په نشه یې توکیو د اخته ځوانانو د شمېر زیاتوالی، ستونزې ،ګواښونه او راتلونکې!

نشه هغه څه ده چې د انسانانو هوش حواس له مینځه وړي او له انسان څخه نه انسان جوړوي، څرنګه چېدا ناروا عمل زموږ دین او ټولنې منع کړی او وايي هرنشه کوونکی څیز حرام دی نو چې کله حرام شو باید له هغه څخه باید نه یوازې ځان او خپله کورنۍ چې خپله ټولنه همخوندي کړو ترڅو په دغه ناعلاجه ناروغۍ اخته نه شو چې بیابه راڅخه د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې خلک کرکه کوي؟

که چېرې په ټولنه کې د دې ناوړه ناروغۍ د خپرېدو لاملونه وڅېړو نو څرګنده به شي، چې په نشه یې توکیو اخته کس به د بیکارۍ او وزګارتیا له کبله دې ناروا کار ته مخه کړې وي او یا به په بهرنیو هېوادونو لکه، پاکستان او ایران کې په دې عمل روږدی شوی وي..

متاسفانه په افغانستان کې د تېرودریو لسیزو ناورین په ترڅ کې ، زمونږ ډیری ځوانان په دغه ناوړه عمل مبتلا شوي چې تر ټولو لوی علت یې هم بې کاري ده.

چمن علی چې د کابل ښار د دشت برچي سیمې اوسېدونکی دی ۲۹ کاله عمر لري او په نشه یې ټوکو روږدی دی ، د خپل اعتیاد کیسه داسې بیانوي:زه ۲۱ کلن وم چې د مزدوری لپاره ایران ته ولاړم، هلته مې له یوه ایراني سره د کور د ابادۍ لپاره لاس په کار شوم او تقریباً دوه میاشتي مې هلته کار وکړ .

چمن علي وایي یوه ورځ مې د ډیرې ستړیا احساس کاوهچې دکور څښتن راته د سګرېټ څکولو بلنه راکړه ما ورته د نه څکولو جواب ورکړ،خو د کور څښتنوویل چې د سګرېټ په څکولو ستړیا له مینځه ځي.

نوموړی زیاتوي چې ددې خبرې په اورېدو مې د مخدره موادو څخه ډک سګریټ وڅکولو، سر مې وګرځېد او نور په ځان نه یم پوه شویپه هغه ورځ مې تر خپل ټاکلې وخت هم زیات کار وکړ ځکه په خود کې نه وم له هغې ورځې تر اوسه په دغه ناوړه عمل روږدی یم.

د نشه یې توکیو پر لعنت اخته دغه ځوان، له دولت څخه هم ډیر شکایت لري او وایې دولت زموږ لپاره هیڅ هم ندي کړي حتا زموږډیری ملګرې چې په دې عمل روږدې دي دلته مړه پراته وي خو دولت سر نه پسې ګرځوي.

یو بل ځوان چې ځان یې خان ولي را معرفي کړ د وردګو ولایت اوسېدونکی دی وایې چې د کورنيو مشکلاتو له وجې یې نشه یې توکو ته مخه کړه نوموړی وایې : کورنۍ به یې تل د دده له بې کارۍ څخه سر ټکولو، دی وایې د کار پیدا کولو لپاره یې یوه لاره هم پرې نه ښوده خو بریالی نشو.

خان ولي وایې چې د همدې ستونزې له امله مجبور شو له خپلې کورنۍ څخه لرې والی غوره کړي او بلاخره یې دې ناوړه عمل ته مخه کړه.

جعفرچې یو کشر ځوان دی، ۲۰ کاله عمر لري او د فراه ولایت اوسېدونکی دی یو له هغو کسانو دی چې په مخدره توکوروږدی دی.

له هغه نه مې پوښتل چې څنګه دې دغه ناوړه عمل ته دې مخه کړه ؟جعفر په ځواب کې وویل چې له داسې ملګرو سره مې ملګرتیا کوله چې ټولو سګرېټ څکول ، ماته ډیره سخته ښکارېده چې زه مې په دې کار کې له ملګرو پاته راغلی یم او د ملګرو د زیات ټېنګار له وجهې مې لومړی سګرېټ څکول پیل کړل چې بالاخره یې سر مخدره توکو ته هم ورسید.

جعفر چې له خپل حال څخه ډیر ځورېږي د چمن علي په څېر دولت ګرم ګڼي او وایې چې دولت دې زموږ د تداوي لپاره کوټلې ګامونه پورته کړي.

ومې غوښتل چې دا خبره د نشه یې توکیو پر وړاندی د مبارزی وزارت سره شریکه کړم ، دنشه یې توکو پروړاندې د مبارزې وزارت د مقام د دفتر رییس عنایت الله حفیظ په دې اړه اصلاح رسنیز ګروپ ته وویل :(( الحمدالله په تېرو لسو کلونو کې د نشه یي توکو د معتادینو سطحه ډیره را کمه شوې ده.))

نوموړی زیاتوي چې : (( موږ د افغانستان په هر ولایت کې کوښښ کړی چې ژر تر ژره ددغو معتادینو لپاره بشپړه درملنه چمتو کړو، او هره ورځ موږ د معتادینو د پیداکولو لپاره ګړندې ګامونه اخلو څو وکولای شو ددغو معتادینو ژوند له مرګه وژغورو.))

نوموړې زیاته کړه چې د سرطان په ۱۵ مه نېټه یې هم په کابل کې په نشه یې توکیو روږدي۱۵۰ تنه بې سرپناه کسان، د ښار د پل سوخته له سیمې څخه ټول کړي او د درملنې لپاره یې د جنګلک درې سوه بستریز روغتون ته انتقال کړي دي.

ښاغلي عنایت حفیظ زیاته کړه: (( د نشه يي توکیو پر وړاندې د کلکې مبارزې لپاره باید د کروندګرو لپاره هڅوونکي پروګرامونه په پام کې ونېول شي او باید داسې فرصت رامنځ ته شي چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د بهیر ترڅنګ، د روږدو د درملنې په برخه کې هم جدي عمل وکړو.))

د نشه یې توکیو سره د مبارزې وزارت دغه لوړ پوړی چارواکی زیاتوي چې دوی په نشه یې توکیو د روږدو د راټولولو او درملنې بهیر پیل کړی او په هرو ۱۵ ورځو کې تر ۲۰ تنو پورې راټولوي او د درملنې مرکزونو ته یې لېږي.

د یادولو وړ ده چې که څه هم دولتي چارواکې دا ادعا کوي چې د نشه یی توکو پر وړاندې مبارزه یې ګړندۍ ساتلې خو بیا هم باید په دې کوښښو بسنه ونکړي او خپلې مبارزې ته ورځ تر بلې د عمل جامه ور واغوندي څو وکولای شي د زیاتو نشي ځوانانو ژوند د مرګ څخه وژغوري. پای

اصلاح رسنیز ګروپ، شریف الله غیرت

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب