته جزا ورکول کیږي:

که چیری یو مسلمان په کفري نړۍ کې په پوره امن کې ژوند وکړي او بیا یو ستر جنایت تر سره کړي ( لکه یو کافر قتل کړي) ؛ نو هر کله چې بېرته اسلامي خاوری ته راستون شي پری حد او قصاص واجبیږي او جمهور فقهاء په دې نظر دي چې باید قصاص شي، البته هر کله چې شرعي ثبوت پری تر سره شي؛ نو حد به هم پری قائمیږي.[3].

د لا زیاتو معلوماتو لپاره د لاندی مراجعو کتنه وکړئ:
(1) : المغني 8/458.
(2): العلاقات الدولية محمد أبو زهرة ص 60.
(3): ينظر: المرجع السابق ص 60 والنظام الدولي الجديد بين الواقع الحالي و التصور الإسلامي لياسر أبو شبانة ص 660.

ليکنه: فضل الله (ممتاز )

ژباړه : محمدخالد ملکزی

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: