د اسلام او قرآن اعجاز

په نړۍ کې مطلق تعادل| قرآن علمي اعجاز

هغه چې اووه آسمانه یی له منظمو پوړو سره پیداکړل. په ځیر سره ووینه چې آیا درحمن رب په خلقت کی به کومه بې نظی اونقصان ومومی؟(الملک ۳).
په میلیونونو ستوری اوکهکشانونه ددنیا دمطلق تعادل په حل کی په خپل تګلوری کی خوځنده دی. ستورې ، سیارې، سپوږمی نه یواځې په خپل ځان راڅرخی بلکې یو ځای له یوبل سره دداسې یو سیستم په شاوخوا څرخی چې دهغه برخه ګنل کیږی.

کله هم له سلونه تر درې سوومیلیاردو پوری ستوری په متقاطع مسیرونوکی په حرکت کی وی. خو سره له هغه هم د حیرانتیا خبره دا ده چی هیڅ ټکر ددوی په مینځ کی چې دعالم دتخریب سبب شی نه واقع کیږی. داهغه ستر معجزه ده چې کولای شو موږ یی بیان کړو.

په نړۍ کې دچټکتیا یا سرعت مفهوم ډیر له هغه څه نه پراخ دی چې دځمکنیو مقیاسونو په واسطه اندازه شی. ستورې، سیاری اوکهکشانونه چې په زرګونومیلیارده ټنه دروندوالی لری په فوق العاده چټکتیا سره په فضا کی په خوځښت کې دی.

لکه ځمکه چې  ۱۶۷۰ کیلومتره په ساعت کی راڅرخی. په داسې حال کې چې هغه ډیره چټکه مرمی چې تر دې دمه جوړه شوی ۱۸۰۰ کیلومتره په ساعت کی چټکوالۍ لری.   دځمکې دحجم اوکتلې دقوی والی سره سره وینو چې هغه په چتکۍ سره خوځښت لری.

دلمر په شاوخوا دځمکې راڅرخیدل شپیته ځلې دمرمی له چټکتیا نه زیات  دی یعنی ۱۰۸۰۰۰ کیلومتره په ساعت کی. که په دی چټکتیا سره مو کوم موټر جوړولای شوای په دوه ویشت دقیقو کی به  دځمکې په شاوخوا راڅرخیده.
په لمر پوری تړلی ارقام لانور خارق العاده دی. دشمسې منظومی چټکتیا زموږ له تصور نه اوچته ده. هرڅومره چې یو ه منظومه لویه وی په همغه کچه ډیره چټکتیا لری.  دشمسی م نظومی  چټکتیا دکهکشان په مدار کی ۷۲۰۰۰۰ کیلومتره په ساعت کې ده. دشیرې لاری دکهکشان چې څه ناڅه له دوو سوو میلیاردو ستورو نه جوړشوی  ۹۵۰۰۰۰کیلومتره په ساعت کی حرکت لری.

په داسې یوه مغلق اوچټک سیستم کی دتصادم اوټکر احتمال ډیر زیات دی ، خو هیڅ داسی ټکر چې ددوی دژوند دادامې سبب شی صورت نه دی نیولی اوخپل کرار ژوندته دوام ورکوی. ځکه په نړۍ کې هرڅه دمطلق تعادل په حا ل کې فعالیت کوی چې هغه   الله (ج) تنظیم کړی دی. اوڅه ډول چې په مبارک آیت کی لولوپه خلقت کی هیڅ ډول اختلاف موجود نه دی.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: