

دغه تحقیق چې په امریکن جورنال اف ایپیډمیلوژي مجلې کښې خپور شوی دی وايي هغه کسان چې ترڅو ساعتونو پورې په پرله پسې ډول په څوکیو کیني دهغوې په لویو کولمو کښې دکینسر یا سرطان خطر دیرش فیصده زیاتیږي .
په دغه تحقیق کښې داهم ویل شوي دي چې ترډير وخته پورې دبدني کار نه کولو په وجه په روغتیا او صحت منفي اغیزې کیږي چې دغه کار دکولمو دکینسر خطر زیاتوي .
کارپیژاندي وايي هغه کسان چې جسمي فعالیت نلري که چیرې دسرې غوښې استعمالول او دهغو شیانو خوړل چې غوړوالی لري زیاتوي نو دغه کار هم دکولمو دکینسر سبب کیږي .