په کال ۲۰۳۹م کې به دوه ځله حج کوو!

په ميلادي کال 2039 به دوه ځله حج کوو ـ بإذن الله تعالى ـ په دې نېکمرغه کال (39م) کې به حاجیان دوه ځله په عرفات دریږي او په دې یوه کال کې به دری اخترونه وي.

دا خبره د فلکیاتو یوه سعودي عالم او د قصیم په پوهنتون کې د جغرافیا استاد ډاکټر عبدالله المسند په خپل ټویټر پاڼه کې کړې وه چې په خواله رسنیو کې یې شور او غوغا رامنځته کړه، وروسته نوموړي ډاکټر په دې اړه تفصیلي معلومات خپاره کړل چې لنډیز یې په لاندې ډول ده.

د کال 2039م د جنوري په لومړیو لسو ورځو کې به لوی اختر وي او حاجیان به په دې لسیزه کې د دژ کال لومړی حج ادا کړي، او د همدې کال د دیسمبر په وروستۍ لسیزه کې به بیا د حج شپې ورځې راورسیږي او حاجیان به په همدې 2039 م کال کې دویم حج وکړي، او په دې کال به دری اخترونه لرو

لومړی لوی اختر: 6جنوري 2039م،

دویم کوچنی اختر: 19 أكتوبر 2039م،

دریم لوی اختر 26 ديسمبر 2039م،

اصلا دا خبره د هجري او میلادي کلونو په توپیر پوري تړاو لري، هجري کال له میلادي نه 10 یا 11 یا 12 ورځي کم وي، 10 هغه وخت کم وي چې هجري کال (355) ورځي وي او ميلادي (365) ورځي. داراز د میلادي کال د میاشتو د ورځو د کمښت او زیاتوالي په لحاظ دا توپیر یولس او دولسو ورځو ته رسیږي، نو په متوسطه اندازه هجري کال له میلادي نه 11ورځي کم شو. چې په دریو کلونو کې دا توپیر یوه میاشت کیږي.

د مثال په توګه اوس هجري کال 1436هـ ده او میلادي 2015 م ده نو د هجري شپې چې کمي دي دی له میلادي کاله تیز دی او ژر ژر تیریږي، او داسې وخت به هم راشي چې هجري کال به په میلادي پسې ورسیږي او دا به په کال 20841هـ م، وي، په دې کال به اول د محرم 20841هـ، له 28 ديسمبر 20841م، سره برابر شي. او 33 کاله به هجري او میلادي یو ځای سره روان وي وروسته به میلادي مخته شي.

حامد افغان

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب