په ځینو هېوادونو کې د ښاروندوي روزنه

په امریکا کې د ښاروندي روزنه :

په امریکا کې اجتماعي او سیاسي روزنه د ابتدايې څخه د دولسم ټولګي پورې ورکول کیږي. د مدني زده کړو له جملې څخه ( د مدني او دولت په اړه زده کړه ده) دا لکه تاریخ او جغرافیه یوه بین الرشیته يې موضوع ده په دې کې زده کوونکې د مدني ژوندانه، سیاست، او دولت د امریکا د متحده ایالاتو له بنسټي قانون سره اشنا شي.په دې سربیره ماشومانو ته د امریکا د سیاسي نظام او نورو نظامونو په باره کې او همدا ډول له نړیوالو چارو سره د امریکا د سیاست او دولت په ارتباط د معلوماتو ورکول کيږي. له بلې خوا د مدني زده کړو موخې فردي، سیاسي او اقتصادي حقوق ،فردي مسولیتونه اومدني مسولیتونه

په امریکا کې د ښاروندي او مدني زده کړې د پروګرام برخې:
درې بنسټي عنصرونه : مدني پوهه، مدني مهارتونه او مدني ذهنیتونه دي.
مدني پوهه :
• دمدنې ، سیاسي ژونداودولت مفهوم څه شی دی؟
• دامریکا دسیاسي نظام لامل څه شی دی ؟
• دامریکا دولت چې بنسټې قانون جوړوي دکوموموخو،ارزښتونوپیروي کوي ؟
• دامریکا اونورو نړیوالومتحدينونوترمنځ باید اړیکې په څه ډول وي ؟
• په دموکراته امریکاکې دښاروندانورول څه شی دی ؟

مدني مهارت : دمدني اړتیاووله مهمومهارتونوڅخه عقلاني اومشارکتي مهارتونه دي، عقلاني مهارتونه چې د انتقادي تفکر د مهارتونو په نوم هم یادیږي په زده کوونکو کې د ارزونې پیاوړتیا او په بېلابېلو موقیعتونو او دریځونو کې د مسولیت منل او دفاع رامنځ کوي.
د مشارکتي مهارتونو روزنه چې باید د لومړنیو کلونو کې د زده کړې په شروع کې پيل شي زده کوونکي په دې توانوي چې په خپله ټولنه کې له کوچنیو ډلو سره په تعامل کې وي، اطلاعات راټول کړي خپلې نظريې تبادله کړي او عملي پروګرامونه له خپل عمر سره متناسب تر سره کړي.

په هند کې د ښاروندي روزنه

په هند کې په ابتدایه دوره کې ټولنیزه او سیاسي زده کړه د درسي موضوع(د محیطي مطالعاتو) له لارې سر ته رسیږي.د ابتدایې په دویمه دوره کې د انساني علومو، علمي ، اجتماعي او فرهنګي پراخوالي مطالعه، د ژوندانه د سبکونو تنوع، له مدني او سیاسي بنسټونو سره اشنايي، د اجتماعي او اقتصادي شرایطو درک کول، د اجتماعي مهارتونو او مدني وړتیاوو لاسته راوړلو لپاره زده کوونکې تیاروي تر څو زده کوونکې د خپلې ټولنې په اجتماعي او اقتصادي بیا جوړونه کې ګډون وکړي.
د متوسطې په دوره کې په اجتماعي علومو کې د تاریخ، جغرافيې، مدني او اقتصادي لوستونو او د هند له معاصرو مسایلو سره اشنايي پیدا کوي.
په هند کې د ښآروندي د روزنې عمومي موخې :
د هند په هیواد کې د ښآروندۍ، ټولنیزې او سیاسي روزنې عمومي موخې په لاندې ډول دي.
د ملي هویت او یو موټي والي پیاوړتیا.
د هند له ماضي او د دې خاورې له تاریخ، خپلواکي او وګړنیزې مبارزې څخه خبرتیا،
د چاپیریال او طبعي منابعو د ساتنې د روحیې پیاوړتیا.
د دموکرات ښاروند روزنه.
د نړیوال درک روزنه
د اجتماعي مسولیت او ځان تېرېدنې د روحيې پياوړتیا.
د نورو عقایدو ته درناوی.
د هند د نړیوال دریځ ښه والی.
د ښآروندي له بنسټي دندو سره اشنايي.
په فدرالي او ایالتي کچه د دولت د جوړښت او د هغه د کړنو په باره کې خبرتیا،
دموکراسي،سوسیالیزم او له زیاتي پرته مبارزې په څېر ارمانونو لپآره په ژوند کې تیاری.
له هغو سیاسي خنډونو سره اشنايي چې دغه هېواد ورسره مخامخ دی.
نړیوالي سولې،مرستې د بشرحقوقو څخه د ساتنې په څېر مسایلو سره د هند له روله خبرتیا.

په استرالیا کې د ښآروندي د روزنې عمده موخې:

د ابتدايې په مخکنۍ دوره کې د ارتباط د ټينګولو په خاطر زده کړه، مشارکت، په سمه لاره د عمل په خاطر څارنه او زده کړه، د ښوونځي په ابتدایه دوره کې.
د ښوونځي په فعالیتونو کې ګډون، د ملي بنسټونو د نښو پيژندل، له دولت او دولتي خدماتو سره اشنايي، د اجتماعي تعامل رامنځ ته کول، د استرالیا له سل کلن تاریخ او د استرالیا د خلکو فرهنګ سره اشنايي، د انتخاباتو او رايې ورکولو له بهیر سره اشنايي.
په متوسطه دوره کې د استرالیا تاریخ، د بشر حقونو، د ګډ او اجتماعي ارزښتونو پيژندل،د دموکراسي له بهیرونو سره اشنايي، د ښآروندي له حقوقو او مسولیتونو څخه خبرتیا، په اجتماعي او سیاسي چارو کې د ښځو ګډون او اهمیت يې.

په فرانسه کې د ښآروندي روزنه

مسولیت احساس.لویانو ته درناوی. اصولو پوهېدل،فرانسې ملي بنسټونواونښو درک،
خطرناکو حالاتو کې د اصولو کارول. ښوونځي او ټولګي مقرراتو په تدوین کې مشارکت.
د ټولګي په ژوند کې مشارکت او مقرراتو ته درناوی.ټولګیوالو ته درناوی او د توپيرونو منل.
په ژوندانه کې له زور زیاتي څخه پرهیز.د دولتي بنسټونو دندې.
د چاپيریال په وړاندې زمونږ مسولیتونه،د فرانسې په ټولنه کې د دموکراتیکو ایدلونو رول.
په انګلیستان کې مدنی او ښاروندي روزنه :
 د اخلاقي او اجتماعي مسولیت په روزنه ټينګار.
 د ټولنې په چارو کې په راښکیل کیدلو ټيڼګار.
 د سیاسي سواد په لاسته راوړلو ټينګار.
 (۵ – ۱۲) کلونو لرونکو زده کوونکو لپآره د ښآروندي زده کړه په اختیاري ډول او د (۱۱ – ۱۶) کلونو لرونکو زده کوونکو لپاره په قانوني توګه په پام کې ونیول شي.

د تدریس مېتود
تدریس فعال میتود دی. د څېړنې په فعالیتونو کې بحث او ګډون، له لیدنو څخه استفاده کول، په ښوونځي او ټولنه کې د موجوده رسنیو له منابعو څخه استفاده کول.

په اسلووني کې د ښآروندي روزنه :

۱ – په ټولنه کې ژوند(سیمه،ملي)
۲ – کورنۍ
۳ – څرنګه ارتباط ټینګ کړو او څرنګه تصمیم ونیسو.
۴ – ډله ییزې رسنۍ او اطلاعات.
۵ – نسلونه او فرهنګونه.
۶ – مذهب او اخلاق.
۷ – عمومي پوښتنې لکه : په دموکراسۍ پورې اړوند پوښتنې.
۸ – شغل او کار.
۹ – راتلونکې ټولنه.

په سویدن کې د ښآروندي روزنه :

په سویدن کې د ښآروندي روزنه په تلفیقي میتود، مشارکتي او تعاملي میتود په بنسټ ده چې د زده کوونکو له ژوند سره په اړیکو کې ده.
په سویدن کې د اجتماعي مطالعاتو په درسي پروګرام کې لاندې میتودونه تعقیب کیږي.
زده کوونکی محور دی او د هغه له ژوند سره ارتباط لري.
د بیلابیلو فرهنګي توپيرونو اهمیت په زده کوونکو ټينګار کوي.
د تدریس او زده کړې له بېلابېلو میتودونو څخه لکه: د مسلې حل او څېړنه، پوښتنه او نقادانه تحلیلونه، د څو ګانه هوش روزنه او له مشارکتي او ډله ییزو میتودونو څخه د ښآروندي د زده کړې لپآره کار اخیستل.
د انتقادي تفکر مهارتونه په پآم کې نیول او د زده کوونکو ترغیبونه چې د اجتماعي مسایلو په باره کې بېلابېلې نظريې وڅېړي.
د اجتماعي مطالعاتو او ښآروندي د درسي پروګرام اصول د ښوونکې په لاس صورت مومي.
د درسي پروګرام جوړولو په بهیر کې د مشارکتي میزان په برخه کې او په تیره بیا په سویدن کې د درسي پروګرام د محتوا په انتخاب او سازمانولو کې د ښوونکی له درسي پروګرام سره ارتباط ډير مهم تصمیم نیونکی قشر دی.

په کاناډا کې د ښاروندي روزنه :

د مختلفو ټولګیو په تشکیل کې اصلي موخې په لاندې ډول خلاصه کوو.
د دموکراسي له بنسټونو او اصولو سره اشنايي.
مدني ټولنه او د هغې په چوکاټ کې د ښآروندي تحقق.
د بنسټونو او سازمانونو له کړنو او رول منلو سره اشنايي(د وګړنیزو بنسټونو په عنوان)
د ښآروندي د مشارکتونو د اصلي ابزارو پيژندل.
د دولت له سیاسي جوړښت سره اشنايي.
د تحلیل او منطقي انتقاد د توانايي پياوړتیا.
د شفاهي او لیکني بیان لپاره د افرادو د توانايي پیاوړتیا.
د ښآروندي د تحقق لپآره بحث او خبرې.
د نورو حقوقو او عقایدو ته د احترام زده کړه.
د اګاه او ژمنو ښاروندانو روزنه.

په جاپان کې د ښاروندي روزنه

په جاپآن کې د ښاروندي روزنه له دویمې نړيوالي جګړې وروسته په دریو برخو ویشو.
۱ – لومړۍ دوره له (۱۹۹۵ – ۱۹۴۷) تجربه مداره روزنه.
۲ – دویمه دوره له ( ۱۹۸۵ – ۱۹۵۵) دانش مداره روزنه.
۳ – دریمه دوره له ( ۱۹۸۵ څخه تر اوسه پورې، توانايي مداره روزنه.
لومړۍ دوره په واقیعت کې پراګماتیسم د اصولو په نسبت له ژمنې څخه انعکاس کوي او د دیوي د افکارو په لاره تګ کوي. ټولنیز مطالعات په دې دوره کې درسي پروګرام ته دننه شوي. په ټولګي د ښوونکې او زده کونکې ستونزې د مسلې د حل میتود له لارې تر څېړنې لاندې نیولي دي.
په دویمه دوره کې اکاډمیکي او علمي څانګې مطرح کیږي په دې دوره کې د زده کوونکو لپاره پوهه او علوم د جاپاني مشترک فرهنګ پر بنسټ تدارک کیږي.د شاروندي دویمې دورې په جاپآن کې په جاپاني بومي پوهنو باندې تمرکز درلود.د جاپاني ژبې زده کړې ته زیاته پاملرنه کیده.د درسي موضوعاتو موخو په څلور بنسټي عناصرو باندې ټینګار درلود.
۱ – دانش او فهم. – تفکر او ریاضیات – مهارت او توانايي– علاقه، هیلي او ذهنیتونه.
په دریمه دوره کې د متقابل ارتباط د اصولو په اهمیت باندې ټینګار کیده. زده کوونکې باید مسائل پخپله پیدا کړي او یا يي په هکله فکر وکړي قضاوت وکړي .

په جاپان کې د ښاروندي موخې
 د پوهي، مهارت، ارزښتونو او ذهنیتونو وده او پراخوالی او مسولیت منونکی شي.
 د نظري پوهي په حوزه کې زده کوونکي باید د تولید، مصرف امنیت، ساتلو، صحي کچو او اجتماعي فعالیتونو په درک سره په دې کې خپل رول پیدا کړي، او په ټولنیز مشارکت کې د تصمیم نیولو د بهیر په نسبت ریښتیني پیژندني او درک ته ورسیږي،
 د عملي پوهي او مهارتونو په حوزه کې زده کوونکي باید مهارتونه له هغو څخه دقیقه مشاهده د اطلاعاتو راټولول نظارت، د نقشه لوستنې مهارت او داسې نورو باندې پوهه شي.
 زده کوونکې باید د جاپاني خاوري فرهنګي میراث او تاریخ سره مینه ولري .
د ښاروندۍ له مخې د هېوادونو پرتله کول ( توپیرونه او یوشان والی ): دغه پرتله کولو له پاره دوه کلیدي لاملونه وجود لري: ۱ – مخکینۍ زمینې ( پیش زمینه ). ۲ – جوړښتونه.
۱ – مخکینۍ زمینې: په ځینو هېوادونو کې برنامو جوړولو نه مخکې داسې زمینې وي چې نیغ په نیغه په برنامه باندې اغېز کوي، لکه فرهنګي، مذهبي، تاریخي، سیاسي، ټولنېزې او داسې نور.
۱ – تاریخي دودونه: ۲ – جغرافیوي موقعیت ۳ – سیاسي او ټولنېز جوړښتونه:۴ – اقتصادي نظام:
۵ – نړیوال کیدل: درېمه درجه هېوادونه نه غواړي چې د نړیوال کیدو پر لور لاړ شي ځکه چې وګړي د خپلو جامو، خوراکي توکو، په فکر کې وي،پرمختللي هېوادونه په نړیوال کیدو ټینګار کوي.
۲ – جوړښتي لاملونه: روزنېزه ښاروندي د ښوونې او روزنې د سیستم یو جز دی، په مرکزي او غيري مرکزي سیستم کې په اغېزمن ډول سره پلي شي.۲ – د ښوونې او روزنې په ستراتیژیک پلان کې ځينو ازرښتونو ته پاملرنه شوې ده، باید په روزنېزه ښاروندۍ کې یادو موخو ته پاملرنه وشي. کور Kor له نظره داسې تقسیمات رامنځته شوي دي چې له ټولوهېوادونو څخه یې په ۱۶ هېوادونو کې سروې کړې ده او په دریو کټګوري کې ویشلي.

۱ – ارزښتونو ته پاملرنه او څرګندونه.
۲ – دویمه کتګوري هېوادونو کې ملي ارزښتونه عمومي چوکاټ کې پر ځای شوي دي جزئیاتو پسې نه ځي لکه استرلیا، ایټالیا
۳- په ځېنو نورو هېوادونو کې لږو جزئیاتو پسې تللي دي دغه هېوادونه د متمرکزي ښوونې او روزنې درلودونکي دي لکه جاپان، سینګاپور، سویدن او کوریا
۱ – په هند کې مشترک اهداف تاریخ ته پاملرنه کول.سینګاپور کې جامع ګرا میتود څخه کار اخلي، امریکا کې بیا مدني او سیاسي مسائلو باندې. په انګلیستان کې انسان ته زیاته پاملرنه کوي

د زده کړې میتودونه: په استرالیا کې ټولګي مباحثې، امریکا کې ټولګي بحثونو، تمثیل، لکچر.په فرانسه کې ښوونکو ته واک او اختیار ورکړل شوی دی. په هند کې د فعالې زده کړې،علمي سیر. په هسپانیا کې له شوراګانو څخه کار اخلي.
۲ – محتوا: لاندې ټکو ته پاملرنه:۱ دهېواد له مسائلو او روانو پيښو سره تړاو ولري.
۲ – د خپلواکۍ او فرد د خود کفایئ پربنسټ ولاړ وي.
۳ – زده کوونکي له خپلو اړتیاوو او مسؤولیتونو سره په ملي او فراملي کچه اشنا وي.
۴ – سیمه يېزه او ملي ټولنه کې له دودونو او ارزښتونو سره اشنا شي.
۵ – هغه فعالیتونه چې زده کوونکي د خپل تاریخ او حکومت په باره کې مهم مطالب زده کړې.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب