په موږ څه شوي چې دعاوې نه قبلیږي؟

د خلکو د عيبونو په لټه کې مشغول، مګر خپل عيبونو مو پرېښودل!

د زړه مرګ:

 د شقيق بلخي رحمه الله څخه حکايت کيږي دى فرمايي: ابراهيم ادهم رحمه الله په بصره کې تګ کاوه، نو خلک ورته راجمع شول او ورته يې وويل:
((مابالنا ندعو فلا يستجاب لنا؟ وإن الله تعالى يقول: (وقال ربکم ادعوني أستجب لکم)[سورة المؤمن:٦٠].))
يانې: (( په موږ څه شوي دي چې دعاګانې مو نه قبليږي؟ او الله تعالى فرمايي: (او ستا رب وفرمايل ما در وبولئ(زما څخه مرسته وغواړئ) زه تاسو ته دعاګانې قبلوم.))
نو و يې فرمايل: ((يا أهل البصرة! قد ماتت قلوبکم بعشرة أشياء، فکيف يستجاب لکم؟))
١- عرفتم الله، ولم تؤدوا حقه!.
٢- قرأتم القرﺁن، ولم تعملوا به!.
٣- ادعيتم حب الرسول صلى الله عليه وسلم، و ترکتم سنته!.
٤- ادعيتم عداوة الشيطان، و أطعتموه!.
٥- ادعيتم دخول الجنة، ولم تعملوا لها!.
٦- ادعيتم النجاة من النار، و رميتم فيها أنفسکم!.
٧- قلتم الموت حق، ولم تستعدوا له!.
٨- اشتغلتم بعيوب الناس، و ترکتم عيوبکم!.
٩- دفنتم الأموات، ولم تعتبروا!.
١٠- أکلتم نعمة الله، ولم تشکروا عليها!.
يانې: (( اى د بصرې خلکو! په تحقيق سره ستاسو زړونه په سبب د لسو شيانو مړه شول، نو څنګه ستاسو دعاګانې قبولې شي؟
١- الله تعالى مو وپېژندئ، مګر حق مو يې ادا نه کړئ!.
٢- قران مو ولوستئ، مګر عمل مو ورباندې و نه کړئ!.
٣- د رسول الله صلى الله عليه وسلم د مينې لوړه مو وکړه، مګر د هغه تګ لاره مو پرېښودل!.
٤- د شيطان د دښمنۍ لوړه مو وکړه، مګر د هغه په پل مو تګ وکړ!.
٥- د جنت د داخليدو لوړه مو وکړه، مګر د هغه له پاره مو عمل و نه کړ!.
٦- د اور څخه د نجات لوړه مو وکړه، مګر په هغه اور کې مو خپلو نفسونه وغورځول!.
٧- تاسو وويل چې مرګ حق دى، مګر د هغه له پاره مو تياري ونه کړه!.
٨- د خلکو د عيبونو په لټه کې مشغول، مګر خپل عيبونو مو پرېښودل!.
٩- مړي مو سخ کړل، مګر عبرت مو ور څخه وا نه خيست!.
١٠- د الله تعالى نعمتونو مو وخوړل، مګر شکر مو يې ادا نه کړئ!.

د زړونو دوا:

 ابراهيم الخواص رحمه الله تعالى وفرمايل: د زړونو دوا پنځه شيان دي:
١- قرﺁءة القرﺁن بالتدبر.
٢- و خلاء البطن.
٣- و قيام اليل.
٤- و التضرع  عند السحر.
٥- و مجالسة الصالحين.

 يانې:
١- د قران کريم لوستل په غور، دقت او تدبر سره.
٢- او د نس خالي والى.
٣- او د شپې ولاړه.
٤- او د سهار په-چې وختي وي-عاجزي کول.
٥- او د ښه خلکو سره ناست کول.

د ((سمير المومنين)) د کتاب ژباړه:
ژباړونکى:عبدالنصیر مرستيال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب