په ودانیو کې جاینټونه (درزونه)
د ودانیو د پایښت لپاره، له تخنیکي لحاظه اړینه ده چې، په ودانۍ کې ځینې جاینټونه (غوټې، درزونه) ولرو، او دې درزونو ته ودانیز جاینټونه ویل کېږي. ددې درزونو لامل دا دی چې ودانۍ له ژر تخریب څخه ساتي.
دا خو جوته ده چی ټول انجنیران چې د ودانیو په برخه کې کار کوي، د جاینټونو په اهمیت او اړتیا باندې پوهېږي. خو زه بیا هم غواړم د لوستونکو د لا زیاتو معلوماتو لپاره هغه دوه ډوله جاینټونه چې په معمول ډول په ودانیو کې کارول کېږي، په لاندې ډول سره شرحه کړم.
اکسپنشن جاینټ (Expansion Joints)
اکسپنشن جاینټ په ودانیو کې هغه درزونو ته ویل کېږي چې ودانۍ ته د خوځښت امکان برابروي تر څو ودانۍ د زلزلې، باد او د حرارت د لوړېدو او یا ټېټېدو په وخت کې د یو ازاد حرکت د امکاناتو لرلو سره د ودانۍ غړي له تخریبه وژغوري. دا ډول جاینټونه اکثرآ په ودانیو کی هغه وخت په نظر کې نیول کېږي. چه په ودانۍ کې یو له لاندې حالاتو څخه موجود وي.
- د ودانۍ اوږدوالی له 20-30 مترو پورې وي او یا تر دې زیات شي.
- د ودانۍ د پوړنو شمېر فرق وکړي. مثلا یوه برخه یې 10 پوړه ولري او بله برخه یې 15پوړه وي.
- د ودانۍ ودانیز مواد بدلون ومومی. لکه د ودانۍ یوه برخه له کانکریټو څخه جوړه وي او د بلې برخې مواد یې اوسپنه وي.
- د ودانۍ بڼه (شکل) له یو ډول څخه بل ډول ته بدلون وکړي. لکه: د د ودانۍ یوه برخه مربع وي او بله برخه یې دایروي بڼه باندې بدلیږي.
- کله چې په تهداب کې د ځمکې مواد سره توپیر ولري. مثلا کله چې په یوه ساحه که غواړو یو تعمیر جوړ کړو نو د تعمیر د تهداب لاندې مواد یو شانته نه وي. یو برخه یې مثلا خاوره وي او بله برخه یې شګلنه ځمکه وي.
دا ډول جاینټونه د مهندس لخوا د ودانۍ په ډیزاین کې په نظر کې نیول کېږي، او په ساحه کې باید یوازې عملي شي. دا درزونه په عمودي ډول د ودانۍ له بام څخه نیولې د تهداب تر پایه پورې ودانۍ په مکمل ډول سره جلا کوي او د جلاوالي اندازه یې د ودانۍ د پوړنو سره مستقیمه رابطه لري، خو حد اقل دغه واټن باید له دریو سانتي مترو څخه کم نه وي. په هغه صورت کې چې د ودانۍ د پوړونو شمېره تر دریو پوړونو پورې وي . دا درزونه معمولا باید له نرمو موادو څخه ډک شي، ترڅو ودانۍ هغه مجازه حرکت د اړتیا په وخت کې وکړای شي.
2 – کانسترکشن جاینټ (Construction Joints)
لکه څنګه چې یې له نامه څخه څرګنديږي. ساختماني جاینټونه هغه درزونه دي چې د ودانیو د جوړلو په وخت کې له اړتیا سره په کانکریټي عناصرو (غړو) کې رامنځته کېږي.
ډېر کله داسې پېښيږي چې کله موږ د کار په ساحه کې د ودانۍ د کانکریټي غړو په منځ کې کانکریټ خلاصیږي او یا د کانکړيټ اچول د کومې بلې ستونزې له امله دریږي. نو بیا په هغه وخت کی د خاصو تدابیرو په نظر کی نیولو سره باید په ودانیو کې کانسترکشن جانیټ رامنځته شي.