په ژوند کې د لومړیتوبونه ټاکل

  • په بیړنیو حالاتو کي د لمړیتوبونو (Priorities) ټاکل ډیر مهم دي او حیاتي ارزښت لري. ښه مدیر (Manager ) پوهیږي چه کوم کار باید لمړي ترسره شي او کوم يي باید دوهم ځاي ونیسي. فرصتونه او چانسونه (Chances and Opportunities ) کله کله سړي ته په لاس ورځي او کله کله بیا دا چانسونه او فرصتونه بیخي د طلا غوندي وي خو د استفادي وخت يي محدود وي. ښه مدیر همدي ډول فرصتونو ته ګوري هغوي ته لمړیتوب ورکوي او ورڅخه ګټه اخلي.

  • بیا دي د اداري او مدیریت لکچر شروع کړي خو نه پوهیږم چه خپله یې زده کوي اوکه يي ماته را ښیې.

  • خو دا د لمړیتوبونو د ټاکلو موضوع مي دي ډیر خوښه شوه او ته پوهیږي چه د پلان ډیر مهمه برخه چه ټول ژوند ورباندي ولاړ دي همدا لمړیتوبونه دي. هغه خلک چه پلان لري او خپل ځانته لمړیتوبونه ټاکي د ژوند په ډیرساحو کي بریالي دي. دا کسان پوهیږي چه کوم کار ډیر مهم دي او کوم باید له نور کارونو مخکي وکړم. دا کسان خپله دنده خپل فرض ګڼي او په ښه ایمانداري يې تر سره کوي، خپل کار ته ژمن وي له نوروسره هم مرسته کوي او د هر څه له پاره وخت ځانګړي کوي. دفتر (رسمي که غیررسمي کار وي) وخت ورکوي، کورني ته وخت ورکوي او بلاخره خپل ځانته وخت ورکوي ( سپورت کوي، تفریح ته ځي ، دوستان او خپلوان ویني او د خپلي روغتیا ښه خیال ساتي). دا کامیابه کسان نه جادوګر دي او نه هم پیریان بلکه زما او ستا په شان عادي انسانان دي چه خپل وخت يي په منظم ډول تنظیم کړي دي او ښه ژمنتیا لري.

په اوس وخت کي بیړڼي (عاجلي ) پیښي ډیر کیږي، چاودني وي، ځانمرګي وي، بمبار وي او د ډیر خلکو ژوند ورڅخه اخلي، ډیر ژوبلوي او ډیرو نورو ته مالي زیانونه رسوي. په داسي حالاتو کي هم د لمړیتوبونو ټاکل د ډیر خلکو د ژوند د ژغورلوسبب کیږي.

  • هغه څنګه؟
  • ته پوهیږي کله چه روغتون ته په بیړنیو حالاتو کي مړه او ژوبل کسان راوړل کیږي نو ښه سمبال (مجهز) روغتونونه د لمړیتوبونو د ټاکلو یوه ځانګړي څانګه (Triage Section) لري. ددي څانګي مسولیت دادي چه ټول هغه کسان ( مړي او ټيیان) چه روغتون ته راوړل کیږي طبقه بندي کړي. هغه کسان چه مړه دي له هغوسره کار نه لري او یویي خواته يي ایږدي، تر ټولو لمړي هغه ټپیان چه وینه ضایع کوي او لوي رګونه يي پري (غوڅ) وي عملیاتخاني (Operation theater) ته وړي، تنفسي لاره يي خلاصوي، وینه تویدنه يي دروي معایات او او وینه ورکوي. په دوهم کتګوري کي هغه مریضان چه لاس او پښه يي بیځایه یا مات وي خو وینه يي له بدن څخه نه بهیږي تداوي کیږي او په دریمه کتګوري کي هغه ناروغان چه لږ خوږ وي تداوي کیږي او په دي ډول د مړيني کچه را ټیټیږي.

که موږ د ژوند په ټولو چارو کي همداسي لمړيتوبونه وټاکو او د خپلو لمړیتوبونو سره سم عمل وکړو نو ژوند به دیر ښه روان وي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب